د نشنلزم (Nationalism) لنډه پیژندنه

د اسلام دښمنانو د اسلامي امت د تفریق لپاره نشنلزم رامنځته کړ ترڅو د مسلمه امت ترمنځ دایمي کشمکش او عناد موجود وي او بیا تېر برم اعاده نه کړي، یعنې د دښمن اصلي هدف داوه چې مسلمه امت بیا د یو اسلامي خلافت او قیادت خاوندان نه شي.

د همدغې طاغوتي مفکورې په بنا دوی په دې وتوانېدل چې د مسلمانانو ستر اسلامي ترکي عثماني خلافت له منځه يوسي.

د نشنلزم مهلک او طاغوتی مرض اوس مهال بیا په څپو دی،

نشنلزم افغانستان ته د ظاهرشاه د شاهي نظام په وخت کې د افغان سوسیال دیموکرات ګوند په نوم راننووت.

نشنلزم په درې کفري اصولو ولاړ دی:

اول .. سیکولرزم یعنې دین او سیاست جدا کول.

دوهم .. قومي تعصب .. لکه پښتون ازبک هزاره .. جداکول.

دریم .. دیموکراسي.

دیموکراسي بیا په درې کفري اصولو ولاړه ده:

اول تقنین .. یعنې بشر ته د حلالولو او حرامولو د قانون حق ورکول.

دوهم .. اکثریت مطلقه .. چې کافر او مسلمان، ښځه او نر، عالم او جاهل برابر وي.

دریم ازادي ..

ازادي خو زیاته ده خو په څلورو اقسامو کې خلاصه کېږی:

۱ ازادي بیان، ۲ ازادي ادیان، ۳ ازادي زنان، ۴ ازادي ملکیت.

دا هر یو جدا تفصيل غواړي چې د قرآن کریم سره کاملا ضدیت او ټکر لري. خو دلته یې لیکل مشکل دي.

د دوی عقاید پکې په لږ تفصیلي ډول دا دي:

۱ـ اسلام له سیاست څخه جلا کوی.

۲ـ قومیت په اسلام مخکې کوي.

۳ـ دوی د اسلامي حدودو نفاذ اسلامي فشار ګڼي.

۴ـ دوی موسیقي جایزه ګڼي.

۵ـ دوی په دیموکراسۍ عقیده لري معاذ الله.

۶ـ دوی د اسلام دین ته د منلو د اقرار تر څنګ قومي عنعنات د مسایلو د تحلیل مرجع ګڼي.

۷ـ دوی د بشر د حقوقو اعلامیه د یو دینی اصل په څېر مني.

۸ـ دوی له عربي ژبې سره او د رسول الله – صلی الله علیه وسلم – د صحابه کرامو سره سخت ضدیت لري.

۹ـ د دوی د ګوند په هیڅ اعلامیه او لیکلې مسوده کې مسنونه خطبه او درود شریف نه دی لیکل شوی.

۱۰ـ دوی د اسلام سابقه جهادونه چې د انګریزانو او چنګیزیانو او نورو کفارو په خلاف شوی دی، فقط د ازادۍ د جنګ په نوم تعبیروي او د اسلام او د کفر جنګ یې نه ګڼي.

په همدې بنا دوی کوشش کوي چې مکاتب او پوهنتونونه د قومي مشرانو په نوم ونوموي لکه د خوشال بابا ليسه، د ایمل بابا، احداد علایي … او داسې نورو په نوم. [اګر که شرعا کوم ممانعت نه لري] خو نشنلزم د قومي تعصب او خصومت په بنا دا کار کوي نو ځکه د صحابه کرامو – رضی الله عنهم – لکه د ابو هریره رضي الله عنه او حضرت عمر رضی الله عنه په نوم ليسه یا شتون نه لري، یا د نشت برابر دي فقط .. د هجرت وخت کې مو څه مکاتب د صحابه کرامو په نومونو ولیدل ..

دوی پاکستان کې د عوامي نشنلز پارټۍ په نوم دي، ځانونه مسلمانان ګڼي خو په کامل اسلام عقیده نه لري، او اسلام ته د پلرونو د دین په نوم عنوان ورکوي، د الله تعالی د دین په عنوان يې نه پېژني. او مصیبت دا دی چې د حق وینا بده ګڼي.

يادونه:

په یاد ولرئ چې بعضې مسلمانان ورسره د عقیدې په لحاظ نه دي ملګري شوي، هغوی په کامل اسلام عقیده لري خو ګوند کې د شخصي مطالبو له وجې ملګري وي، نو داسې شخص فقط ګناهګار دی او کافر نه دی . خو که څوک په کامل اسلام باور نه لري دا بیا کافر دی.

وماعلینا الالبلاغ.

ليکوال: شيخ ضياء الله حکيمي

ــــــــــــــــــــــــــــــ

ماخذونه:

شناخت ادیان ومذاهب معاصر

شخصیت جوړونه ص ۴۳ ــ ۵۶

ملي مسئلې ۱۹۶ـ ۲۶۷

د ګوند کړنلاره – له ۲ صفحې تر ۳۵ پورې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب