د نشنلزم عقاید
راځئ چې نن د نشنلزم بې دینه او اسلام دشمنه ماهیت مختصرا در وپیژنم:
۱ـ دوی اسلام ته دپلرونو د دین په حیث د احترام وینا کوي .. نه د الله د دین په حیث.
۲ـ دوی موسیقي جایز ګڼي.
۳ـ دوی اسلام د حاکم نظام په توګه نه مني.
۴ـ دوی د حدودو تنفیذ ته اسلام فشاري وایي.
۵ـ دوی په دیموکراسۍ عقیده لري.
۶ـ دوی د صحابه کرامو نومونه نه اخلي او نه پرې مکاتب او پوهنتنونه نوموي.
۷ـ دوی د دین په فیصلو او پرېکړو کولو عقیده نه لري بلکې قومي جاهلانه جرګې د حل لار ګڼي.
۸ـ دوی د اسلام په سیاسي نظام قایل نه دي.
۹ـ دوی د بشر د حقوقو په نړیواله کفري اعلامیه ایمان او باور لري.
۱۰ـ دوی بشر ته د تحلیل او تحریم د قانون د جوړولو په حق عقیده لري.
۱۱ـ دوی د اسلام د حاکمیت لپاره په جهاد او غزا باور نه لري … او تیرې غزاګانې فقط د خاورې د ازادۍ په نوم یادوي.
۱۲ـ دوی د افغانستان تېر جهاد د روسانو په خلاف په تمامه معنی اسلامي نه ګڼي.
۱۳ـ دوی د کفارو سره که حربي هم وي په دوستۍ عقیده لري.
۱۴ـ دوی اکثره د دینی عالمانو پورې مسخرې کوي، جنت او جهنم چې د الهي پیغام لویه اساسی برخه ده کله يې کله توهین کوي.
۱۵ـ دوی د اسلامي احزابو شرعي موقف غندي خصوصا د ښځو د حجاب برخه .. بالکل ترې انکار کوي.
۱۶ـ د دوی په هیڅ برنامه اساسنامه او هیڅ لیکلې مسوده کې مسنونه خطبه او په پیغمبر علیه السلام درود نه دی ذکر شوی.
۱۷ـ د نشنليزم افغاني نوم افغان سوسیال دیموکرات ګوند دی … او پاکستانی نوم یې عوامي نشنلز پارټي ده A.N.P.
۱۸ـ نشنليزم په عمومي لحاظ په درې لویو کفري اصولو ولاړ دی: ۱/ قومییت. ۲ /سیکولرزم، یا دین د سیاسی چارو څخه جلا منل. ۳/ دیموکراسي.
د سوسیال .. او دیموکرات د ګوند نومونه په خپله د دوی الحادی ماهیت په ګوته کوي.
نو په ذکر شوو عقایدو دوی د دین څخه خپل ځانونه په خپله خارجوي او مسلمانان نه شمېرل کېږي.
خوکوم خلک چې په دغې ګوند کې فقط د دنیاوي متاع او منفعت لپاره منسجم شوي دي او پورتني عقاید نه لري نو مسلمانان دي خو سخت ګناهګار دي او که عقاید یې همدا وي نو بیا د دین څخه خارج دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ماخذ په توګه لاندې کتابونه وګورئ!
ملي مسلي ..د احدي لیکنه.
د ګوند ګړنلاره .. [په نوم رساله] د ګوند مرکزي چاپ.
ځوانان او شحصیت جوړونه .. د ملت مل تالیف.
شناخت ادیان ومذاهب معاصر
والسلام …
په ګران هیواد کی د ریښتیني شرعي صلحې او د اسلام د حاکمیت په هیله.
د اسلام خادم حکیمی رودات
ليکوال: شيخ ضياء الله حکيمي