د نکاح شرطونه کوم دي؟

د نكاح شرطونه په لاندې ډول دي:

۱- تړون كوونكي به عاقل بالغ او ازادوي , نو دليوني او هغه ماشوم چې عقل نلري نكاح نه منعقده كيږي , او دمريي او هغه ماشوم چې عقل ولري نكاح بيا د(ولي) تر اجازې پورې موقوفه بلل كيږي .
۲- محل به دنكاح وړ وي ,يعنې داسې ميرمن به وي چې له هغې سره شرعا نكاح روا وي .
۳- تړون كوونكي به ديوه او بل خبرې اوري
۴- دنكاح په مهال به دوه شاهدان نارينه يا يو نارينه او دوه ښځينه موجودي وي ,په شاهدانو كې هم اسلام ,عقل ,ازادي او بلوغ شرط دى
۵- شاهدان به دتړون كوونكو خبرې اوري, ځكه نو دبيدو خلكوپه شاهدي سره نكاح نه تړل كيږي
۶- ايجاب او قبول به په يوه مجلس كې وي
۷- ايجاب او قبول به سره مختلف نه وي , دساري په توګه كه يو سړي چاته وويل چې زه خپله لور تاته په يو لك روپۍ ولور په نكاح دركوم او دوهم سړي وويل چې نكاح مې قبوله ده خو ولور نه قبلوم نو دانكاح باطله ده
۸- نكاح به دښځې ټول بدن ته یا داسې اندام ته راجع وي چې هغه په ټول بدن باندې تعبيريږي لكه سر او غاړه , ځكه نو كه چا وويل چې زه دلور لاس يا پښه تاته په نكاح دركوم نو دا نكاح نه تړل كيږي ,خوكچيري يې ګيډه يا شا وښودله نو داحنافو دمشايخو په اند يې نكاح تړل كيږي ,او كچيري يې وويل چې نيمايي لور تاته په نكاح دركوم نو غوره قول دادى چې نكاح يې نه كيږي .
۹- خاوند او ميرمنه به څرګندوي ,نو كه دچا دوه لوڼې وې او ويې ويل چې زه يې يوه تاته په نكاح دركوم او څرګنده يې نكړه چې كومه يوه نو نكاح يې نه كيږي
۱۰- ښځه به په نوموړي نكاح خوښه اوراضي وي , كه هغه باكره بالغه(پيغله) وي او كه ثيبه (يو ځل واده شوي ).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب