د نوروز په هکله څه مفصل معلومات

 

نوروز له تاريخي پلوه

نوروز د افغانانو، ايرانيانو، د منځنۍ آسيا د خلکو او ځينو نوروولسونو له لرغونو جشنونو څخه دى، چي هر کال د وري، (حمل يا فروردين) په لومړۍ ورځ چي د مارچ د ٢١مي سره سمون خوري لمانځل کيږي.

د نوروز په هکله په تاريخونو کي ډول ډول څرګندوني سوي دي. هغه چي صحت ته نژرې ښکاري دادي چي زموږ د هيواد، يعني لرغوني آريانا د بلخ د ”پارا داتا“ يا ”پيشدادي“ واکمنو د لړۍ لومړنى واکمن او د دې لړۍ بنسټ ايښوونکي ”يما“ نومى پاچا کوم چي جم او جمشيد هم ورته وايي په دغه ورځ د واک پر پلاز (د پاچهۍ پر تخت) کښېنوست. هغه يو عادل، مهذب او د روحانيت منونکى او پلوى او
د ودانۍ او کرکيلې مينه وال پاچاوو. ژبپوهان او تاريخپوهان وايي چي ”پارا داتا“ يا ”پيشداديان“ داسي کلمې دي چي د عدل، داد او نياو معنا ور کوي. له دې امله د لوغوني افغانستان د واکمنو دغه لومړنۍ لړۍ په دغو نومونو نومانده سوې ده. ”يما“ لومړنى پاچاوو چي زموږ په هيواد کي يې د لومړى ځل لپاره د کرني آرونه او اصول دود کړل او د کال لومړۍ ورځ يې کار او زيار ته د بزګرو د هڅوني لپاره د”نوروز“ په نامه د ملي جشن ورځ وټاکل.

که موږ په دې هکله زموږ دري اربيات مطالعه کړو. زموږ د څلورمي او پنځمي سپوږميزي پېړۍ شاعرانو او ليکوالانو، لکه فردوسي، منوچهري، عنصري، بيروني، ابن جرير طبري، مسعودي، مسکويه، ګرديزي او ډېرو نورو نوروز د همدغه پاچا لخوا رامنځته سوى جشن ګڼي، د بېلګې په توګه د فردوسي دې څو بيتونو ته پام وکړئ:

جهان انجمن شد بِرِ تخـــــت اوى فرو مانده از فّـرۀ بخـــــــت اوى
به جمشيد بر ،گـــــــوهـر افشاندند مر آن روز را، روز نــو خواندند
سر ســـــال نو ، هُــرمُز فــرودين برآســـــود از رنج تـن، دل زکين
به نـــوروز نو ، شاه گيتى فروز بر آن تخت بنشـست پيروز روز
بــزرگان به شـــــادى بيــاراستند مى و رود و رامشگران خواستند
چنـــين جشــن فـرُخ از آن روزگار بمانــده از آن خســــــرو يــــاد گار

پر دې سر بېره په ځينو عربي مأخذونو کي وايي : څنګه چي د دغه پاچا په وختو کي صحيح دين بدلون موندلى وو او خلک ځني اوښتي وه نو دغه مهال حضرت هود عليه السلام د پيغمبر په توګه وپاڅول سو او يما د هغه په بلنه بدل سوى دين بيرته سم او تجديد کړ او عدل او انصاف يې خپور کړ. خو کله چي اووه سوه کلن سو له سمي لاري واووښت، د ځان مجسمې يې جوړي کړې او د لمانځلو لپاره يې تر خپلي ولکې لاندي هيوادونو ته ولېږلې. چي بيا عامو خلکو د ده د مجسمو عبادت پيل کړ. بالاخره د يمن د عمالقه واکمنو څخه يوه پاچا ” ضحاک علواني “ بريد پر وکړ او ويې واژه.

د نوروز د لمانځلو سوابق :

لکه چي څرګنديږي تر يما وروسته واکمنو، پوهانو او عاموخلکود دغه جشن لمانځلو ته پرله پسې، خو په ډول ډول بڼو او د مهالونو په تقاضا په بدلونونو سره پر افغانستان سربېره په ډېرو بېلو بېلو سيمو کي ادامه ورکړې ده.

جاحظ  (په ۲۵۵ س. مړ) او نور وايي چي په تاريخي افغانستان( خراسان ) او د هغه شاوخوا سيمو کي د اسلام تر خپرېدو وروسته د نوروز جشن په بغداد او د خلفاوو په دربارونو کي په پرتمينو تشريفاتو سره جوړېېدى. د ديلميانو، غزنويانو او سلجوقيانو په دربارونو کي هم په پرتمينتوب تر سره کېدى. ان وايي چي په هند کي اکبرپاچا په ٢٥٨٤ع.کال د نوروز جشن ولمانځى او هندى تاريخ يې په لمريز تاريخ واړاوه.

د نوروز د جشن د مودې په هکله تاريخ پوهان بېلي بېلي څرګندوني کوي او په دې هکله په يوه خوله نه دي. ابوريحان البيروني ليکي :  تر جمشيد (يما) وروسته د نوروز جشن يوه مياشت وو. پاچهانو د وري د مياشتي ټولي ورځي په اخترونو تېرولې. دغه اخترونه يې پر شپږو برخو وېشلي وه. لومړۍ پنځه ورځي يې پاچهانو ته ځانګړي کړي وې. پنځه ورځي يې اشرافو ته، پنځه ورځي يې د دربار خادمانو او کارکوونکو ته، پنځه ورځي يې درباريانوته، پنځه ورځي يې عامو خلکو ته او وروستۍ پنځه ورځي يې بزګرانو ته ځانګړي کړي وې.

خو داسي ښکاري چي دغه جشنونه وروسته شپږو ورځو ته رالنډ سوي وي. ځکه له ډېرو منابعو څخه څرګنديږي چي واکمنو به د نوي کال د وري له لومړۍ ورځي څخه دوه جشنونه جوړول چي يوه ته يې ”نوروز عامه“ وايه چي پنځه ورځي به وو او بل ته يې ” نوروز خاصه “ وايه چي يوه ورځ وو. په لومړي جشن کي به واکمنو عام دربار جوړاوه او د وګړو غوښتني به يې تر سره کولې. خو په خاصه يا ستر نوروز کي به پاچا خپل خاص درباريان وربلل او په عيش او عشرت به يې تېراوه.

تاجک عالم صدرالدين عيني په تاجکستان او بخارا(ازبکستان) کي د نوروز د جشن د لمانځلو په هکله ليکي: تاجيکان د وري په مياشت کي د سمسورتيا او ښکلي هوا په ليدو سره پر خوځښت را ځي او له دې امله وايي: ” حمل، همه چيز در عمل “.  دغه راز په بخارا کي نوروز د ټولو فارسي ژبو ملي اختر باله سي او ډېر درناوى يې کوي. ان ديني ملايانو هم دغه اختر چي اسلامي نه، بلکي يو ملي دود دى هم نه دى پرې ايښى. هغه ته يې اسلامي رنګ ورکړى، د قرآن له آيتونو څخه اووه سلامه ليکي، د اوبو په يوه ځانګړي لوښي کي يې لندوي او دغه اوبه چيښي.

په نورو سيمو کي د نوروز لمانځل:

نوروز په کردستان او يونان کي هم په بېلو بڼو لمانځل کيږي، د مصر قبطيان يې هم د ”عيد شم النسيم“ ( د وږمو د بوى د جشن) يا د ”عيد الشهداء“ ( د شهيداانو د جشن) په نامه د هغي مياشتي له شپږمي څخه  چي دوى ” حزيران “ ور ته وايي او د جون د مياشتي سره سمون خوري، د شپږو ورځو لپاره لمانځي. (وايي چي دوى ته دغه جشن له فرعونانو څخه په ميراث پاته سوى دى).  د بهائي مذهب پيروان هم نوروز لمانځي. دوى چي (١٩) ورځي روژه ونيسي د آذارپر ٢١مه چي د مارچ د ٢١مي سره سمون خوري اختر کوي. دغسي دغه جشن نور ډېر ولسونه هم په بېلو بېلو نومونو او ډولونو لمانځي چي پر ټولو باندي خبري کول د دې مقالې له حوصلې څخه بهر خبره ده.

پخوا نوروز د کال په کومه ورځ لمانځل کېدى؟

نوروز په پخوا وختونو کي د پسرلي په لومړيو کي نه لمانځل کېدى؛ بلکي د کال په بېلو بېلو فصلونو کي به واقع کېدى، چي کله په پسرلي، کله په دوبي او کله په ژمي کي راتلى. تاريخونه وايي چي په ٢٩٢سپوږميز کال شپاړسم عباسي خليفه المعتضد لارښوونه وکړه چي د نوروز ورځ دي د حزيران ( چي د جون د مياشتي سره سمون خوري) پر يوولسمه وټاکل سي. چي بيا دغي ورځي په « معتضدی نوروز» شهرت وموند. چي بيا هم د کال لومړى ورځ (نوروز) په مختلفو فصلونو کي راتله او د وري د مياشتي په لومړۍ ورځ کوم چي د پسرلي پيل دى نه راتله.  دغه راز دغه خليفه فرمان صادرکړ چي د نوروز په شپه دي د اورونو لګول منع سي. ابن تغري بردي ( په ٨٧٤س،کال مړ) په النجوم الزاهرة کي دغه اقدام د المعتضد په ښو کارونو کي شمېري. بيا په ٤٦٧ يا ٤٧١سپوږميز کال چي نوروز د کب د مياشتي په دوولسمه وو، جلال الدين ملکشاه سلجوقي حکيم عمر خيام، خواجه عبدالرحمن خازني او څو نورو منجمينو ته دنده وسپارل چي جلالي تقويم تنظيم کړي. هغو د لمريز کال په هکله دقيقي څېړني وکړې، نوى تقويم يې جوړ کړ او د نوروز ورځ يې د وري لومړۍ ورځ وټاکل. چي له دغه مهاله نوروز په رسمي توګه د کال په همدغه لومړۍ ورځ وټاکل سو.

د اسلام له نظره د نوروز لمانځل:

تر کومه ځايه چي ماته معلومه سوې ده له اسلامي عالمانو څخه د شيعه مذهب پيروان د دغي ورځي لمانځل روا بولي. خو سني عالمان د دغي ورځي لمانځل جايز نه ګڼـي.

د شيعه ډلي دلايل:

يو شيعه عالم په دې اړه داسي دلايل لري: يو نړيوال دين د ولسونو د ملي آدابو او سننو سره څنګه کړنه کوي؟ آيا هغه ټوله له منځه وړي او پخپله نوي آداب او رسوم رامنځته کوي؟ او که يې تاييدوي او په خوا کي يې نيسي؟  او يا له هغو څخه ځيني غوره کوي؟  لومړى بايد وپوهيږو چي هغه دين بشپړ نه دى چي ټوله څه پر خپله غاړه واخلي او د ټولو انساني استعدادونو او ټولو مدني بنسټولو پر ځاى کښيني؛ بلکي بشپړ دين هغه دى چي دې ټولو ته پر خپل ځاى پرېښوولو سره هغه سم او کره کړي او د سمون خواته په کلي توګه لورى ورکړي. خو کوم څه چي د فردي ځواکونو او ډله ييزو ادارو په وس کي نه وي، پر خپله غاړه اخلي. چي دا خبري ژوره فلسفه لري. نو که له دې لوري ديني منابعو او مصادروته وګورو، وينو چي د دين غوښتنه د ملي او ولسي دودونو له منځته وړل نه، بلکي موخه يې داده چي دې دودونو او سننو ته عالي او غوره لورى ورکړي. البته دين هغه څه چي د انسان له فطرت سره مغايرت لري له منځه وړي. لکه چي موږ پوهيږوقرآن کريم د حرامو مياشتو حرمت او درناوى چي يو جاهلي دود وو خوندي کړ: فإذا انسلخ الأشهر الحُرم فاقتلوا المشركين.  [التوبه:٥] ( بيا کله چي حرامي مياشتي تېري سي مشرکان ووژنئ ). يا أيها الذين آمنوا! لاتحلّوا شعائر اللّه ولا الشهر الحرام. [المائده:٢] ( اى مومنانو! د لوى څښتن د شعايروبې حرمتي مه کوئ او مه له حرامو مياشتو کومه يوه حلالوئ). حضرت پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: مَنْ سَنَّ سُنَةً حَسَنَةً عُمِلَ بِها مِنْ بَعْدِهِ، كانَ لَهُ أجُرهُ وَ مِثْلُ اُجورهِم مِنْ غَيْرِ أنْ يَنْقُصَ مِنْ اُجورِهِمْ شَيْئاً وَمَنْ سَنَّ سُنَّةً سَيِئَةً فَعُمِلَ بِها بَعْدَهُ، كانَ عَلَيْهِ وِزْرهُ وَ مِثْلُ أوزارِهِمْ مِنْ غَيرِ أنْ يَنْقُصَ مِنْ أوزارِهِمْ شَيْئا. كنزالعمّال، ج‏۱۵، ص‏۷۸٫ (څوک چي د يوه غوره دود بنسټ کښېږدي او عمل په وسي، د ده د عمل ثواب د نورو عمل کوونکو د اعمالو د ثواب په اندازه ورکول کيږي. بېله دې چي د نورو عمل کوونکو له ثوابه څه کم سي. او څوک چي د يوه بد دود بنسټ کښېږدي او په هغه عمل وسي د خپل عمل او د نورو د عملونو وبال د هغه پر غاړه دى. بېله دې چي د نورو له وباله څه کم سي.

دغه راز موږ تر اسلام د مخه ( د جاهلي دور ) د دودونو ځيني داسي بېلګې وينو چي اسلام تاييد کړي دي. لکه ديت چي د جاهليت په زمانه کي سل اوښان وه. د اسلام پيغمبر صلی الله علیه وسلم هغه تاييد کړ.بل هم رسول(ص) په ٢٥کلنۍ په «حِلفُ الفضول» کي ګډون کړى وو او وروسته يې په هغه افتخار کاوه او فرمايل يې: (که بيا هم دغه تړون ته وبلل سم قبلوم يې). تاريخ سياسى اسلام، ج‏۱، ص‏۷۲

دغه او داسي ډېر نور شواهد ښيي چي د اسلام مبارک دين د ولسونو د ټولو دودو نو د له منځه وړلو توصيه نه کوي؛ بلکي هغه دودونه چي خير او ښېګڼه پکښي نغښتې وي يا کومه ناسمه او مفسده نه ځني رامنځته کيږي مني او له دې وو پرته نور ناوړه دودونه له منځه وړي.

داوې د شيعه عالمانو د يوه تن خبري چي موږ په لنډيز سره وړاندي کړې. په دې ډول هغه ليکي څنګه چي نوروز د ډېرو ولسونو سم دود دى نو د بد ګڼلو او منع کولو مورد نه لري. ځکه چي خلک اصل نوروز ته د باطلو اديانو د يوې نخښي په توګه درناوى نه کوي؛ بلکي د هغه ولسي او سيمه ييز رنګ او بوى ته ګوري. هو! که په هغه کي کومه ناوړه چاره يا ځيني خرافات تر سره کيږي بايد ځني ايسته سي.

تر دې وروسته دغه عالم د نوروز د لمانځني د روايښت په هکله حضرت علي کرم الله وجهه او د اهل تشيع امامنو ته ځيني منسوب روايتونه نقلوي. چي اهل سنتو ته د اسنادو د ضعفونو، تناقضونو،د واقعيتونو سره د سر نه خوړلو او داسي نورو له امله د منلو وړ نه دي. ان دغه روايتونه ځينو شيعه عالمانو هم د منلو وړ نه دي بللي. خو دغه عالم په خپل وار ليکي :

١. هغه روايتونه چي د نوروز په مخالفت کي وارد سوي دي په هيڅ توګه د تاييد او اعتبار وړ نه دي.

٢. د نوروز سره په موافقو روايتونو کي د شواهدو او قراينو له مخي کېداى سي چي وويل سي چي نوروز د تاييد وړ دى که څه هم په دغو روايتونو کي هغه ځانګړني چي بايد واى نسته.

وګورئ: http://www.pasokhgoo.ir/node/24611 مرکز ملى پاسخ گويى به سوالات دينى.

 

 د سني علماوو دلايل:

(الف) د کفارو د اخترونو په هکله :

دلته بايد تر هر څه د مخه يادونه وکړو چي نن مهال چي زموږ د لوى څښتن، زموږ د وطن او زموږ د مسلمانو وروڼو دښمنان؛ لکه يهود، هنود، عېسويان او نور کفار او ملحدين کوم اخترونه او جشنونه لمانځي په هغو کي د مسلمانانو ګډون په هيڅ ډول نه دى روا. د دوى اخترونه يا دوى رامنځته کړي دي يا د اسلام په دين منسوخ سوي دي. د ټولو اسلامي عالمانو پر دې اجماع ده چي په دغسي اخترونو کي ګډون د هغو په مشاعرو کي ګډون او د خداى د دښمنانو سره ورته والى او مشابهت دى او د هغو د منلو او موافقت معنا ورکوي چي کېداى سي العياذ بالله کفر ته مفضي سي او د لوى څښتن د سخت قهر او عقاب لامل سي. په دغو مناسبتونو خوشالي کول، مبارکۍ ورکول، سوغاتونه اخيستل يا ورکول او په مېلمستياوو کي ګډون کول او خواړه خوړل او پر دغو چارو باندي مرسته او کومک هيڅ جواز نه لري. موږ هر څوک چي يو او په هر مورد کي چي وي بايد د يوه باشخصيته مسلمان، افغان په توګه د لوى څښتن د شريعت سره سم څرګند سو او د هر چا په اختر او د فسق او فحشا په محفلونوکي، د هرچا ډول ته ونه رخصيږو او غوړمالي ورته ونه کړو. تاسي پوهېږئ چي د کفارو په دغسي اخترونو کي شراب خوړل کيږي، ښځي او نر ګډ ډانسونه اونڅاوي پکښي کوي او سازونه او نورمنکرات پکښي تر سره کيږي.

( ب ) د نوروز په هکله :

د نوروز په هکله لومړى د نظامي ګنجه يي لاندې بيتونه ولولئ څو پوه سئ چي دا به څنګه اختر وو:

دگر عادت آن بود کاتــــش پرست همه ساله با نوعروســـان نشست
بنوروز جمـشـــــيد و جشـن ســده کـه نو گشــــــــــتى آئيـن آتـشکـده
زهر سو عـروســان ناديـده شوى زخـانه بـرون تا ختنــــدى بکـوى
رخ آراســـــته ، دستـهـا پر نـگـار بشــــــــا دى دويدنـدى از هر کنار
مُـغـانه مى لعـل بـــــــــــر داشــته بيـاد مُغـان ، گـــــــردن افــراشته
زبرزين دهقـــان و افسـون زنـد بـر آورده دودى بـچــــــــرخ بلـند
همه کارشان، شـــوخى و دلـبرى گه افسانه گوئى،گه افســونگرى
فروهشته گيسو، شـکن در شکن يکى پايکوب و يکـــى دست زن
چو سروسهى دستــه گل بـدست سهى سـرو زيبـــا بُودگل پرسـت
سر سال ، کـــــــز گنـبد تيــز رو شمـار جهـان را شــــدى روز نو
يکى روزشان بود،ازکوى وکاخ بکــــــام دل خويش ، ميدان فراخ
جــــــــدا هر يکى بزمى آراستى و زآنـجا بسى فتـنه بــر خاستى

اوس پام وکړئ د نوروز په هکله شرعي احکامو ته :

  1. اسلامي علما وايي چي مسلمانان خپل ځانګړي اخترونه لري، چي لوى اختر، کوچنى اختر او د جمعو ورځي دي. له دغو پرته د نورو محدثه او مبتدعه اخترونو لمانځل او غونډي او محفلونه پر جوړول روايښت نه لري. لوى څښتن فرمايي : وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا[الفرقان :۷۲]

ژباړه: ( او د رحمان بنده ګان هغه دي ) چي د درواغو شاهدي نه وايي او که پر کومه بابېزه چاره ورسي نو د شريفو انسانانو غوندي ورڅخه تېريږي.

يوشمېرعلما او مفسرين وايي چي د (لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ) څخه مطلب دادى د رحمان بنده ګان هغه دي چي د مشرکينو په اخترونواومېلو، د درواغواو فسق او فساد او لهو لعب په مجلسونو او په بې ځايه جاهلانه رسومواو افعالو کي ګډون نه کوي.

  1. عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ : قدم النبى(ص) المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما، فقال: «ما هذا اليومان؟». فقالوا: «كنّا نلعب فيهما فى الجاهلية. فقال: قد أبدلكم اللّه تعالى بهما خيراً منهما: يوم الأضحى و يوم الفطر».

ژباړه:  حضرت انس (رض) وويل: رسوالله (ص) چي له مکې مکرمې څخه د هجرت پر مهال مدينې منورې ته ورسېدى، د مدينې خلکو دوه اختره درلوده چي په هغو کي يې ساعت تېري او لوبي کولې. رسول (ص) وفرمايل: « دغه کومي ورځي دي؟ ». ورته ويې ويل: دا هغه ورځي دي چي موږ د جاهليت په وخت کي لوبي پکښي کولې. هغه وفرمايل: « لوى څښتن د دې ورځو په بدل کي تاسي ته تر دې ښې ورځي در کړي دي چي يوه د لوى اختر ورځ ده او بله د کوچني اختر ورځ ده».أبوداود (۱۱۳۴) حديث اونسائي (۱۵۵۶) حديث. د يادوني وړ ده چي دغه حديث علامه الباني په السلسلة الاحاديث الصحيحة کي تر (۲۰۲۱) لمبر لاندي صحيح بللى دى.

که څه هم په پورته حديث کي دغه ورځي په نومونو نه دي ښوول سوي، خو ستروعلماوو، لکه حضرت ملاعلي قاري رحمه الله او نورو ويلي دي چي دغه ورځي نوروز او مهرګان وې.

په هر صورت دغه ورځي (د جاهليت اخترونه) د رسول صلی الله عليه وسلم  په وينا په قطعي توګه او د تل لپاره لغو سوي او رد سوي دي. البته که د رسول صلی الله عليه وسلم  لخوا د هغو لمانځل نه واى منع سوي، نو خامخا به پر خپل حال پاته واى. خو لکه چي څرګنده ده دغه اخترونه نه بيا د رسول صلی الله عليه وسلم په وختو کي لمانځل سوي دي، نه د راشده خلفاوو او نه د تابعينو په وختو کي.  پر دې بنسټ ديني عالمانو د نوروز جشن جاهلي او د مجوسو ( اور پالو) جشن بللى دى او څوک چي هغه لمانځي د مجوسو سره مشابه ګڼل کيږي او تاسي پوهېږئ چي رسول صلی الله عليه وسلم د کفارو سره د مسلمان ورته والى او مشابهت په کلکه غندلى اومنع کړى دى.

امام ذهبي رحمه الله په “التمسك بالسنن والتحذير من البدع” رساله کي ويلي دي: د ميلادي کال، خميس او نوروز جشنونو په لمانځلو کي د اهل ذمه وو سره ورته والى او ډېر ناوړه بدعت دى. که يې کوم مسلمان د تدين له مخي ولمانځي نو دا جهالت دى بايد سرزنش او وپوهول سي. که يې د اهل ذمه وو د دوستۍ او د هغو په اخترونو کي د خوشالۍ له مخي لمانځي دا هم ناوړه کار دى. او که يې د ځان، کورنۍ او کوچنيانو د ساعت تېري لپاره لمانځي دا هم سم کار نه دى.

  1. بيهقي په صحيحو اسنادو د مشرکينو د اختر په ورځو کي د هغو کليساووته د ننوتلو او د دوى د نوروز په لمانځلو کي د ګډون د کراهيت او بد ګڼلو په باب له عطاء بن دينار څخه د حضرت عمر (رض) دا قول روايت کړى دى چي فرمايي: لا تعلموا رطانة الأعاجم ، ولا تدخلوا على المشركين في كنائسهم يوم عيدهم فإن السخط يتنزل عليهم .

ژباړه : تاسي د عجمو ژبي مه زده کوئ او د مشرکينو د اختر په ورځ د هغو کليساګانو ته مه ننوزئ، ځکه چي پر دوى د خداى قهر نازليږي.

نو چي حضرت عمر(رض) وايي چي د مشرکينو د اختر په ورځ د هغو کليساوو ته مه داخلېږئ، د هغو د اختر لمانځل به څنګه وي.

  1. حضرت عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وايي: من مر ببلاد الأعاجم فصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشبه بهم حتى يموت وهو كذلك ، حشر معهم يوم القيامة.

ژباړه: څوک چي د عجمو ښارونو ته ولاړ سي او نوروز او مهرګان اخترونه يې ولمانځي او هغو ته ورته سي او د مړيني تر وخته دغسي وي، د قيامت په ورځ به د هغو سره را پاڅي. مصنف عبد الرزاق (۹۰۶۱) حديث  اوالسنن الكبرى للبيهقي (۹/۴۳۲) حديث. ابن تيمية د الاقتضاء نومي کتاب په(۱/۷۵۴) مخ کي دغه حديث صحيح بللى دى.

امام بخاري رحمه الله په تاريخ الکبير کي راوړي چي ايوب بن ديناروايي چي : حضرت علي د نوروز هديه نه منل.

په يوه بل روايت کي راغلي دي چي يو سړى حضرت علي بن ابي طالب رضي الله عنه ته ورغى او ورته ويې ويل: اى أمير المؤمنينه دا سوغات دى. هغه ورته وويل د څه شي سوغات دى؟  ورته ويې ويل : نن د نوروز ورځ ده. حضرت علي وفرمايل : فاصنعوا كل يوم فيروزا ، (بالفاء) څنګه چي حضرت علي د مشرکينو سره ان په نامه کي په ورته والي نه وو خوښ، نو د نوروز نامه ته يې بدلون ورکړ او فيروز يې کړ، څو مشابهت او مشارکت له منځه ولاړ سي او نوروز يوه داسي عادي ورځ سي چي هيڅ ونه لمانځل سي. أخرجه البيهقي في السنن الكبرى (۹/۵۳۲).

دغه راز د امام ابو حنيفه رحمه الله لمسي اسماعيل بن حماد ویلی دي چی د امام ابوحنیفه رحمه الله نیکه د نوروز په ورځ حضرت علی کرم الله وجهه ته ( د هغې ورځې له دود سره سم ) فالوده وړاندې کړېوه او حضرت علی کرم الله وجهه هغه ته په مننې سره ویلی وه چی : زموږ هره ورځ نوروز دى. يعني دغه نوروز څه ارزښت او اعتبار نه لري.

  1. د اهل سنتو ټول علما اوفقها پردې په يوه خوله دي چي د کفارو سره مشابهت او د هغو په اخترونو؛ لکه نوروز او نورو کي ګډون حرام او ډېر ستر معصيت دى. ان ځيني تر دې لا ورتېريږي. لکه چي له حنفيانو څخه أبو حفص الکبير رحمه الله وايي: څوک چي په نوروز کوم مشرک ته يوه معمولي غوندي تحفه مثلاً يوه هګۍ د دغي ورځي د تعظيم په موخه ورکړي کافر به سي او ټول عملونه به يې حبطه سي. دغه راز قاضي ابوالمحاسن الحسن بن منصور حنفي وايي: څوک چي په نوروز داسي يو شى رانيسي چي په بله ورځ يې نه رانيوى يا په دغه ورځ چاته د دغي ورځي د تعظيم په عقيده تحفه ورکړي کافر کيږي. مرقاة المفاتيح (٣/ ٥٤٣) مخ.

خلاصه دا چي د اهل سنتو په نزد مسلمانانو ته د نوروز لمانځنه او په دغه مناسبت مېلمستيا وي او سوغاتونه منل يا ورکول جواز نه لري. والله أعلم .

 

د نوروز په ورځو يا نورو ورځو کي زيارتونو ته په مېله تلل:

د زيارت لپاره د ورځي ټاکل سربېره پر دې چي ښه کار نه دى د زيارت له آدابو څخه هم مخالفت دى. په نوروز يا د پسرلي په نورو ورځو کي د شاه آغا ، بابا صاحب يا نورو زيارتونو ته په مېله تلل ناسم کار دى. په تېره په زيارتونو کي ساز او سندري او نور منکرات هيڅ جواز نه لري. زيارت د مېلو ځاى نه، بلکي د دې ځاى دى چي زيارت کوونکى د آخرت چارو ته متوجه سي، د قبرونو له ليدلو څخه پند او عبرت واخلي او د قبرونو خاوندانو ته دعاوي وکړي.

د کال په لومړيو ورځو کي کرکيلې ته د خلکو هڅول:

د کال په لومړۍورځ يا د پسرلي په نورو ورځو کي د مراسمو په جوړولو سره د دولت لخوا خلک په تېره ځمکوال او بزګران کار او زيار ته هڅول، هغو ته د کرني په چارو کي سلاوي او مرستي ورکول او د هيواد د کرني د چارو د ښه کېدو او سمسورتيا او ودانۍ لپاره پلانونه جوړول او د پلي کولو لپاره يې هلي ځلي کول ډېر غوره کار دى. زموږ په هيواد کي د کال لومړۍ ورځ د بزګر ورځ ده او که په دغه نامه رسمي مراسم جوړ سي هيڅ حرج نسته، بلکي يو غوره چاره ده. لکه چي پوهيږو له ډېر پخوا څخه دغسي مراسم د دولت لخوا جوړيږي، د کرکيلې په هکله څرګندوني او ويناوي پکښي کيږي او لايقو او مستحقو بزګرانو او مالدارانو ته د هغو په ترځ کي انعامونه وېشل کيږي. دغه دود زموږ په هيواد کي د اعليحضرت شاه امان اﷲ غازي په دوره کي رامنځته سوى دى.

د هيواد د نامتو تاريخ پوه د اکادمېسين کانديدا ښاغلي محمد اعظم سيستاني په وينا شاه امان الله په دغه ورځ د بزګرو کالي اغوستل، ملا يې په پټو تړل د غويو د يوي رخت به يې نيوى او په يوې په يې پيل وکړ. په دې توګه به يې د کښت او کروندې او د بزګرۍ کار ته ستر ارزښت ورکاوه او بزګران به يې کرکيلې ته هڅول.

لیکوال: عبدالمالک «همت»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب