د نړۍ پای او ستر انقباض| قرآن علمي معجزې

د نړۍ پای او ستر انقباض

څه ډول مو چې مخکې وویل دنړی خلقت له یوې سترې چاودنې پیل شو، اوله همغه ټکی نه نړۍ تل مخ پر پراخیدو ده. پوهان وایی کله چې دنړۍ کتله په کافی کچه لویه شی په پای کې به دغه پراخیدنه تمامه شی، ځکه دثقل قوه به یی په خپل ځان کی داضمحلال سبب شی. عقیده پردی ده چې نړۍ به دیوه ستر انقباض یا Big Crunch پر مخ درومی ، چې دابه دژوند انه داوسنۍ څیرې پای وی. اناتا کوش اواندرې لیند دسانفورد پوهنتون فروفیسران داسې لیکی:
نړی به انقباض وکړی اوله م ینځه به ولاړه شی ، ټول هغه شیان چې موږ یی وینو یا یی نه شو لیدلی هغه به انقباض وکړی اوله پروتون څخه به دیوه کوچنی ټکی په شان شی، کټ مټ په دی شان به لکه موږچې په یوه تور سوری کې واوسو. دوی وایی چې موږ پردی پوه شوو چې انرژی به په تدریجی توګه منفی شی اونړی  به دبی ثباتی ، انقباض اوپه پای کی دله مینځه تلو سره مخ شی.فزیک پوهان پوهیږی چې تیاره انرژی کولای شی منفی شی اونړی به په یوه لرې راتلونکی کې مضمحله شی. اوس کیدای شی موږ دنړی دژوندانه په پیل کې نه بلکې په منځنیو وختو کې واوسو.

Big Crunch یا دستر انقباض نظریه وایی هغی نړۍ چې پراختیا موندلې په چټکۍ سره به مضمحله شی ترهغو چې خپله ټوله کتله له لاسه ورکړی اوپه یوه واحد ټکی به  دلایتناهی کثافت سره واوړی . دغه موضوع په پاک قرآن کې داسې راغلې:

هغه ورځ چې آسمانونه دیوه طومار په شکل تاوراتاوکړو اوهغه لومړنی حالت ته به یی راوګرځوو چی لومړی ځل مو پیداکړی وو دغه وعده ده چې سرته به یی ورسوو.    (الانبياء ۱۰۴).
اوپه یو بل آیت کی داسې ویل شوی:
دقیامت په ورځ به ځمکه دده په قبضه کی وی او آسمانونه به تاوراتاو دده په ښی لاس کی وی.   (الزمر ۶۷).
د Big Crunchدفرضیی مطابق نړۍ په تدریجی ډول اوپه کراره مضمحله کیږی اوشاته درومی. په پای کی به نړی دیوه لایتناهی کثافت درولودونکی شی اوبی حده به توده اوکوچنی شی. دساینس دغه فرضیه له قرانی توضیحاتو سره مطابقت لری.

 له تاوده لوګی نه خلقت:

نن پوهان کولای چی له سرو اوګرمو وریځونه دستورو جوړیدل ووینی. دغه راز نړۍ هم له دګازاتو له یوې ګرمې کتلې څخه جوړه شوې چې قران کریم دپوهانو دغه کشف تاییدوی.

اوکله یی چې آسمانونو ته پام وکړ لوګۍ ؤ. (فصلت ۱۱).
لوګی ته په عربی کی دخان وایی چې په دغه آیت کی سور لوګی عالم ته ویل شوی. دغه مسأله په قرآن کی په یوه  کلمه کی تشریح شوی ده، ځکه چې لوګی دیوې حرارت لرونکی ګاز کتله وی چې یوله بل سره تړلو کوچنیو ذرونه جوړشوی. په دغه ځای کې قرآن دعربی ډیره ښه کلمه دکایناتو دهغه پړاو دجوړیدو لپاره کارولې. باید یادونه وشی چې یواځې په شلمه پیړۍ کې پوهان په دې وپوهیدل چې نړۍ له تودوخې لرونکو ګازونوڅخه دلوګۍ په شکل جوړه شوې. چې دغه معلومات دقرآن له م عجزو څخه شمېرل کیږی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب