د نړۍ لس ارزښتمن پولي واحدونه

د ټولې نړۍ پیسې یو ډول ارزښت نه لري. د ځینو هېوادونو پیسې دومره ارزښتمنې دي، چې په سلو روپیو پرې ورځنۍ اړتیاوې پوره کولی شئ؛ خو ځینې دومره بې‌ارزښته دي چې مجبور یې په څو جېبونو کې یې وگرځوې او په زرهاوو پیسو به ډېرې کمې اړتیاوې پوره کړې. زموږ د هېواد پولي واحد«افغانۍ» دي، خو له بده‌مرغه د افغانیو په پرتله ډېر چلند د ډالرو، کلدارو او د تومنو کېږي. افغانۍ په څو مرکزي او شمالي ولایتونو کې چلېږي او له ډیورنډ فرضي کرښې سره په نږدې ټولو ولایتونو کې کلدارې چلېږي. سوداگري په ډالرو روانه ده او له ایران سره په نږدې سیمو کې د افغانیو پر ځای بیا تومن د راکړې ـ ورکړې پر وخت کارول کېږي. زموږ پولي واحد نه ډېر لوړ او نه ډېر ټیټ دی، یعنې ارزښت یې مناسب دی. له گاونډیو ټولو هېوادونو زموږ پیسې ارزښتمنې دي. پولي واحدونو ته ارزښت خپله حکومت ټاکي او د امریکا له راتگ وروسته زموږ پولي واحد ارزښت لوړ شو، خو د لوړوالي سره بې توازنه هم شو. د هېواد روان اقتصادي حالت ته په کتو زموږ د پولي واحد ارزښت باید ټیټ وای او  خپل استقامت یې هم لرلی. خو دلته د افغانۍ تر شا ډالر دي او د ډالرو په ښکته پورته کېدو افغانۍ هم خپل توازن نه شي ساتلی. د یادو لسو پولي واحدونو ورځنی نرخ ځکه نه لیکم، چې هره شېبه په دغو نرخونو کې توپیر راځي.

۱ـ د کویټ دینار

موږ ته امریکايي ډالر یا د انگلستان پولي واحد «پونډ» د نړۍ ارزښتمنه پیسه ښکاري، خو د نړۍ ارزښتمنه پیسه د کویټ ده. کویټ پراخه طبیعي زېرمې لري او د نړۍ شتمن هېواد هم دی. د دغه کوچني هېواد پولي واحد د نړۍ ارزښتمنې پیسې دي. د کویټ پولي واحد له ډېرې مودې راهیسې خپل ارزښت ساتلی دی او په لومړي مقام کې ځای لري.

۲: د بحرین دینار

د ارزښتمنو پولي واحدونو په ډله کې دویم ځای د بحرین دینار لري. بحرین هم کوچنی هېواد دی او هم پراخه طبیعي زېرمې لري. بحرین ته ډېری خلک د سیاحت سربېره د کاروبار لپاره هم ځي او پیسې یې ښې ارزښمتنې دي. د بحرین ډېر صادرات نفت دي او د خلکو په ژوند کې یې ورځ تر بلې ښه‌والی راځي.

۳: د عمان ریال

عمان د خلیج هېوادونو په ستراتژیک موقیعت کې پروت دی. د عمان اقتصاد ورځ تر بلې د ښه کېدو خواته روان دی او خلک یې ارام او سوکاله ژوند لري. د عمان ریال د نړۍ د درېیم مقام لرونکي پیسې دي. یعنې له کویټ او بحرین وروسته درېیم ځای لري.

۴: د اردن دینار

تاسې ته به هم پوښتنه پیدا شوي وي، چې عرب هېوادونه یوازې نفت لري، خو د صنعت او ټیکنالوجۍ په برخه کې وروسته پاتې دي، خو څلورم هېواد اردن هم عربي هېواد دی چې پیسې یې ارزښتمنې دي. اردن د نورو عرب هېوادونو په پرتله ډېرې طبیعي زېرمې هم نه لري او نه د نړۍ یو اقتصادي هېواد دی. خو پیسې یې د ټولې نړۍ په کچه څلورم ځای لري.

۵: برېتانوي پونډ

د برېتانیې پونډ یو وخت د نړۍ ارزښت لرونکي پیسې وې، خو اوس‌مهال پنځم ځای لري. یعنې له کویټ، بحرین، عمان او اردن وروسته د برېتانیې پونډ ارزښت لرونکی پولي واحد دی. په اروپا کې لومړی او د نورې نړۍ په کچه پنځم ځای لري.

۶: د اروپا یورو

یورو د ډېری اروپايي هېوادونو گډ پولي واحد دی. له برېتانیې، ډنمارک، سویس او شمېر نورو اروپايي هېوادونو نه علاوه په اروپا کې یورو چلېږي. یورو هم د اروپا په کچه او هم د نړۍ په کچه ارزښت لرونکی پولي واحد دی. یورو د اروپا د چټکې اقتصادي ودې یو سبب هم دی او د اروپا په ډېرو هېوادونو کې د راکړې ـ ورکړې پر وخت کارول کېږي.

۷: د کایمن  ټاپو ډالر

کایمني ډالر د نړۍ په کچه اووم ځای لري. کایمن د نړۍ یو ناپېژندل شوی هېواد دی. هم د پراخوالي او هم د وگړو په حساب ډېر کم وگړي لري. کایمن په برېتانیې پورې تړلی هېواد دی، خو په خپلو کورنیو چارو کې خپلواک دی او پولي واحد یې د پونډ پر ځای کایمني ډالر دي.

۸: امریکايي ډالر

امریکا متحده ایالات هم د نړۍ اقتصادي او هم پوځي هېواد دی او پولي واحد یې په ټوله نړۍ کې د چلند وړ دی. یعنې امریکايي ډالر که ولرئ، نو په ټوله نړۍ کې یې تبادله کولی شئ او خپلې اړتیاوې پرې پوره کولی شئ.

۹: د سویس فرانک

سویس د نړۍ یو پرمختللی، ښکلی، د سیاحت لپاره مناسب او په طبیعي او منصوعي لحاظ یوه غوره هېواد دی. سویسي فرانک د ارزښت لرونکو پولي واحدونو په ډله کې نهم ځای لري.

۱۰: اسټرالیايي ډالر

اسټرالیا ځانته یو ځانگړې لویه وچه هم ده او یو هېواد هم. اسټرالیا د نړۍ یو پرمختللی هېواد دی او پولي واحد یې په ټوله نړۍ کې لسم ځای لري. اسټرالیايي ډالر دا ځانگړتیا لري چې ړانده او هغه خلک چې سترگې یې سم لیدل نه شي کولی هم پوهېږي چې په لاسونو کې یې نیولې پیسې څومره ارزښت لري.

ژباړه او زیاتونه: خوشال درانی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب