د نړۍ لس لویې دښتې

دښته هغه سيمه ده چې ډيرکم کلنۍ اورښت لري يا هغه سيمه ده چې په کال کې ډير کم باران پکې کيږي. دغه ډول سيمې عموماً شاړې او وچې وي. د يوه اټکل له مخې د ځمکې د سطحې 3/1 برخه وچه يا نيمه وچه ده . د ښتې د باران د اوريدو له مخې په مختلفو ډلو ويشل شوی دي . د دښتې د رامنځته کيدل په لوړه تودوخه او جغرافيي موقيعت پورې اړه لري. هغه حيوانات او نباتات چې په دښتو کې ژوند کوي د اوسيدلو شرايط بيل شرايط لري چې دوی د مخالفو او وچو شرايطو سره ځان برابروي او همدارنګه اکثره انسانانو ته هم ضروري ده چې د دښتو د شرايطو سره توافق وکړي چې د انسانانو د ډلې څخه کوچيان يا د ښتو نور هغه اوسيدونکي دي چې د خپلو کورنيو سره د حيواناتو د څربتولو لپاره په دښتو کې هغو سيمو ته ځي چېرته چې د حيواناتو د خوراک لپاره واښه موجود وي او خپل ژوند ته په هغه سيمه کې دوام ورکوي.
د نړۍ د لسو غټو دښتو نومونه په لاندې ډول دي :

د انتراکتيکا دښته(Antarctica Desert) :

فکر کيږي چې د انتراکتيکا دښته د ځمکې د سطحې تر ټولو لويه دښته ده چې په جنوبي قطب کې موقيعت لري او 5500000 ميله مربع مساحت لري. په اوسط ډول سره د ځمکې په مخ باد لرونکي ، وچه او ډيره يخه دښته ده او سره ددی چې د نړۍ د نورو وچو څخه په ډيره ارتفاع يا لوړوالي کې موقيعت لري. د هر پلوه انتراکتيکا يوه بيديا ده چې د 200 ملي متر څخه کم کلنۍ اورښت لري . په عمومي ډول سره ډيره يخني لري چې ځينې وخت په ژمي کې يې تودوخه دسانتي ګراد منفي 89 درجو ته رسيږي او په ځينو ساحلي سيمو کې په اوړي کې د تودوخې درجه 15 سانتي ګراد ته رسيږي نو ځکه په دغه سيمه دايمي استوګنه امکان نه لري او موقتي استوګن يې په کال 1000 څخه تر 1500 کسانو پوری وي چې اکثره يې ساينسدانان ، څيړونکي او ورسره ددوئ همکاران وي . په انتراکتيکا کې ليد او د لمر پواسطه سوځيدنه د اوسيدونکو لپاره يوه ستره ستونزه ده، کله چې په يخچالونو لمر ولګيږي نو ډير تيز ځليږي نو د ليد او سوځيدنې مشکل جوړوي.

ارکتيک دښته (Arctic Desert) :

د ارکتيک دښته په شمالي قطب کې پرته ده. دغه دښته په نړي کې د دويمې لويې دښتې يا بيديا مقام لري چې د ځمکې د سطحې 5400000 مربع ميله ساحه يې نيولې ده. د ارکتيک دښتې د کاناډا، ډنمارک، ناروی، روسيه، سويډن او متحده ايالت ځينې سيمې پوښلې دي. اورښت يې عموماً د واورې په بڼه وي او په ژمي کې يې د تودوخې درجه د سانتي ګراد منفي 40 درجو پورې راټيټي . د ارکتيک دښته تيز باد لرونکی ځانګړنه لري چې واورو ته حرکت ورکوي، ثابت او دوامداره ويرونکې واورې د اوريدلو سبب ګرځي. ارکتيک د اقليم بدلون لپاره ډير ګواښوونکی او حساسه سيمه ده ځکه ددې سيمې يخچالي سيندونه د نړۍ د ګرميدنې په سبب ويلي کيږي او په نړيوالو موسمي پيښو بدې اغيزې کوي .

صحارا دښته(Sahara Desert) :

د نړي دريمه لويه وچه ده او د نړۍ لويه او ډيره ګرمه وچه ده او د ځمکې د مخ 3500000 ميله مربع ساحه يې نيولې ده . صحارا په ښتې د شمالي افريقا د وچې ډيره برخه ، د مغرب ښيرازه سيمه، د اطلس غرونه او د مديترانې سمندرګۍ ګاونډي سواحلو ځينې برخې پکې شامل دي .عموماًډبرينه دښته ده او د شګو غونډۍ پکې ليدل کيږي چې دتيزو وچو بادونو پواسطه جوړی شوې دي. ډير کم وخت او کم باران پکې کيږي او مرکزي برخه يې ډيره وچه ده چې باران پکې بيخي نه کيږي او هيڅ نباتات پکې شتون لري ځکه چې باران پکې نشته يا ډيرکم وی.

د عربو دښته(Arabian Desert) :

دغه دښته داسيا د براعظم په ليرې ختيځ کې موقيعت لري او د عربو د جزيرې ډيره برخه يې نيولې ده او د ځمکې د مخ 900000 ميله مربع ساحه يې نيولې ده.دغې دښتې د يمن ، فارس خليج، عمان ، اردن او عراق زياته برخه يې را ايساره کړې ده. د عربو د دښتې مرکزي برخه د ربع الخالي په نوم ياديږي چې په نړيواله کچه ډيره زياته شګه لري. اقليم يې ډير وچ دی او په عينې حال کې يې تودوخه په شپه او ورځ کې ډيره نوساني وي. په متوسط ډول سره کلنۍ اورښت يې 100 ملی متره دی خو د اکثره سيمو کلنۍ اورښت يې (30-40) ملي متره ته رسيږي.

your ads

ګوبي دښته (Gobi Desert) :

دغه دښته د اسيا په لويه وچه کې موقيعت لري. د چين شمالي او شمال ختيخې ځينې سيمې يې پوښلې دي او تر جنوبي منګوليا پورې غزيدلې ده. د ګوبي دښتې د ځمکې د سطحې 500000 ميله مربع ساحه يې نيولې ده. د ګوبی د اصطلاح معنا د باران دسيوري په معنا ده، د هماليه د غرونو په څنګ کې د باد څخه څنګ ته موقيعت لري او د باران مانع ګرځي نو ځکه د باران د سيوري دښتې په نوم ياديږي. د ګوبي دښته کمه شګه لري . عموماً يخه هوا لري او ځينې وخت واوره هم پکې کيږي او د شګو غونډۍ پکې راټوليږي.

کالاهاري دښته (Kalahari Desert) :

کالاهاري دښته په جنوبي افريقا کې دسوانا په نوم يوه ستره دښته ده. کالاهاري دښته 360000 ميله مربع مساحت لري. کالاهاري دښتې نميبيا، بوتسوانا او د جنوبي افريقا ځينې برخې نيولې دي او دغه دښته سور رنګه شګې لري.
لويه وکټوريا دښته(Great Victoria) :
وکټوريا دښته د شګو لويې لويې غونډۍ لري او د استرليا په براعظم کې موقيعت لري، د ځمکې د سطحې 220000 ميله مربع ساحه نيولې ده. د استرليا په جنوب کې د ګولر لړۍ څخه شروع د استرليا په ختيځ کې Goldfield يا د سرو زرو سيمې پورې غزيدلې ده. دغه سيمه سخت توفانونه لري چې په کال کې د(15-20) پورې شديد توفانونه پکې واقع کيږي. په ژمي کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد 20 درجو ته رسيږي او په اوړي کې تودوخه 32-40 درجې سانتي ګراد پورې رسيږي. عموماً اورښت پکې کم وي چې کلنۍ اورښت يې د (20-250) ملي متره وي .

پتاګونيا دښته (Patagonian Desert):

پتاګونيا د جنوبي امريکا لويه دښته ده او د ځمکې د سطحې 200000 ميله مربع ساحه يې نيولې ده. دغه دښته په ارجنټاين کې موقيعت لري، ډيره يخه دښته ده چې ځينې وخت د تودوخې درجه د سانتي ګراد 12 درجو ته رسيږي خو په متوسط ډول سره د تودوخې درجه 3 سانتي ګراد وي په دغه دښته کې اکثره وخت بادونه لګيږي.

سوريې دښته (Syrian Desert) :

دغه دښته د يوې بيديا او دښتې څخه جوړه شوې ده چې د عربو د جزيرې د سوريې په سيمه کې پرته ده. د ځمکې د سطحې 200000 ميله مربع ساحه يې پوښلې ده ، ډيره پراخه او ډبرينه دښته ده او سطحه يې د ولکانيکي موادو څخه جوړه شوې ده . په دغې دښته کې د سوريې، اردن ،عراق او سعودي عربستان ځينې سيمې شاملې دي.

حوض العظيم دښته (Great Basin Desert):

لوی باسين دښته د امريکا د متحده ايالاتو لويه دښته ده چې د ځمکې د مخ 190000 ميله مربع ساحه يې پوښلې ده. عموماً ډيره يخه دښته ده چې کلني اورښت يې د (7-12) انچ پورې رسيږي . ډير وچ، ګرم اوړی او يخ ژمې لري.

ژباړه : فضل الدين احسان بنوزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب