د نظر ساتنه د اسلام او طب په رڼا کې

دا يو څرګنده خبره ده چې هغه ذات چې انسان يې پيدا کړی، هغه ذات قرآن هم رالېږلی، دې انسان لپاره يې حدود ټاکلي،چې يو له هغه څخه د نظر ساتنه ده، الله تعالی ځوان او پېغلې دواړو ته وايې چې د خپل نظر ساتنه وکړي،

﴿ قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ ، وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ ﴾ [سورة النور: ۳۱-۳۲].

ای پيغمبره! مؤمنانو نارينه وو ته ووايه چې خپلې سترګې ټيټي وساتي، او دخپلو شرمځايونو ساتنه وکړي، دا دهغو لپاره ډېره پاکه کړنلاره ده، هغوی چې څه کوي الله پرې خبريږي، او ای پيغمبره مؤمنو ښځو ته ووايه چې خپل نظرونه او سترګې ټيټې وساتي، او د خپلو شرمځايونو ساتنه وکړي).
نا محرمو ښځو ته ليدل په جسم کې زيات تغيرات منځ ته راوړي، کله چې انسان يوې نا محرمې زنانه ته پرله پسې ګوري، ډاګټران وايې چې د دې مثال د ټوپک په ماشې باندې لاس وهل دي، د انسان په بدن کې جنسي هرمونونه خپريږي، دغه هرمونونه د زړه ټکان زياتوي، د زړه په خوا کې وريدونه آزادوي، واړه او متوسط شريانونه تنګوي، د وينې فشار لوړوي، دغه هرمونونه پروستات ته رسيږي، د غټو بولو لاره بندوي، د جنسي آلې لاره خلاصوي، او هلته ناوړه تغيرات منځ راوړي، لنډه دا چې پرله پسې نظر د زړه ټکان زياتوي او د وينې فشار لوړوي.
هغه تن چې ښځې ته پرله پسې او داوږدې مودې لپاره ګوري، نو مثال يې دا دی چې يو سړی همېشه په خوراک بوخت وي، چې په پرله پسې توګه خوراک د انسان بدن ته ډېر ضرر رسوي، همدارنګه پرله پسې ښځې ته کتل هرمونونه د انسان وينې ته انتقالوي او په ټول بدن کې جريان پيدا کوي.
پاتې دی نه وي چې دغه هرمونات خپلې مېرمن ته په نظر سره هم توليديږي خو هغه هرمونات بې ځايه نه ځي.
علماء وايې: ‍ ﴿ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ ﴾ دغه د نظر ساتنه دوی ته ډېره پاکوونکې ده، او دا مانا يې هم کولای شو چې دا ورته ډېره ګټه رسوونکې ده، مانا دا چې د نظر ساتنه ورته يا له ګناهونو څخه غوره ده، او يا له بېماريو او عيبونو څخه ژغورنه ده.
حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې: (ناروا نظر د ابليس د زهريله غشو څخه يو غشۍ دی، څوک چې يې د الله له وېری پرېږدي نو الله به داسې ايمان ورکړي چې د هغه خوند به په خپل زړه کې محسوسوي). المستدرک.
مسلمانه وروره او مسلمانې خورې!
کله چې غشۍ د انسان په بدن ولګيږي نو هغه خاص ځای زخمي کوي، او کېدای شي چې انسان د درملنې وروسته ښه شي، خو کله چې غشۍ زهريله وي نو اثر يې ټول بدن کې خپريږي، او په غالب ګومان باندې انسان ژوندۍ نه پاتې کيږي، همدارنګه د نظر مثال د زهريله غشي په څېر دی، چې د انسان بدن له کمزورۍ او بربادۍ سره مخ کوي.
نظر هرمونونو سره څرنګه اړيکې پيدا کوي؟
کله چې انسان نامحرمې زنانه ته نظر اوږد کړي، که هغه په دفتر کې وي، په لاره کې وي، بازار کې وي، هلته انسان له مختلفو حالاتو سره مخ کيږي کېدای شي هغه مېرمن چې دا ورته نظر کوي په داسې حالت کې وي چې د هغه د بدن څه اعضاء ښکاري، يا د ده او نا محرمې مېرمن تر منځ ځانته والۍ پيدا شي، يا څوک جنسي خبرې کوي، او يا کومه مجله یا ويډيو ګوري، چې له دې څخه د انسان شهوت ولاړيږي تر دې چې د هرمونونو د توليد او خپرېدو سبب شي.
اسلام له پرله پسې نظر څخه مسلمان منع کړی، ښځو ته پرته له محرم څخه د زينت ښکارکولو اجازه نه ورکوي، ښځه د کور څخه وتلو په وخت کې د عطر استعمالولو څخه منع کړی، او د نامحرمې ښځې له مصافحې څخه يې منع کړی، دا ټول د دې لپاره چې له دغه ناوړه او بې شمېره بېماريو څخه وساتل شي.
له دې پرته کله چې انسان نا محرمې ښځې ته ګوري نو د هرموناتو د توليد او خپرېدو څخه وروسته د انسان تخرګونو او د پښو تلو څخه بد بوی خيژي، همدارنګه د پښو تلو او د شا برخه کې چې کومې غدې دي هغه پراخيږي، تر دې چې انسان ته بواسير هم پيدا کوي. همدارنګه انسان د نيم سيري په مرض اخته کيږي او تل به يې نيم سر درد کوي، د مفصلونو او بندونو په دردونو اخته کيږي، ځکه چې د هرمونونو د خپرېدو په وخت کې هغه مايع مواد چې په مفصلونو کې پراته دي وچيږي، او له هغه وروسته داسې دردونه منځ ته راځي چې انسان د هغه تحمل نشي کولای، په تريخي کې د کاڼي پيدا کېدو لامل ګرځي،او پروستات غټوي.
دغه هرمونات چې په بدن کې خپريږي ځينې وخت انسان ړندوي، يا يې پښې شلوي، يا يې ليونۍ کوي،او يا يې حافظه له منځه وړي، کله چې دا هرمونات د انسان په بدن کې د ټولې ورځې لپاره پاتې شي، د انسان ژبه درنوي، او په خوله کې د ژبې حرکت کمزوری کوي، او نور پنځوس بېماريانې دي چې د دغه هرمونونو د پاتې کېدو په حالت کې پيدا کيږي.
هغه تن چې ټوله ورځ نظر په نامحرمو ښځو کې تېروي، او پرله پسې ناروا او بربنډ فلمونه ګوري،او يا هغه ناولونه او مجلې چې شهوت پاروي لولي،دا تن به له لويو ناروغيو سره مخ کيږي تر دې چې د انسان ژوند برباد کړي.
دا ناشونې ده چې الله يو څيز حلال یا حرام کړي او هغه دې له حکمته خالي وي، مونږ مسلمانانو ته پکار دي چې د الله امرونه په ځان باندې عملي کړو، که په حکمت يې پوهېږو او که نه پوهېږو، خو کله چې مونږ ته يې حکمت معلوم شي، نو ايمان مو قوي او په زړه کې مو د الله لويوالی راشي.

ليکنه: احمد سعید

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب