د نړیوالو اړیکو لیسانس پنځو دقیقو کې!

سمینارونه او د محصلینو نورې کیسې پرېږدئ: دا ټول چې لاندې کرښو کې يې لولې، هغه څه دي، چې پنځه کاله وروسته به دې په یاد وي.
دلته په نیو انگلېنډ کې د پسرلي وروستۍ ورځې دي. له پوهنتونونو او کالجونو د فارغېدونکو محصلینو وروستۍ ورځې هم پیلېږي. ویاړلي ميندې او پلرونه او له لانجو خلاص شوي محصلین د فراغت جشنونه نمانځي؛ خو زه اندېښنه لرم، چې د دوی ډېری به غلي له ځان سره افسوس هم کوي. ولې؟ څرگنده ده، ځکه د دوی ډېريو د نړیوالو اړیکو په ټولگیو کې بشپړه او کافي حاضري نه ده ورکړې. کمپيوټر ساینس، بیولوژي، اقتصاد، تجربي ریاضي، میخانیک انجینري… دا ټول ښه مضمونونه دي، او تاریخ، انگلیسي ادبیات، یا ټولنپوهنه کېدای شي په زړه پوري وي؛ خو دغه مضامین به تر کومه بریده د نړیوالو چارو، نړیوالتوب، بهرني سیاست او نورو مسایلو کې ښوونکي وي؟ مه وېرېږئ: زه یوه حل‌لار لرم.

څو لسیزې وړاندې، د «شنبو پلار» گیډو سارډوجچي د «پوهنتون په پنځو دقیقو کې» مفهوم رامنځ ته کړ. دا ډېره ساده لار وه: ده ژمنه وکړه، چې په پنځو دقیقو کې به ټول هغه څه درزده کړي، چې له فراغت پنځه کاله وروسته به دې په ذهن کې پاتې وي. مثلاً: اقتصاد؟ ډېر ساده: «عرضه او تقاضا». بس همدا دي. عقیده؟ «خدای تا سره مینه لري». او داسې نور. نو که ته د پوهنتون سند لرې او تا د نړیوالو اړیکو په هېڅ په زړه پورې ټولگي کې حاضري نه ده ورکړې، زه درته په پنځو دقیقو کې د نړیوالو اړیکو په څانگه کې د پوهنتون پروگرام وړاندیز لرم. دلته پنځه هغه مفاهیم درښودل کېږي، چې د نړیوالو چارو د په زړه پورې نړۍ په اړه ورته اړتیا لرې. که ته ډېر کمزوری لوستونکی نه یې، دا لیکنه باید له پنځو دقیقو ډېر وخت ونه نیسي.

اول: انارشي Anarchy

اړ نه یې چې ته یو ریالیست اوسې چې پوه شې څه شی نړیوال سیاست له کورني سیاته جلا کوي، دا د یوه مرکزي ځواک نشتون دی چې د دې دوو ترمنځ بېلتون کرښه راکاږي. قضا، محکمې او څارنوالۍ او یا هم د بیړنیو حالاتو اړیکشمېرې نه شته چې دولتونه د ستونزې پر مهال ورسره اړیکه ونیسي. (د دې کوچنۍ ستونزې په اړه له یوکراینیانو، لیبیایانو [افغانانو، فلسطینیانو او عراقیانو – ژباړن] یا د روانډا له خلکو وپوښتئ). د یوه داسې مرکزي ځواک په نشتون کې چې دولتونه له یوه او بله وساتي، زبرځواکونه اړ دي چې د ځان‌ساتنې لپاره باید خپله غمه وکړي او هر احتمالي ستونزې یا کړکېچ ته سترگې پر لار وي. دغه وضعیت د همکارۍ او یو ډول بشردوستۍ مخه نه نیسي؛ خو په دې معنا ده چې امنیت تل فوق العاده لومړیتوب لري او وېرې پر نړیوالو چارو تلپاتې سیوری غوړولی دی. انارشي ښايي د دولتونو له خوا رامنځ ته شوې وي؛ خو هغه څه چې ترې ترلاسه کېږي، ربړه او بدمرغي ده.

دویم: د ځواک انډول The Balance of Power

(د اضافي کریډیټ لپاره کولی شئ، د «گواښ انډول» هم ورزیات کړئ)

د شته انارشۍ په پام کې نیولو سره دولتونه له دې اندېښمن وي، چې څوک ډېر قوي دي، څوک ما سره برابرېږي، څوک شاته پاتېږي، او له تلپاتې کمزورۍ د خوندي کېدو لپاره هر یو کوم گامونه پورته کړي. د ځواک انډول په دې اړه ډېر څه درته وايي چې دولتونه څنگه ځواکمن متحدین په نښه کوي او دا چې د جگړې احتمال لږ که ډېر دی. د ځواک په انډول کې ستر بدلونونه معمولاً ډېر خونړي وي، دغه بدلونونه یا له دې امله رامنځ ته کېږي چې مخ پر ودې دولتونه روان وضعیت وننگوي، او یا ستر ځواکونه مخنیوي‌کوونکې جگړې پیل کړي، یا هم په ډېره ساده‌گۍ ستر بدلونونه دا ستونزمنوي چې پوه شو څوک دمگړۍ ځواکمن دی. دغه حالت د ناسمو محاسبو احتمال زیاتوي. که څه هم د ځواک انډول پر لنډې معنا لا هم ډېر بحثونه کېږي؛ خو دا چې څوک وغواړي پر نړیوالو اړیکو د ځواک له انډول پرته پوه شي، داسې ده چې له ډنډو پرته «بېس بال» لوبه وکړي.

درېیم: نسبي گټه Comparative Advantage (له سوداگرۍ لاسته راوړنې)

که مو د نړیوال اقتصاد په باب هېڅکله کوم مضمون نه وي لوستی، بیا نو اړ یاست چې د نسبي گټې پر لومړنیو مفاهیمو پوه شئ؛ ځکه همدا د ازادې سوداگرۍ لیبرال تیورۍ لامل دی. دا نظریه ډېره ساده ده: دولتونه به ډېره گټه ترلاسه کړي چې هغه څه تولید کړي چې دوی په کې یو څه نسبي گټه ولري او بیا دا توکي له هغو سره تبادله کړي چې نورو دولتونو تولید کړي او هغوی هم په کې نسبي گټه لري. ان که یو دولت د ټولو توکو په تولید کې تر ټولو نورو دولتونو مخکې وي (مثلاً په هر څه کې مطلقه گټه ولري)، هر بل دولت به بیا هم ډېره گټه ترلاسه کړي که دوی هغه توکي تولید کړي چې دوی په کې تر ټولو ډېره کاري توانايي لري. د دې استدلال منطق نه ردېدونکی دی؛ خو بیا هم دوه پېړۍ واوښتې چې ټولمنلی شو. د مارکنټالیزم (د دولتونو د سوداگریزې موازنې سیاست) جزئي رد او د لا ازادې سوداگرۍ قبلول د اوسمهالي نړیوالتوب ريښه ده او عمده دلیل چې ولې نړۍ د تېرو دوو پېړیو په پرتله ډېره نېکمرغه ده او دا ناممکنه ده چې د نړیوالې سوداگرۍ په پاموړ پراخوالي باندې پوه شو بې له دې چې د نسبي گټې پر ساده حقیقت نه یو پوه شوي.

څلورم: ناسم پوهاوی او ناسمه محاسبه Misconception and Miscalculation

زما یو هوښيار ملگری وايي کولی شو د نړیوال سیاست زیاته برخه په درېوو کلمو کې راټوله کړو: وېره، حرص او حماقت. پر دوو لومړنیو مو لا واردمخه بحث وکړ (انارشیزم او د ځواک انډول د وېرې په اړه او ازاده سوداگري د حرص سخاوتمندانه پایله ده). مگر درېیم –حماقت- هم له تېرو دوو کم اهمیت نه لري: ته نه شې کولی په نړیوال سیاست او بهرني سیاست پوه شې، بې له دې چې دا ومنې چې ملي رهبران (او کله ټول هېوادونه) معمولاً د یوه بل په اړه ناسم پوهاوي لري او اکثراً د یوه او بل په تړاو احمقانه اقدامات کوي. یو هېواد داسې احساسوي چې له گواښ سره مخ دی او دفاعي غبرگون ښيي، دا د دې لامل شي چې نور هېوادونه په غلطۍ دې نتیجې ته ورسېږي چې لومړنی دولت خونړۍ ارادې لري او باید یې مخه ونیول شي؛ خو کله بیا بل ډول وي، یو بې‌رحمه تېری‌کوونکی هڅه کوي چې نورو ته داسې وښيي چې گواکې لنډمهالي او محدودې موخې لري. یا کله دولتونه ځانونو ته د خپلې ماضي په اړه د ځان په گټه او (د خپلو کړنو په اړه) بې‌داغه نکلونه او روایتونه کوي – لکه دوی چې په ماضي کې چا سره بد نه وي کړي او د دوی دښمنان تل په غلطه دي- او بیا هک حیران شي چې نور دولتونه تاریخي روایات او ریکارډ د دوی په ډول نه گوري.

د نړیوالو اړیکو IR هر فارغ ته په کار دي چې پوه شي، ملي رهبران کله نا کله د یو ډله کارپوهو سلاکارانو او د گڼو دولتي ادارو او استخباراتو له ملاتړ سره سره احمقانه کارونه کوي. ولې؟ ځکه معلومات ناکافي وي، نور دولتونه کله له چل او فریب کار اخلي او یا درواغ وايي؛ نو ځکه بیروکراتان او د پالیسیو سلاکاران هم تل له انساني جزئي کمزوريو سره مخ وي (مثلاً بې‌زړه‌توب، د دندې د له لاسه ورکولو وېره، او ناکافي عقل‌گرايي). دا ټول تفصیلات به دې پنځه کاله وروسته په یاد نه وي؛ خو دا خبره دې په ذهن کې ټینگه ونیسه: په څوکۍ ناست او یا په قدرت کې خلک معمولاً نه پوهېږي چې څه کوي.

پنځم: ټولنیز رغښت Social Construction

زه کانسټرکټیویسټ (Constructivist) نه یم؛ خو زه دا منم چې د دولتونو او نورو انساني بنسټونو تعامل اکثراً له بدلېدونکو نورمونو او هویتونو سرچینه اخلي او دا نورمونه او هویتونه په خپله نه الهي وضع شوي او نه هم تلپاتې دي. د دې پر خلاف، دا نورمونه او هویتونه په خپله د بشري تعاملاتو زېږنده دي: هره ورځ څه کوو او همداراز دا چې موږ خبرې کوو یا لیکو او څنگه د وخت په تېرېدو سره زموږ نظريې او بارونه تکامل کوي. تر هغې څوک نه شي کولی د مارکسیزم-لنننېزم پر عروج او زوال، د همجنس واده په اړه بدلېدونکې رویې او گڼې نورې نړیوالې پدیدې تر هغې چې پر دې پوه نه شي چې ټولنیز حقیقت مادي نړۍ ته ورته نه دی؛ ټولنیز حقیقت له هغه څه جوړېږي او بیا جوړېږي چې انسان یې کوي، وايي او په اړه یې فکر کوي. سره له دې چې نه شي کولی دا وړاندوینه وکړو چې رویې، هویتونه او فکرونه څنگه شاید بدل شي او تکامل وکړي، خو د ټولنې له دې بعده پوهاوی به پرېنږدي چې تاسې د هغو افکارو له نابودۍ ناخبره پاتې شئ چې پخوا اصلاً له سوال سره نه مخ کېدل.
* * *

په نړیوالو اړیکو کې پنځه دقیقه‌يي پوهنتون پروگرام داسې خلاصه کوو. د دې ټول مضمون په اړه ډېرې نورې خبرې هم شته؛ خو زموږ وخت پای ته رسېدلی. که په دغو پنځو مفاهیمو ښه پوه شوې؛ نو ته اوس دومره پوهېږې چې د نړیوالو اړیکو یو فارغ له سند ترلاسه کولو پنځه کاله وروسته پوهېږي؛ مگر دا چې هغوی ټول عمر د دې څانگې په اړه مطالعات وکړي.

د لا زیات سپيناوي لپاره، زه نه وایم چې د نړیوالو اړیکو ټول مسلک یوازې په دغو پنځو مفاهیمو کې خلاصه شوې دی. د دې لپاره چې ښه متخصص شې، نو په کار ده چې د مخنیوي او اجبار، بنسټونو، د سولې ډیموکراتیکې تیورۍ، د مالیاتو نړیوال نظام او ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه پوه شئ. ښه پوهاوی، د نړیوال تاریخ کارونه او په ځانگړو برخو کې د سیاست‌جوړونې هم بې له شکه اغېزناک تمامېږي.
خو په دې کچه د دې پوهې ترلاسه کول له تاسو غواړي چې د ماسټرۍ دوره هم بشپړه کړئ، چې هغه پنځه دقیقې نورې غواړي. په هر صورت، که ته (یا ستا بچی) د ۲۰۱۴ د ټولگي برخه یاست، نو زما تودې مبارکۍ ومنئ. او که تا د نړیوالو اړیکو IR سند ترلاسه کړی وي او په پام کې لري چې په دې مسلک کې کار وکړې، نو اندېښنه مه کوه: زما نسل درته بلا ډېر ناحله ستونزې پرې ايښي چې کار پرې وکړې او ته به یې له هغې ښه ترسره کړې چې موږ وکړل.

سټېفن والټ – د نړیوالو اړیکو پروفیسر

ژباړه: ذاکر جلالي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب