د نوروز لمانځنه د اسلام له نظره

اتحاد علماء افغانستان
د نوروز لمانځنه د اسلام له نظره
تأليف
افقر الوری مفتي محمود الذاكري كان الله له
جانشين
شيخ الشهداء الامام الذاكري قدس سره العزيز
تاريخ اشاعت: 4 جمادي الثانية 1437هـ ق

———————————————–

الحمد لاهله والصلاة علی اهلها امابعد

فاعوذ بالله من الشیطان ا لرجیم   قال  الله عزوجل : ان الدين عند الله الاسلام [آل عمران 19  ] وقال تعالی: ومن يبتغ غير الاسلام دينا فلن يقبل منه وهو في الآخرة من الخاسرين [آل عمران 85  وقال تعالی: اليوم اكملت لكم دينكم واتممت عليكم نعمتي و رضيت لكم الاسلام ديناً [المائده 3 ] وقال تعالی: ثم جعلناك علی شریعة من الامر فاتبعها ولاتتبع اهواء الذین لایعلمون [الجاثية 18 ].([1]) وقال تعالی:  والذین لایشهدون الزور واذمرو باللغو مرو کراماً [الفرقان 72 ] ([2]) وقال النبي صلی الله عليه وسلم: من تشبه بقومٍ فهو منهم. [رواه ابي داؤد  ] ([3]) وقال صلی الله عليه وسلم: من كثر سواد قومٍ فهو منهم [مسند ابي يعلی، كتاب الطاعة والمعصية  ]

داسلام  مقدس دین چونکه  په خپل ځان کی کامله ضابطه حیات ده اود  کمال اعلان يې الله جل جلاله په خپل کتاب قرآن کریم  كي کړی دی  ( الیوم اکملت لکم دینکم ) لهذا داسلام دین خپلو پیروانوته  اجازه  نه ورکوي چي هغوی په نورو ادیانو پسي اقتداء وکړی  که  څه هم په یوه جزئی عمل کی وی نبي كريم صلی الله عليه وسلم فرمايي چي ما تاسو ته داسي واضحه ملت او دين راوړی دی كه موسی عليه السلام ژوندی وای، نو هم به يې زما له اتباع څخه بغير بله لاره نه درلودای ([4]) په خاص ډول دا اجازه خو بيخي نه وركوي چي د كفارو په مذهبي مراسيمو شركت وكړي او يا د دوی په تقليد كولو سره هغه د دوی ورځي ولمانځيحتی مسلمان ته دومره اجازه هم نسته چی دخپل دین دیوعمل په ترسره کولو کی دکفارو ډول او کیفیت  غوره کړي لكه چي موږ او تاسو ته معلومه ده چی په لمانځه کی دسترګو پټول له یهودو سره لږ غوندي  هم شكلي راولي، نو داسلام دین له دې عمل څخه منع کوي. یا مثلاً: د عاشورې د ورځي روژه  په اسلام كي ډېر فضیلت لري خو کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ورسيدی چي یهود هم په دغه ورځ روژه نيسي، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم اعلان وکړ  ((لئن بقیت الی قابل لاصومن التاسع)) يعني كه زه آئنده كال ژوندی وم نو زه به له يهودو څخه مخالفت وكړم او د نهم روژه به هم ورسره ونيسم. د ابي داؤد شريف روايت دی چي يو سړی د نبي صلی الله عليه وسلم  په زمانه كي دا نذر كړی و چي زه به په “بوانه” مقام كي اوښ ذبح كوم، له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اجازه وغوښته، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: چي په هغه ځای كي خو به د جاهليت د دور يو داسي بت نه و چي عبادت يې كيدی؟ هغه وويل چي يا، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چي آيا هلته خو به د جاهليت د زمانې كوم اختر نه لمانځل كيدی؟ هغه وويل چي يا، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چي خپل نذر پوره كړه. ([5]) حاصل دا چي نبي كريم صلی الله عليه وسلم به په عمل او طريقه كي مسلمانان د كفارو د پيروي كولو او مشابهت څخه منع كول،تردې چي آخر یهودو هم دا احساس  کړه چي د دین اسلام دبانی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  داقصد دی چي په هره طریقه  او عمل کی زموږ  څخه مخالفت وکړي لکه  د مسلم شريف په باب الحیض کی  دیوه اوږده  روایت څخه یو جزء داهم دی ((فبلغ ذالک الیهود فقالوا ما یرید هذ الرجل ان یدع من امرنا شیئاً الاخالفنا فیه ))

رواه مسلم.

دمشابهت نقصانونه

د باطل دين د پيروانو سره مشابهت ډېر نقصانات لري د نمونې په ډول لاندي يو څو ذكر كيږي.

۱: د مسلمان مشابهت له اهل باطل سره كه څه هم په يو جزئي عمل او طريقه كي وي دا په آخر الامر كي د اهل باطل سره د عقيدوي اشتراك او مشابهت ذريعه گرځي چي دا د مسلمان دنيا او آخرت تباه كوي. ځكه چي څوك د فصل “كښت” پر شاوخوا رمه پيايي نژدې ده چي اخر به رمه په كښت گډه سي.

فان من حام حول الحمی اوشک ان یواقعه، ([6])

2: له یو باطل یا منسوخ دین سره د مشابهت  په صورت کی مسلمان د هغو د سواد  او جماعت د ډیروالی سبب ګرځی او اسلام د اهل باطل د جماعت زیاتیدو څخه منع کوی  او څوک چی د چا د جماعت  د ډیر والی  ذریعه وګرځی هغه د هغوی څخه شمارل کیږی، څرنگه چي حدیث مقدس دی  (( من کثر سوا د قوم فهو منهم ))

3: اسلام يو داسي مكمل دين دی چي نه په كميت كي بل دين ته محتاج او نه په كيفيت كي کما قال عز وجل (الیوم اکملت لکم دینکم ) نو بيا چي هم يو مسلمان بل دين ته ميلان كوي يا ورسره مشابهت كوي دا په كمال د اسلام باندي يو ډول اعتراض دی. اعاذنا الله منه.

4: كافرانو ته لږ ميلان كول هم د جهنم د عذاب سبب گرځي. ([7])

 المقصود

کله چي اسلام دبل دین سره په یو جزئی عمل يا طریقه کی هم د مشابهت اجازه نه ورکوی نو دیو باطل دین سره په داسی عمل کی له شركت او مشابهت څخه چی هغه د هغوی شعار وی بالکل په كلكه مسلمانان منعه كوي او هغه حرام کڼی تردی  چی فقهاء کرامو رحمهم الله ليكلي دی چی که د کافرانو په یو شعار کی مسلمان په طور د تعظیم شریک سی  دا دایمان دزوال ذریعه ده  له دې جملی څخه دنوروز د ورځی لمانځنه هم ده دادمجوسو شعار او ددوی داختر ورځ ده  نبی کریم صلی الله علیه وسلم دنوروز د لمانځلو په باره كي په خاصه توګه دممانعت اعلان وکړ هغه داسی کله نبی صلی الله علیه وسلم مدینی منوری ته تشریف یو وړ حضرت انس  رضی الله عنه وايي چی د مدینی منوری خلګو دوی  ورځی په کال کی درلودی چی په هغه کی به يې ساتیری کوی نبی کریم صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چی داورځی څه خصوصیت لری صحابه کرامو عرض وکړ چی دا زموږ دجاهلیت یو رسم وو نبی کریم صلی الله علیه وسلم  وفرمايل چی الله جل جلا له تاسوته ددی په بدل  کی دوی نوری ورځی درکړی  د لوی او واړه اختر ورځي. ډیر محدثین رحمهم الله پردی رايه دی چی دغه دوی ورځی چی دجاهلیت رسم وو دا دنوروز او مهرجان ورځی وی چی یوه دپسرلی اوله ورځ ده بله دمنی اوله ورځ ده . ([8])

د نوروز په هكله مسئلې

د نوروز په هكله زموږ د فقهاء كرامو رحمهم الله تعالی بعضي مسائل د نمونې په ډول ذكركوو:

۱:مسئله: که یو مسلمان دنوروز په ورځ داسي یو شی رانيوی چي په نورو ورځوکی یی د هغه شی درانیولو عادت نه وه نو كه  داعمل يې دنوروز دتعظیم په وجه وکړ دا دایمان دزوال ذریعه ده او که ئي تعظیم دنوروز نه وه مقصود بلکه فقط دیوساتیری په خاطریی داکار وکړ دا هم ندی پکارځکه دادکفارو سره مشابهت دی او مشابهت هم ناروادی .([9])

۲:مسئله: دنوروز میلی ته تلل او دکافرانو سره د دې ورځي په کارونو کی موافقت کول فقهاء كرامو دایمان دزوال سبب بللی دی . ([10])

۳: مسئله: یوازی دنوروز یا مهرجان په ورځ روژه نیول مکروه ده ځکه دا له مجوسو سره مشابهت دی. دوهم دا د داسی ورځی تعظیم دی چی موږ دهغی ورځی دتعظیم څخه منع سوی يو. ([11])

۴:مسئله: دنوروز دورځی چی کومی هديې او تحفی مشهوری دی داحرامي دی ، او که دا هديې ددی ورځی دتعظیم په وجه وی بیا  فقهاء كرامو بالکل دکفر ذریعه بللې ده. ([12])

۵:مسئله: که مجوسیان دنوروز په ورځ دمیلی لپاره جمع سول،بيا مسلمان وویل چي دايې ښه رسم ایښي دی یادا ښه قانون دی پر دې خبره د مسلمان دکفر خطر دی .([13])

۶:مسئله: امام ابو جعفر کبیر رح فرمائی که یو مسلمان پنځوس کاله عبادت وکړی لیکن کله چی دنوروز ورځ  راسی یو کافرته یوه هګی ورکړی ددی ورځی دتعظیم په نیت داسړی کافر سو او عمل يې برباد سو .([14])

7: مسئله: كه يو څوك د نوروز په ورځ يو داسي شی رانيسي چي بل وخت يې هغه شی نه رانيوی او دا د دې لپاره چي دا شی به پر مجوسو خرڅ كړي، نو كه په دې سره يې د نوروز د ورځي تعظيم مقصد وي، فقهاء كرامو رحمهم الله تعالی دا عمل كفر بللی دی. ([15])

8: مسئله: شيخ العرب حضرت عبد الله ابن عمر رضی الله عنه فرمايي چي څوك د مجوسو په ډول نوروز ولمانځي او بيا بېله توبې مړ سي، نو حشر به يې له مجوسو سره وي او   په نوروز كي له مجوسو سره موافقت كول له دوی سره په كفر كي موافقت دی. ([16])

خلاصه د كلام

له مخكني تفصيل څخه معلومه سوه چي د نوروز د ورځي لمانځنه او يا په يوه نوع تعظيم ورته كول په اسلام كي سخت ممنوع او د مسلمان د ايمان زيان دی خو له بده مرغه زموږ په وطن كي دا بلا دومره عامه ده چي عوام دوكانونه بندوي ، د اختر د ورځي په ډول نوي كالي اغوندي، يو بل ته د نوروز د ورځي تحفې (په نامه د هفت ميوې) او مباركۍ پيشوي او ځای په ځای د نوروز ميلې جوړوي، چون نهي عن المنكر د هر مسلمان فريضه ده، لهذا د علماء كرامو، نورو باأثره او عامو ديندارانو وجيبه ده چي د عام ملت رهنمائي وكړي او تر كومه حده چي يې وس رسيږي بايد د دې خطرناكي گناه مخ نوی وكړي او له حرمت څخه يې قوم او ملت خبر كړي وإلا د الهي عذاب سره به مخ سو.

ومن الله التوفيق

[1] : قال المفسرون: امرالله تعالی بمخالفة اهوائهم لان موافقتهم فی بعض الاهواء قد تکون ذریعة الی موافقتهم فی العقیدة فان من حام حول الحمی اوشک ان یواقعه .

[2] : وعن مجاهد رحمه الله قال : المراد بالزور اعیاد المشرکین  (الدرمنثور ج۶ ص۸۰ )

[3] : قال الملا علی  القاری رح : ای من شبه نفسه بالکفار مثلا فی اللباس وغیره  او بالفساق او بالفجار او باهل التصوف والصلحاء الابرار (فهو منهم ) ای فی الاثم والخیر : قال الطیبی: هذا  عام فی الخَلق والخُلُق والشعار ولما کان الشعار اظهر فی الشبه  ذکر  فی هذا الباب قلت : بل  الشعار هو المراد بالتشبه لا غیر فان الخلق الصوری لایتصور فیه التشبه  والخلق المعنوی لایقال فیه التشبه بل هو التخلق  هذا وقد حکی حکایة غریبة  لطیفة  عجیبة وهی: انه لما اغرق الله سبحانه فرعون وآله لم یغرق مسخرته الذی کان یحاکی سید نا موسی علیه  السلام فی لبسه  وکلامه ومقالاته فیضحك فرعون وقومه من حرکاته  وسکناته ، فتضرع موسی الی ربه يارب هذا کان یوذینی اکثر من بقیة آل فرعون، فقال الرب تعالی : ما اغرقناه فانه کان لابساً مثل لباسک والحبیب لایعذب من کان علی صورة الحبیب ، فانظر من کان متشبهاً باهل  الحق علی قصد الباطل حصل لهُ نجاة صوریة، وربما ادت الی النجاة المعنویة فکیف بمن یتشبه بانبیائه  واولیائه علی قصد التشرف والتعظیم.

دا هم ولولئ  د مسکو په ننني غونډه کې د اسلامي امارت د لوستل شوې بیانيې متن

مرقاة المفاتیح   ج۸ ص۲۲۲ ط رشیدیة کویټه

[4] : وعن جابر عن النبي صلی الله عليه وسلم حين اتاه عمر فقال انا نسمع احاديث من يهودٍ تعجبنا افتری ان نكتب بعضها فقال امتهوكون انتم كما تهوكت اليهود والنصاری لقد جئتكم بها بيضاء نقية ولو كان موسی حيا ما وسعه الا اتباعي. (رواه احمد والبيهقي في شعب الايمان.)

[5] : وعن ثابت بن ضحاک قال نذر رجل علی عهد رسول الله صلی الله علیه وسلم ان ینحر ابلاً ببوانة فاتی النبی صلی الله علیه وسلم فقال : انی نذرت ان انحر  ابلاً ببوانة فقال النبی صلی الله علیه وسلم هل کان  فیها وثن من اوثان  الجاهلیة یُعبَد؟ قالوا : لا قال فهل کان فیها عید من اعیاد هم؟ قالوا لا .فقال النبی صلی الله علیه وسلم اوف بنذرک فانه لاوفاء لنذر فی معصیة الله ولا فیمالا یملک ابن ادم .( رواه ابوداؤد) 

[6] : قال المفسرون: امرالله تعالی بمخالفة اهوائهم لان موافقتهم فی بعض الاهواء قد تکون ذریعة الی موافقتهم فی العقیدة فان من حام حول الحمی اوشک ان یواقعه .

[7]  ولاترکنوا الی الذین ظلموا فتمسکم النار )الاية. (هود113)

[8] : و عن انس بن مالک رضی الله عنه قال : قدم رسول الله صلی الله علیه وسلم المدینة ولهم یومان یلعبون فیهما فقال : ما هذان  الیومان ؟ قالوا کنا نلعب فیهما فی الجاهلیة . فقال رسول الله صلی الله علیه سلم ان الله قد ابدلکم بهما خیراً منهما : یوم الاضحی ویوم الفطر( رواه ابودا‌ؤد واحمد)

[9] : وقال الامام فخرالدین قاضی خان الاوزجندی رح: رجل اشتری یوم النیروز شیئاً لم یشتریه فی غیر ذالک الیوم  ان اراد به تعظیم ذالک الیوم کما یعظمه الکفرة یکون کفراً وان فعل ذالک لاجل السرف والتنعم لا لتعظیم  الیوم  لایکون  کفراً وان اهدی یوم النیروز الی انسان  شیئاً ولم یردبه تعظیم الیوم وانما فعل ذالک علی عادة الناس لایکون کفراً ، وینبغی ان لایفعل فی هذا الیوم مالایفعله قبل ذالک الیوم ولابعده وان یحترز عن التشبه بالکفرة. فتاوی قاضیخان ج ۳ ص ۵۱۹ وقال ابن نجيم رحمه الله تعالی وقال صاحب الجامع الاصغر: اذا اهدی يوم النيروز الی مسلم آخر ولم يرد به تعظيم اليوم ولكن علی ما اعتاده بعض الناس لا يكفر ولكن ينبغي له ان لا يفعل ذلك في ذلك اليوم خاصة ويفعله قبله او بعده لكيلا يكون تشبيهاً باولئك القوم وقد قال رسو الله صلی الله عليه وسلم (من تشبه بقوم فهو منهم) البحر الرائق ج9 ص 361 كتاب الخنثی مسائل شتی

[10] : وقال الامام عالم بن علاء الهند ی رحمه الله : الخروج الی نیروز المجوس والموافقة معهم فیما یفعلون فی ذالک الیوم من المسلمین یوجب الکفر ….

التاتارخانیه ج۷ ص۳۴۷ ط رشیدیه کتاب احکام المرتدین

وقال الملا علي القاری الهروی رحمه الله: ومن خرج الی السدة: ای الی مجتمع اهل الکفرة فی یوم النیروز کفر رح فقه الاکبر فصل فی الکفر صریحاً وکنایةً ص۱۸۶ ط قديمی)

[11] : ویکره صوم یوم السبت بانفراده لانهُ تشبه بالیهود وکذا صوم النیروز والمهرجان لانهُ تشبه بالمجوس.

(بدائع الصنائع ج۴ ص۱۵۵)

ویکره صوم یوم النیروز والمهرجان لان فیه تعظیم ایام نهینا عن تعظیمها–(تبين الحقائق شرح کنز الدقائق باب  یفسد الصوم ج ۴ ص ۱۲۸  کذا فی فتح القدیر باب مایوجب القضاء والکفارة ج۴ ص۳۷۵ )

[12] : وقال الحصکفی رحمه الله : (والاعطا‌ء باسم النیروز والمهرجان لایجوز ) ای الهدایا باسم  هذین الیومین حرام (وان قصد تعظيمه) کما یعظمه المشرکون (یکفر) ردالمحتار ج۱۰ ص۵۲۱ کتاب الخنثی ط حنفیه  تبین الحقائق شرح کنز الدقائق ج۳ ص۳۸۰ باب مسائل الشتی

وقال ابن نجیم رحمه الله : (والاعطاء باسم النیروز والمهرجان لایجوز ) ای الهدایا باسم هذین الیومین حرام بل کفر. البحرالرائق ج۹ ص۳۶۱ کتاب الخنثی مسائل شتی

[13] : وقال الامام عالم بن علاء الهندي اجتمع المجوس یوم  النیروز فقال مسلم. خوب رسمی نهاده اند ، او قال نیک آئین نهاده اند یخاف علیه الکفر . (التاتارخانیه ج۷ ص۳۴۷ ط رشیدیه کتاب احکام المرتدین)

[14] : وعن الامام ابی جعفر الکبیر رحمه الله اذا عبد الرجل خمسین سنة ثم جا‌‌ءیوم النیروز واهدی الی بعض المشرکین بیضة یریدبه تعظیم یوم النیروز فقد کفر بالله وحبط علمه .فتاوی قاضیخان ج ۳ ص ۵۱۹  البحرائق ج۹ ص۳۶۱ کتاب الخنثی مسائل شتی ، ردالمحتار ج۱۰ ص۵۲۱ کتاب الخنثی ط حنفیه – تبین الحقائق شرح کنز الدقائق ج۳ ص۳۸۰ باب مسائل الشتی 

[15] وقال ابن نجيم رحمه الله تعالی: و قال فی الجامع الاصغر: رجل اشتری یوم النیروز شیئاً یشتریه الکفرة منه وهو لم یکن یشتریه قبل ذلک ان ارادبه تعظیم ذلك الیوم کما يعظمه المشرکون کفر وان اراد الاکل والشرب والتنعم لایکفر .البحرالرائق ج۹ ص۳۶۱ کتاب الخنثی مسائل شتی

[16]  من مر ببلاد الاعاجم فصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشبه بهم حتی يموت وهو كذلك حشر معهم يوم القيامة ولان الاعياد من جملة الشرع ولمناهج والمناسك التي قال الله سبحانه و تعالی: (لكل امة جعلنا منسكاً هم ناسكوه) كالقبلة والصلاة والصيام فلا فرق بين مشاركتهم في العيد وبين مسشاركتهم في ساﺉر المناهج فان الموافقة في جميع العيد موافقة في الكفر والموافقة في بعض فروعه موافقة في بعض شعب الكفر. (الموسوعة الفقهية الكويتيه ج 7 ص12)

مفتي محمود الذاكري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب