د نوبل جایزه (NOBEL PRIZE)

د نوبل جایزه

الفریډ نوبل د خپل ستړي او لالهانده ژوند په بهیر کې بېساري شتمني ترلاسه کړه؛ خو نوموړي هېڅکله خپله شتمني په عیاشۍ او نورو لهو لعب باندې ونه لګوله، بلکې په خپل ژوند کې يې وصیت وکړ، چې له د ده په شتمنۍ باندې دې یوه مؤسسه جوړه شي. دا مؤسسه به د خپلو عایداتو په مټ هغه کسان چې د انسانیت او بشریت د خیرښېکڼي لپاره فعالیتونه کوي، تقدیروي او په انعاماتو به یې نازوي، ترڅو نور انسانان هم ورته کړنو ته وهڅول شي.

نوبل جایزه هر کال د فزیک، کېمیا، طب، سولې ، ادب او اقتصاد په برخو کې مخکښانو ته ورکول کېږي. دا جایزه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۱م کال کې ورکړل شوه. په ۱۹۰۱ کې د پنځه واړه ورکول شویو جایزو ټولټال «مجموعي» ارزښت ۱۵۰۰۰ بریتانوي پاونډه وو.

نوبل بنسټ

نوبل بنسټ د الفریډ نوبل د وصیت له مخې را منځته شو. الفریډ نوبل د ۱۸۹۶م کال د دسمبر په ۱۰ نېټه ومړ. نوموړي تر وفات یو کال وړاندې په پاریس کې خپل وروستی وصیت ولیکه. د همدې وصیت په رڼا کې نوبل بنسټ تاسس شو.

د سویډن پاچا د ۱۹۰۰م کال د جون په ۲۹مه د یوه فرمان په صادرولو سره د نوبل بنسټ او د نوبل جایزې د ورکړې د ادارو د تشکیلولو حکم ورکړ. د دغه فرمان له مخې دا ادارې او تشکیلات را منځته شول.

  • نوبل بنسټ
  • رائل سویډیش اکیډمی آف سائنسز
  • رائل کیرولین میډیکو چیرجیکل انسټیټیوټ
  • دی نوبل کمیټي آف نورویجین سټورټنګ
  • د جایزې لپاره پنځه بیلابېلې کمیټې
  • د جایزو د ټاکلو او غوره کولو څلور نوبل ادارې

یاده هره کمیټه له ۳ تر ۵ تنو پورې غړي لري، چې د اړتیا په صورت کې یې کمولی او زیاتولی هم شي. هره کمیټه له مسلکي کدرونو سره د سلا-مشورو اجازه لري او دا صلاحیت هم لري، چې دا کسان له نوبل ادارو نه پرته له بهره هم غوره کاندي.

your ads

نوبل بنسټ د لاندې ادارو په مشوره د کاندیدانو له منځه د جایزو لپاره وړ کسان غوره کوي:

۱- دي سویډش اکیډمي         ۱۹۰۱م
۲- دي نورویجئین نوبل انسټیټیوټ          ۱۹۰۲م
۳- نوبل انسټیټیوټ آف دي اکیډمي سائنسز      ۱۹۰۵م
۴- د فزیک څانګه (Department of Physics)           ۱۹۳۷م
۵- د بایو کېمیا څانګه (Department of Biochemistry)   ۱۹۳۷م
۶- د کېمیا څانګه (Department of Chemistry)         ۱۹۴۴م
۷- د نیورو فزیالوجي څانګه (ِ(Department of Neuro-pyhsiology  ۱۹۴۵م
۸- د حجرې او جنټیکس د څېړنو مرکز        ۱۹۴۵م

دا ټولې ادارې خپله خپل مسؤلین ټاکي. د دغو ټولو ادارو په راس کې او د مشرتابه چارې يې د نوبل بنسټ له غاړې دي. نوبل مؤسسه ۱۵ رضاکاران غوره کوي او همدا رضاکاران بیا د ادارې چارواکي ټاکي. د دغې ادارې مشر او مرستیال یې د شاهي فرمان له مخې مقرریږي او د واګو د ور سپارلو وروسته اړونده ادارو ته مسؤله دي.

د نوبل بنسټ اداره (Board) له دریو مرستیالانو او پنځو غړو نه تشکیلیږي. همدا اته غړي بیا په ګډه یو مشر ټاکي او د دې ادارې مشر بیا د نوبل جایزو د ورکولو په لړ کې د دایریدونکو غونډو او کانفرانسونو اهتمام او مسؤلیت په غاړه لري.

د نوبل جایزو تگلاره او اصول

الفریډ نوبل په خپل وصیت کې د جایزو د ویش اصول او تګلاره هم ښودلې وه. د نوموړي وصیت ته په پام سره د نوبل بنسټ اداري پلاوي، د نوبل جایزو د ویش کمیټو مشرانو او د نوبل کورنۍ غړیو په ګډه د جایزو د ویش لپاره یو لړ اصول او ځانګړې تګلاره وضع کړي او د نوبل مؤسسې (بنسټ) اړونده ادارې يې په پلي کولو مکلف کړي.

د نوبل جایزو د کړنلارې سره سم دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې په تېر کال کې يې د بشريت د خیر ښیګڼې ، پرمختګ او هوسایۍ لپاره پاموړ او څرګند ګامونه اخستي وي، صرف نظر له دې، چې د کوم نژاد او کوم هیواد تبع دی.

د تېر کال نه موخه، د جایزو د ورکړې تر کال وړاندې په تېره موده کې ترسره کړې کارونه حسابل کیږي؛ خو په دې شرط چې کار يې عام شوی او په نړیواله توګه مطرح شوی وي.

د جایزو د ورکولو چارې او په دې مناسبت غونډې هر کال د الفریډ نوبل د وفات د نیټې سره یو ځای ، چې د میلادي کال د دسمبر ۱۰نېټه ده، ترسره کېږي. د جایزې مستحق کس باید د نقدي مبلغ ترڅنګ، د سرو زرو مډال او سند د تر لاسه کولو لپاره خپله په غونډه کې حاضر وي.

که فرضاً د انعام او جایزې اخستونکی د جایزې له اخستلو نټه (انکار) وکړي او یا د اکتوبر تر لومړۍ نیټې پورې خپله جایزه وانخلي؛ نو انعام یې په انعامي فنډ کې جمع کېږي، چې بیا هېڅکله نه ورته مستردیږي. البته له ټاکل شوې نیټې وروسته د مراجعې په صورت کې د مډال او سند د ورکولو مجال شته؛خو د مبلغ نه.

همداراز دا هم شرط ده،چې د نوبل جایزې ګټونکی به د شپږو میاشتو په موده کې دننه یو نوبل لیکچر هم ورکوي.

د نوبل جایزې ویبسایټ 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب