د نړۍ لس کوچني شتمن هېوادونه

په نړۍ کې ځینې هېوادونه ډېر پراخه دي، چې یو هېواد د یوې لویې وچې هم څخه ډېر مساحت لري. روسیه یو هېواد دی؛ خو پراخوالی یې له ټولې اروپا څخه څو چنده زیات دی. چین او امریکا متحده ایالات د نړۍ اقتصادي او پراخ هېوادونه دي؛ خو دې نړۍ کې ځینې کوچني هېوادونه هم شته، چې هم د نفوسو په لحاظ او هم د پراخوالي له مخې ډېر کوچني دي. دغه هېوادونه پراخه طبیعي زېرمې لري او نږدې خپلې ټولې اړتیاوې د همدغه طبیعو زېرو څخه ترلاسه کوي. دلته لس کوچني خو شتمن هېوادونه در پېژنم.

۱ ــ قطر: د قطر ټول مساحت ۱۱۵۷۱ کیلو مټره مربع دی. ټول نفوس یې ۲،۱۶ میلیونه حساب شوی، چې زیات پکې بهرنیان هم دي. قطر اسیايي هېواد دی او د خامو تېلو او غازو پراخه زېرمې لري، چې د نړۍ په کچه یو شتمن هېواد گڼل کېږي. د قطر د هر وگړي کلنی عاید له ۱۲۷ زره ډالرو پورته دی.

۲ ــ لوگزامبورگ: ددې هېواد ټول پراخوالی ۲۵۸۶ کیلو مټره مربع دی او نږدې ۵۵۰ زره نفوس لري. لوگزامبورگ په اروپا کې یو کوچنی اقتصادي هېواد دی، چې د هر وگړي کلنی عاید یې ۸۶ زره ډالرو ته رسېږي. لوگزامبورگ وکولی شول، چې په کم وخت کې د ټولې اروپا اقتصادي هېواد شي او د خپلو پراخه امکاناتو څخه په گټنه یې خپلو خلکو ته ډېر کارونه پیدا کړي دي.

۳ ــ کویټ: په منځني ختیځ کې پروت هېواد دی، چې د تېلو او غازو پراخه زېرمې لري. په اسیا کې یو له طبیعي زېرمو څخه ډک هېواد گڼل کېږي، چې د هر وگړي کلنی عاید یې ۸۴ زره ډالرو ته رسېږي. د کویټ ټول پراخوالی ۱۷۸۲۰ کیلو مټره مربع دی، چې ۴،۱ میلیونه نفوس لري.

۴ ــ سنگاپور: دغه هېواد د اسیا په سویل ختیځه برخه کې پروت دی، چې د درملو او برېښنايي توکو په تولید کې په ټوله نړۍ کې مشهور دی. سنگاپور اوسمهال د نړۍ یو اقتصادي هېواد گڼل کېږي، چې د نړۍ زیاتو شتمنو خلکو دلته پانگونه کړې ده. د هر وگړي کلنی عاید یې ۷۶ زره ډالرو ته رسېږي او ټول پراخوالی یې ۷۱۸ کیلو مټره مربع دی. د سنگاپور ټول نفوس ۵،۴۷ میلیونه حساب شوی.

۵ ــ برونای/ دار السلام: د اسیا په ختیځه برخه کې پروت دی. ټول پراخوالی یې ۵۷۶۵ کیلو مټره مربع دی او ټول نفوس یې ۴۱۶ څلور لکه او شپاړس زره دی. د برونای د هر وگړي کلنی عاید یې ۶۹ زره ډالرو ته رسېږي. دغه کوچنی هېواد د خامو تېلو پراخه طبیعي زېرمې لري، چې د نړۍ په یوه شتمن هېواد بدل شوی دی. په برونای کې زده کړې او ټولې روغتیايي اسانتاوې د دولت له‌خوا برابرې شوي او ټولو وگړو ته یې وړیا دي.

۶ ــ سان مارینو: اروپايي کوچنی هېواد دی، چې د عایدو لویه برخه له بهرنیو گرځندویانو څخه ترلاسه کوي. ددغه هېواد ټول مساحت ۶۲.۱ کیلومټره مربع دی او ټول وگړي یې ۳۳ زره تنو ته رسېږي. سان مارینو د بهرنیو پانگوالو لپاره ټیټه مالیه ټاکلې او د همدغه ټیټې مالیې له امله زیاتو بهرنیو پانگوالو په دې هېواد پانگونه کړي او گڼو خلکو ته یې کاري موکې برابر کړي. ددغه هېواد د هر وگړي کلنی عاید ۶۰ زرو ډالرو ته رسېږي.

۷ــ ایسلنډ: کوچنی اروپايي هېواد دی، چې د عوایدو ډېره برخه د کب نیونې څخه ترلاسه کوي. زیاتو بهرنیو شرکتونو په ایسلنډ کې د کب نیونې په برخه کې پانگونه کړې او د دې هېواد ۱۵ سلنه عاید یوازې د کب نیونې څخه ترلاسه کېږي. ددغه هېواد ټول پراخوالی ۱۰۳ کیلومټره مربع دی او ۳۳۰ زره نفوس لري.

۸ ــ استوايي گینه: کوچنی افریقايي هېواد دی، چې د تېلو پراخه زېرمې لري او خپلې ټولې اړتیاوې د تېلو له لارې پوره کوي. د هر وگړي کلنی عاید یې ۳۲ زره ډالرو ته رسېږي او ۲۸.۵۰ کیلو مټره مربع مساحت لري. د دې هېواد د نفوس شمېر ۶۲۲ زرو ته رسېږي.

۹ ــ سیشل: په افریقا کې د شتمن هېواد په نامه شهرت لري. دغه کوچنی هېواد له سلو ټاپوگانو جوړ شوی، چې د ختیځې افریقا د هند په اقیانوس کې موقیعت لري. ټول پراخوالی یې ۴۵۹ کیلو مټره مربع دی او نږدې سل زره وگړي لري. د دغه کوچني هېواد د عوایدو ټوله سرچینه د نړۍ له گرځندویانو څخه تر لاسه کوي، چې د هر وگړي کلنی یې عاید یې ۲۳ زرو ډالرو ته رسېږي. سیشل ښکلي ټاپوگان، ښکلي هوټلونه او د سیاحت لپاره ډېر ځایونه لري.

۱۰ ــ بوتسوانا: ټول مساحت یې ۵۸۱ کیلو مټره مربع دی او ۲.۳ میلیونه وگړي پکې اوسېږي. د هر وگړي کلنی یې ۱۵ زره ډالرو پورې دی او په افریقا کې د شتمنو هېواد په لومړي کتار کې دی. د دغه کوچني هېواد عواید له گرځندویانو، کرنې او مالدارۍ څخه ترلاسه کوي. اقتصاد پوهان اټکل کوي، چې بوتسوانا به راتلونکي څو کلونو کې د افریقا شتمن هېواد وشمېرل شي او د عایداتو اوسنۍ سلنه به یې څو چنده نوره هم لوړه شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب