د نړۍ لس بې‌ارزښته پولي واحدونه

 

د نړۍ لس ازښتمن پولي واحدونه خو مو وپېژندل. نن غواړم د نړۍ لس بې‌ارزښته پولي واحدونه دروپېژنم. ځینې هېوادونه په‌خپله غواړي چې پیسې یې بې‌ارزښته وي. چین د نړۍ یو اقتصادي او پرمختللی هېواد دی، خو پیسې یې ډېرې بې‌ارزښته دي. نیمايي نړۍ له چین نه غواړي چې د خپلو پیسو ارزښت لوړ کړي، خو د چین ډېره گټه په همدې کې ده چې د پیسو ارزښت یې ټيټ وي او خپله سوداگري ښه پرمخ یوسي. اوس‌مهال د نړۍ مشهورې او سترې کمپنۍ غواړي چې خپل تولیدات په چین کې جوړ کړي. په چین کې خام توکي ډېر او ارازانه پیداکېږي او سترې کمپنۍ په دې کې ډېره گټه کوي، چې خام توکي په کمه بیه واخلي، تولیدات په کمه بیه جوړ او په لوړه بیه یې وپلوري.

زموږ پولي واحد د نړۍ له ډېرو هېوادونو لوړ دی، خو ژوند مو د گاونډیو هېوادونو په پرتله څو ځلې خراب دی. د حکومت ډېره گټه په دې کې ده چې د افغانیو ارزښت کم کړي او په ټول هېواد کې یې رواج کړي. افغانۍ باید د یو خپلواک پولي واحد په توگه همداسې خپل توازن ولري او له ډالر سره یې اړیکې ختمې شي.

بدمرغي داده چې دلته سفارتونه، نړیوالې ادارې، واړه شرکتونه او بهرنیان افغان کارکوونکو ته د افغانیو پر ځای معاشونه د خپل هېواد او یا هم ډالر ورکوي. حکومت باید د افغانستان په اوسنۍ جغرافیه کې یوازې افغانۍ د چلند وړ وبولي او نور پولي واحدونه یوازې په صرافیو کې پیدا شي.

۱: د ایران تومن

ایران عجیب هېواد دی. له نیمې نړۍ سره دُښمني کوي، خو د چین او روسیې ملگرتیا هېڅکله له لاسه نه ورکوي. ایران عملاً په افغانستان، سوریې، عراق، یمن او لبنان کې په بېلابېلو بڼو حضور لري. له امریکا سره د نیمې پېړۍ راپدېخوا په ښکاره دُښمني پالي. په سیمه کې د شیعه‌گانو ملاتړ یوازې ایران کوي. ایرانیان خواريکښ خلک دي او په ډېرو کمو امکاناتو ستر ـ ستر کارونه کوي. د ایرانیانو ژوند نه ډېر خراب او نه ډېر ښه دی، خو له موږ ښه ژوند لري.

د ایران پولي واحد تومن«ایراني ریال» دي. که تاسې زر افغانۍ ایراني تومنو ته تبادله کړئ، نو څلور جېبونه مو پرې ښه ډک کېږي. په تومنو کې د سل زرو نوټ هم شته او کېدای شي دا په نړۍ کې بې‌ساری پولي واحد وي، چې سل زره نوټ هم پکې پیدا کېږي. د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې ایراني تومن لومړی ځای لري.

۲: د ویتنام دونگ

ویتنام اوس‌مهال له خپلو سیمه‌ییزو هېوادونو او په ځانگړي ډول له امریکا سره یې پرتې ستونزې تر یوه بریده حل کړي او اوس ویتنامي توکي د نړۍ جلا ـ جلا بازارونو ته لېږدول کېږي؛ خو بیا یې هم پولي واحد ډېر ټیټ دی. د ویتنام پولي واحد د نړۍ د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې دویم ځای لري او په سویلي اسیا کې تر ټولو کم ارزښته پولي واحد دی. ویتنام هڅه کوي چې په اقتصادي پالیسیو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او هم د خپل پولي واحد ارزښت لوړ کړي.

۳: د اندونیزیا روپیه

اندونیزیا په اسلامي نړۍ کې تر ټولو د ډېر نفوس لرونکی د مسلمانانو هېواد دی. په اقتصادي لحاظ یوه باثباته ټولنه او حکومت لري او په سویلي اسیا کې یو پرمختللی هېواد هم دی. خو پولي واحد یې د کم ارزښته پولي واحدونو په ډله کې درېیم ځای لري. د اندونیزیا حکومت په اقتصادي قوانینو کې له ډېرو بدلونونو سربېره بیا هم پر دې نه دی توانېدلی، چې د خپلو پیسو ارزښت لوړ کړي.

۴: د گانا فرانک

په افریقا کې گانا یو د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې اداري فساد پکې اوج ته رسېدلی، د خلکو ژوند یې خراب او ډېر خلک یې په فقر کې ژوند کوي. گانا د سرو زرو، د قیمتي ډبرو او المونیمو پراخ کانونه لري؛ خو پیسې یې بیا هم ډېرې کم ارزښته دي. د گانا فرانک د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې څلورم ځای لري.

۵: د کيپ لایوس

کيپ لایوس په کال ۱۹۵۲ز کال کې خپل پولي واحد جوړ کړ، خو د دومره کلونو په تېرېدو یې بیا یې  هم ارزښت پخواني ځای ته رانه‌غی، بلکې ارزښت یې د هر کال په تېرېدو نور هم ښکته لوېږي. یو وخت د کيپ لایوس پولي واحد مخ پر ودې روان و، خو د ناسم اقتصادي حالت وروسته یې خپل ارزښت هم ولوېد. د دغه هېواد پولي واحد اوس‌مهال پنځم ځای لري.

۶:د سیرالیون لیون

سیرالیون په افریقا کې یو له بې‌وزله هېوادونو څخه دی، چې د حکومت کمزوري اقتصادي پالیسو، په تېرو کلونو کې د کورنیو شخړو او د جلا ـ جلا ناروغیو د خپرېدو له امله یې خلک ښه ژوند نه لري. پولي واحد هم د نړۍ د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې شپږم ځای لري.

۷: د ازبکستان سوم

ازبکستان زموږ گاونډی هېواد دی. منځنۍ اسیا د مشهورو محدیثونو او امامانو د زوکړې ځای دی.  د ۱۹۹۴ز کال په جولای کې د ازبکستان د هغه وخت د ولسمشر د سوم ارزښت لوړ کړ، خو له تېر کال راهیسې یې ارزښت ورځ تربلې ښکته لوېږي. د ازبکستان پولي واحد د نړۍ په کچه اووم ځای لري.

۸: پاراگوا گواراني

پاراگوا په جنوبي امریکا کې دویم بې‌وزله هېواد دی. اقتصادي ستونزې، اقتصادي فساد، د تولیداتو ټیټ کیفیت، نالوستي او بې‌کاري د دغه هېواد تر ټولو غټې ستونزې دي. د پاراگوا صادرات پنبه او سویابین دي، خو له صادراتو یې د وارداتو کچه لوړه ده او پر دغو دوو کرنیزو توکو خپلې اړتیاوې نه شي پوره کولی. له همدې له امله یې پولي واحد د نړۍ د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې اتم ځای لري.

۹: کمبودیا ریل

کامبوج په ختیځه اسیا کې پروت دی. د کامبوج حکومت په ۱۹۹۵ز کال کې د هندوچین د پولي واحد پر ځای خپل پولي واحد جوړ کړ؛ خو د خلکو ترمنځ یې رواج نه شو کړای. د کامبوج خلک په خپلو ورځنیو راکړوـ ورکړو کې امریکايي ډالر کاروي او د همدغه بهرني پولي واحد د چلند له امله یې ارزښت هم ډېر ټیټ دی. د کامبوج پولي واحد د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې نهم ځای لري.

۱۰: میانمار«برما» کیات

د برما له نامه سره خو ټول اشنا یئ، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې حکومت پر ځايي مسلمانانو رڼا ورځ شپه کړې ده. پولي واحد یې کیات دی او د بې‌ارزښته پولي واحدونو په ډله کې لسم ځای لري. د برما حکومت له ډېرو هڅو سربېره بیا هم خپل پولي واحد ته په ارزښت ورکولو بریالی شوی نه دی.

ژباړه او زیاتونه: خوشال درانی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب