د نوروز لمانځل حرام دي؟ | قرآن، حدیث او فقه

د نو روز ورځ لمانځل یا  تبریکي ورکول یا اوه قسمه مېوه او خوراکونه تیارول یا د دغې ورځې په مناسبت نوي او ښایسته جامې اغوستل ، یا چا ته هدیه یا تحفه لېږل یا رخصتي کول ، یا د کارونو ځنډول او مېلو زیارتو یا نورو ځایونو ته تلل قطعاً حرام دي، ځکه چې دا د مجوسو عید یا اختر دی ، او موږ خو مجوس نه یو ، دا کارونه په هغه صورت کي حرام دي، چې د نو روز د ورځې تعظیم یې  مقصد وي.

د نوروز د لمانځنې په حراموالي باندې د قرآن کریم ايتونه، نبوي احادیث او همدارنګه د جیدو علماوو کرامو اقوالو دلالت کوي:

په قرآن کریم باندې د نوروز حرمت:

الله جل جلاله فرمایي:    ﴿ وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴾ [سورة الحشر:۱۹].

ژباړه : د هغو کسانو په څیر مه کیږئ چې الله یې هیر کړی ، نو الله پر هغوي  د هغوي خپل ځانونه هیر کړل ، همدغه خلک فاسقان دی،

نو په حقیقت کی یهودو نصارو او مجوسو الله تعالي هیر کړی دي،

او بل ځای الله تعالي په قرانکریم کې فرمایي: ﴿  والذين لا يشهدون الزور ﴾ [سورة الفرقان: ۷۲].

ژباړه : او د الرحمان بندګان هغه دي چې د درواغو شاهدي نه وایي  ،

تفسیر ابن کثیر په جلد ۶ صفحه ۱۳۰ او تفسیر الدرالمنثور په جلد ۶ صفحه ۲۸۲  ، او الجامع الحکام القران ، په جلد ۱۳ صفحه ۷۸   ، او الباب في علوم الکتاب په جلد ۱۴ صفحه ۵۷۴ ،  وغیره نورتفسیرونه لیکي چې معني د آیات داده چې رښتني مؤمنان هغه خلک دي  چې د مشرکانو عیدونه او میلو ته نه حاضریږی ، او په هغو کي برخه نه اخلی ،

او په احادیثو کې د نو روز حرمت :

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: «من تشبه بقوم فهو منهم» رواه ابوداود کتاب اللباس  د حدیث نمبر ، ۳۱۴۰

ژباړه: چا چې د یوه قوم سره مشابهت وکړي هغه د هغوی  له جملې څخه دی.

علامه ابن تیمیه رحمه الله  په  ، اقتضاء الصراط المستقیم  ، جلد ۱ صفحه ۲۳۱ کي لیکي  او  همدارنګه په فتاوي اللجنة الدائمة ، جلد  ۳ صفحه ۴۲۹ کي لیکلي دي، چې مشابهت په عباداتو ، عاداتو او اخترونو کي هم راځي، نو له دې وجي څخه د نوروز ورځ لمانځل د مجوسو سره مشابهت دي.

او همدارنګه د ابوداود په ۱۱۳۴ نمبر حدیث کې ذکر شوي دي چې د جاهلیت په زمانه کې به خلکو د نوروز او مهرجان په ورځو کې میلې کولې نو رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل چې الله جل جلاله په مقابل د دغو دوو ورځو کې موږ ته د عید الفطر یعنې کوچنی اختر ورځ او د لوی اختر ورځې راکړې دي.

او مرقات شرح د مشکوة جلد ۳ صفحه ۴۹۰ کې لیکلي دي، چې انبیاء علیه السلام دغه د جاهل حکماؤ ورځې لمانځل باطل ګرځولي دي.

او همدارنګه بیهقي په سنن الکبري جلد ۱۴ ص ۱۳۳ شماره حدیث ۱۹۳۷۴ ، کي لیکلي دي ، چې حضرت عمر رضي الله عنه فرمایلی دي، کوم کس چې د مشرکانو عبادت خانو ته د هغوي د اختر په ورځ ورځي پر هغه کس د الله تعالي غضب نازلیږي.

نو دا وینا حضرت عمر رضي الله عنه یواځي  د هغوي عبادت خانو ته د تګ په اړه کړې ده نو د هغه کس به څه حال وي چې هغه یې ورسره لمانځې هم ؟

او همدارنګه په سنن الکبري جلد ۱۴ صفحه ۱۱۳ شماره حدیث ۱۹۳۷۶ ، ۱۹۳۷۷ کي د حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت کړي دي، چې کوم کس د مشرکانو په وطن کي ژوند اختیار کړي او د مشرکانو سره د نوروز او مهرجان ورځ لمانځي او د هغوي سره مشابهت کوي او په هغه حالت کې مړ شي نو په ورځ د محشر به هم له هغوي سره پورته کیږي.

او  بیهقي په سنن الکبري جلد ۱۴ صفحه ۱۱۴ شماره حدیث ۱۹۳۷۸ کې د حضرت علي رضي الله عنه څخه روایت کړي دي، چې دوي ته د نوروز  په ورځ هدیه یا یوه تحفه راوړل شوه نو حضرت علي رضی الله عنه د هغې له اخیستلو څخه منع وکړله او ويې فرمایل چې د اسلامي شریعت احکام او عادات جار ی وساتئ نو دا هره ورځ نوروز ده.

او په دې هکله د صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین  نور دومره اقوال موجود دي چې ټول راټول شي نو یوه ښه رساله ترې جوړېږي ، خو موږ په همدې یو څو باندي اکتفا کول بس بولو.

په فقه حنفي کې د نوروز حرمت:

په فقه حنفي کې دا خبره  لیکل شوی ده که  یو چا  پنځوس کاله  د الله تعالي عبادت کړي وي، خو د نوروز د تعظیم او احترام په وجه یو چا ته څه هدیه یا تحفه ورکړي کافر کیږي،  او اعمال یې ټول برباد شول. الدرالمختار جلد ۶ صفحه ۷۵۴  مسائل شتي ، مکتبه الشامله.

او په بغضي کارونو سره چې څوک یې وکړي او  د نوروز د ورځې تعظیم او احترام یې  تري مقصد وي  نو علماؤ یې په هکله د کفر فتوا ورکړې ده.  شرح د فقه اکبر ، ص ۲۹۹ ، ۲۳۰ کې او خلاصة الفتاوی ، جلد ۴ ص ۳۸۷ او فتاوي قاضی خان علي هامش الهندیة ، جلد ۳ ص ۵۷۷ ، الفتاوي البزازیه علي هامش الهندیة ، جلد ۷ صـ ۳۳۳، ۳۳۴ ،  مکتبه فریدیه.

ملا علي القار ي په مرقات شرح مشکوة جلد ۳ صــ  ۴۹۱ کې لیکلي دي، چې ابوحفص الکبیر الحنفي وايي کوم کس چې د نوروز په ورځ یوه هګۍ کوم مشرک ته هدیه  یا تحفه کړي نو دا کس په الله تعالي سره کافر شو ، او ټول اعمال یې برباد یا له منځه لاړل.

او حسن بن منصور  وایي: کوم کس که په دغه ورځ د تعظیم او احترام په خاطر  څه شی په بازار کې  واخلي   نو دا کس کافر کیږي، او که  مقصد یې له دغه اخیستلو څخه د رزق زیاتوالی وي،  دا هم مکروه او حرام کار دي ، ځکه چې دا هم مشابهت د کفارو سره دي. الدرالمختار ، جلد ۶ صــ ۷۵۴

طلحه بن عبید الله ابن کریز الخزاعي  تر داسي اندازي پوري هم ویلي  دي چې که څوک د نوروز او مهرجان په ورځ روژه ونیسي نو دا کس په هغه سخترین بدعت کې واقع دی (چې روژه نیول په دغه ورځ بدعت دی، نو د کفر رواجونه په دغه ورځ باندې کول به څومره ګناه لري په خپله فکر وکړئ)   البدع والنهي عنها ، صفحه ۲۹

المؤلف : أبو عبد الله محمد بن وضاح بن بزيع المرواني (المتوفى : ۲۸۶هـ) مکتبه الشامله

نو په دې اړه د علماوو کرامو هم ډیر اقوال موجود دي چې موږ په همدې یو څو باندې اکتفاء کول بس وبلله.

ستاسو د دعاء په هیله  ،

لیکنه : عبدالسلام حنفي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب