د نیکمرغه ازدواجي ژوند اغیزمن مثلث

هغه کور چې اساس یې آدم او حواء دی، له دوی څخه کورنۍ او نسلونه جوړ شوي، له دوی څخه کورنۍ تشکیل شوي او ټولنې او ملتونه او دولتونه منځته راغلي دي،او الله تعالی د برکت څښتن دی وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا ۗ وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا  [الفرقان:۵۴] (هغه ذات دی چې له اوبو نه یې یو بشر پیدا کړ، بیا یې له هغه نه د نسب او خسرګنۍ دوه بیلابیلې لړۍ وغځولې).

هغه کلکه کلا چې سړی د غریزې له شرکښۍ ساتي، د شهوت ورانی یې دفع کوي، شرمځی او پت یې ساتي، د ده او بدکارۍ له ښویندۍ او بی حیایۍ کندوکې د لویدو او ښوییدو ترمنځ حایل او مانع ګرځي..هغه واده دی.

په قرآن کې د واده یاد:

قرآن کریم چې وګورو د میړه او میرمنې دواړو په نفس او روان کې داسې یو احساس او شعور رابوګنوي چې هریو و بل ته ضرورت او اړتیا لري او یو بل پوره کوي، سړي ته وايي: ښځه یا میرمن ستا څانګه ده او ته یې اصل یې،او اصل له فرعې او څانګې څخه بې پروا کیدای نه شي، او ښځې ته وایي: سړی ستا اصل دی او ته د هغه جزء یې، او جزء له اصل څخه بې پروا کیدای نه شي، الله تعالی په دې اړه فرمایي: هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا ۖ فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ ۖ فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحًا لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ [الأعراف:۱۸۹] (هماغه الله تعالی دی چې تاسې یې له یوه نفس څخه پیدا کړئ او د هماغه له جنس نه یې د هغه جوړه مینځ ته راوړه تر څو چې له هغې سره بسیا او آرام شي).

نو یو نفس همغه د آدم علیه السلام نفس دی،او جوړه او میرمن یې حواء ده.
نو ځکه واده د قرآن کریم له نظره یوازې د دې لپاره نه دی چې د انساني نوعې د ساتنې او بقا وسیله وي، بلکې دا د الله تعال د امر او حکم منل او پلي کول دي چې فرمایي وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانكِحُوا مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا [ النساء:۳](نو کومې(نورې) ښځې چې ستاسې خوښېږي د هغو… سره نکاح وکړئ ).

او واده د شرمځي لپاره کلکه کلا، د نظر ټیټ والی،او په اړتیا پوره کول دي په هغه څه کې چې الله ته روا کړي دي، او په دې کې د بشري نسل حفظ او ساتنه ده؛ ترڅو ځمکه د الله تعالی په عبادت باندې آباده او ودانه کړي، د نسبونو او ځوځات ساتنه ده، د محمد صلی الله علیه وسلم د امت ډیرښت دی، او ټولنې د اخلاقي رنځونو او مرضونو څخه حمایت او ساتنه ده، او پردې ټولو سربیره د اطمئنان، نفسی سکون اود قلب او وجدان د ډاډ وسیله ده.

ښځه او خاوند دواړه خپل ازدواجي ژوند د اسلام د تعلیماتو په سیوري کې په هره باره کې په نظم او یووالي تیروي، شعور او احساس یې یو، عواطف او بوګنونې یې یو، هېلې او پایلې یې یو، کار او تفاهم یې یو، روزنه او پالنه یې یو، په متبادلو اسرارو کې یووالی او په تناکح او تناسل کې یې یووالی دی.

د قرآن کریم عظمت او کمال ته ګوره، ګرد هغه معاني چې موږ ګڼلې دي او یا له ګڼلو وتلي دي د قرآن کریم په دې آیت کې چې شپږ کلمې لري انځور شوي دي، الله تعالی فرمايي:  هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ  [ البقرة:۱۸۷](هغوی ستاسې جامه او تاسې د هغو جامه یاست).

قرطبي رحمه الله په خپل تفسیر [الجامع لأحکام القرآن] کې وایي:لباس په اصل کې په کالیو کې کارول کېږي، بیا د زوجینو خپلمنځي امتزاج او یو بل ته نږدېوالی په لباس ونومول شو، ځکه د دوو بدنونو خلط والی، امتزاج او یوبل سره تلازم او جوختوالی کالیو او لباس ته ورته دی.

په دې سره څرګندېږي چې د زوجینو ترمنځ علاقه او اړیکه د امتزاج او جوختوالي اړیکه ده، او دا ډېره پیاوړې ټولنیزه اړیکه او علاقه ده، ځکه چې دا دوه اړخونه احتوا کوي: یو فطري او غریزي اړخ او بل عاطفي او وجداني اړخ له ځانه سره لري.
نو کله چې غریزه او عاطفه سره یوځای شي، نو دلته ډېره پیاوړې نفسي او رواني رابطه او اړیکه منځته راځي.

قرآن کریم د زوجینو تر منځ غریزوي او عاطفي اړیکې انځوروي، او دېته اشاره کوي چې دا د الله تعالی له آیاتو څخه یو آیت(نښانه) ده، او د الله تعالی له هغو بې شمیره او بې کچې نعمتونو څخه یو نعمت دی، الله تعالی فرمایي: وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ [الروم:۲۱](او د هغه له نښانو څخه (بله)داده چې ستاسې لپاره همدا ستاسې له جنس نه یې میرمنې پیدا کړې تر څو چې تاسې له هغو سره ارام ترلاسه کړئ او ستاسې(ښځې اوخاوند) په مینځ کې يې مینه،خواخوږي پیدا کړه. په باوري ډول پدې کې د هغو خلکو لپاره دېرې نښانې دي چې غور او فکر کوي ).

نو د خاوند سکون میرمنې ته او د ښځې خپل خاوند سره جوختوالی یو فطري غریزوي امر دی، او د دوی ترمنځ مینه ، محبت او رحمت، عاطفي امور دي چې راپیدا کېږي او له غریزوي اړخ او نورو څخه راټوکېږي.

د عاطفي ژوند اساسات

په همغه آیت کې قرآن کریم د عاطفي خوږ او آرام ژوند اساسات وضع کړي دي، میرمن د میړه او خاوند لپاره د دمې ځای دی چې کله له ورځني کوښښ او زیار نه چې د ژوند مړۍ د لاسته راوړو په لاره کې ګاللی وي، خپل مؤنس سره له ستړیا، زیار او هڅو وروسته ځای نیسي، چې په پای کې له خپلو ستړیا سره دغه سکونتون، دمه ځای ورغورځي هغه چې باید په خوښۍ، ورین تندي،خندانه مخ ورسره مخ شي، نو دا ورته غوږ غوږ وي، په خپل زړه سوانده زړه او نرمو خبرو یې دمه کړي.

له ابو امامه رضی الله عنه نه روایت دی هغه له نبي صلی الله علیه وسلم روایت کوي فرمایي:« مَا اسْتَفَادَ الْمُؤْمِنُ بَعْدَ تَقْوَى اللهِ خَيْرًا لَهُ مِنْ زَوْجَةٍ صَالِحَةٍ، إِنْ أَمَرَهَا أَطَاعَتْهُ، وَإِنْ نَظَرَ إِلَيْهَا سَرَّتْهُ، وَإِنْ أَقْسَمَ عَلَيْهَا أَبَرَّتْهُ، وَإِنْ غَابَ عَنْهَا نَصَحَتْهُ فِي نَفْسِهَا وَمَالِهِ»[سنن ابن ماجه](مؤمن انسان د الله تعالی له تقوی څخه وروسته بل ډېر ښه څه تر صالحې او نیکې میرمنې نشي ګټلی، چې امر او خبره وته وکړي مني یې، که ورته وګوري پرې خوښيږي، که قسم او لوړه وکړي ترسره کوي یې، که ترې پناه شي د خپل ځان او او د هغه د مال په اړه د خیر ښیګڼې خیال ساتي(نه یې ضایع کوي).

او دغه مفهوم د ښځې د صلاح او ښه والي په هغه څه ټینګار کوي چې ښځه د هغه په خاطر پیدا شوې ده، هغه دا چې میرمن د سړي لپاره د سکون او آرام ځای په ټوله هغه معنا چې سکون یې لري او د سکون ګردو اړخونو ته شاملیږي، او دا چې سکن او سکون ځای ښه وي باید څه صفتونه ولري چې ډېر مهم یې دا: چې څښتن پکې هغه څه وویني چې دی پرې خوښېږي، د دې توان ولري چې خپل اهل او مال وساتي، له ده سره هغه څوک ونه اوسي چې له ده سره مخالف او یا په ټکر کې وي،او دا په خپله هغه صفتونه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د صالحې اونیکې میرمنې لپاره په ګوته کړي دي.

یوه سړي بل ته وويل: خپله لور چا ته په نکاح ورکړم؟! هغه وویل: مؤمن سړي ته یې واده کړه، که یې خوښه وه مینه به ورسره وکړي، او که ناخوښي یې په منځ کې راغله رحم پرې کوي اوکله به هم ظلم پرې ونه کړي.

د واده د مفهوم تفسیر

لږ څه به د الله تعالی له دغه قول سره تم شو، فرمايي: وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ[الروم:۲۱].

لومړی: د دې آیت په اړه د علماو تفسیرونه:
طبري رحمه الله په خپل کتاب[جامع البیان عن تاویل آی القرآن]کې وايي: د الله تعالی له حجتونو او دلایلو څخه دا دي چې دی په هغه څه چې وغواړي قادر او توانا دی، د ستاسې پلار آدم علیه السلام له نفسه یې میرمن ورته پیدا کړه چې سکون ومومي، دا چې الله تعالی حواء علیها السلام یې د آدم علیه السلام د پښتیوڅخه د یوې پښتۍ نه پیدا کړه، او ستاسې ترمنځ یې د مصاهرت زومتوب او خسرتوب اړیکي پیدا کړې چې په هغو تاسې خپلو کې مینه اومحبت کوئ او په خاطر یې له یو بل سره صله رحمي کوئ، او رحمت یې درته راواستوه چې تاسې پرې زړه سوی کوئ، نو په دې سره یو پر بل مهرباني او عطوفت کوئ، یقینا د دې کړنو په کولو خامخا عبرتونه او پندونه دي د هغه قوم لپاره چې د الله تعالی له ټولو حجتونو او ادله و نه پند اخلي.
ابو الحسن ماوردي رحمه الله په خپل کتاب[ النکت والعیون] کې وايي: څلور قولونه دي:

لومړی یې: مودة : محبت او رحمت: شفقت دی.
دوهم:مودة: جماع یا کوروالی، او رحمت: اولاد دی.
درېیم: مودة: د مشرانو سره مینه او درناوی، او رحمت: په وړو ترحم او مهرباني.
څلورم: دا دواړه د میړه او میرمن ترمنځ تراحم او مهرباني ده.

ابن کثیر رحمه الله په خپل کتاب[تفسیر القرآن العظیم]کې وايي:د الله تعالی له آیاتو او نښانو څخه چې د ده په عظمت او پوره کامل قدرت دلالت کوي دا دي چې ستاسې له جنس څخه یې تاسې ته ښځینه پیدا کړې هغوی به ستاسې میرمنې وي؛ ترڅو وهغوی ته سکون او آرامتیا ومومئ، او که الله تعالی بنیادمان ټول نارینه ګرځولي وای او ښځینه یې له بل جنس نه ګرځولې وای، یا له جنیاتو څخه او یا له حیوان څخه، نو دغه ائتلاف،او مینه او جوړښت به د دوی او جوړو تر منځ نه ترلاسه کیده، بلکې د دوی ترمنځ به نفرت و که جوړې یې له بل جنس څخه وای، بیا په بنیادمانو د الله تعالی پوره رحمت دا دی چې د دوی جوړې یې د دوی له جنس نه ګرځولي دي، او د دوی او د هغوی ترمنځ یې مودت (محبت) او رحمت(زړه سوی او رافت)ګرځولی دی؛ ځکه چې سړی چې میرمن ساتي یا د هغې سره د مینې او محبت له کبله او یا په هغې د رحمت او زړه سوي له کبله چې له هغې نه اولاد وي، او یا هغه په نفقه اومصرف کې ده ته اړتیا لري، او یا د الفت او نورو له کبله دا کار کوي.

قوامت(سرپرستي) یا مدیریت

دوهم: دلته ښځه یو عزتمن انسان دی،او د دې او میړه ترمنځ یې مماثلت او برابري په خپل ځای ده، او د سړي لپاره په ښځه باندې دقوامت(سرپرستۍ) او مدیریت درجه شته وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ ۚ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَٰلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا ۚ وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[ البقرة: ۲۲۸]( د ښځو لپاره هم په معروفه توګه هماغسې حقوق دي لکه څنګه چې د نارینه ؤ پر هغو حقوق دي- البته نارینه پر هغو یوه درجه( فضیلت) لري).

له قوامت او مدیریت څخه مطلب د میړه له خوا د نورو د آراو د لغوه کولو په معنا نه ده، بلکې دا کټ مټ د ترافیکو د نښو او اشارو په څېر دی چې په سرک تګ راتګ پرته له دې چې توقف ورکړي تنظیموي یې، نو د سړي قوامت او مدیریت د ښځې رول له منځه نه وړي او نه د کورنۍ په جوړښت او سمون کې د هغې ګډون او مرسته ختموي.

درېیم: امنیت، سکون او استقرار دېته رسېږي چې اولادونه له هر هغه څه نه چې د دوی په وړاندې تهدید وي خلاصون پیدا کړي، او همداراز له هر انحراف څخه چې دوی له سمې لارې لرې کوي نجات ومومي، ځکه دوی په یوې داسې پاکې موسسې کې رالوییږي چې هیڅ غل او غش پکې نشته، حقوق پکې واضح او ښکاره دي او نښې پکې روښانه دي، هر فرد خپل مسئولیت ترسره کوي او پرده چې څه لازم وي ادا کوي یې؛«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»[ البخاري]( د تاسې هر یو راعي (شپونکی) دی او د تاسې هر یو د خپل رعیت په اړه مسئول یاست ).

قوامت او سرپرستي پکې ټاکل شوې ده، هر وګړی په هغه څه کې خوښ دی چې د ده لپاره دي پرته له دې چې په نورو تیری وشي او یا هغوی ته ټک او حد کښېږدي: الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ ۚ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ ۚ وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا[النساء:۳۴](نارینه پر ښځو مسلط اداره چیان دي، له دې امله چې الله تعالی د هغو ځینو(نارینه و) ته پر ځینو نورو(ښځو) لوړتیا وربښلې ده، او له دې کبله چې نارینه خپل مالونه لګوي).

دا داسې ویشل شوې ځانګړنې او دندې دي چې په رباني عادلانه ویش شوی، چې نه پکې جور او ظلم شته بلکې پکې تکامل او تراحم دی.

متبادل احترام او درنښت

رابعاٌ: په رښتیا چې په دواړه جوړو( میړه او میرمن) باندې لازم دي چې د یو بل د رایې او نظر احترام او درناوی وکړي، او د دوی ترمنځ مرکه او بحث باید د عاطفې په پرخه لمده وي هغه لیار چې مراجعه پکې کېږي، او خير په دې کې دی چې مناقشه اوږده نه شي او د مراء(جنجال) تر بریده باید ونه رسېږي، او ښه دا ده چې یو بل ته کله نا کله له خپلې رایې تنازل وکړي په ځانګړې توګه هغه مهال چې د مقابل لوري رایه راجحه وي.

هغه مرکه او موضوعي خبرې اترې چې د مینې او محبت په پرخه جلا پیدا کړي په ګردو ستونزو برلاسی کېږي، د نیکمرغه ازدواجي ژوند د ساتنې په موخه د نیکمرغه میرمنې د حال ژبه وايي: زه ته یې او ته زه یم، دواړه د یو بدن دوه روحه یاستو.

پنځم: فطري مودت، مینه او محبت چې الله تعالی د میړه او میرمنې تر منځ ايښی دی؛ تر څو په دواړو کې د دغو صفتونو په وجه د خیر خصلتونو زیات شي، او په دواړو کې د خیر د خصلتونو په کمښت کمیږي، او نفس په دې پيدا شوی دی چې څوک ورسره ښه تعامل کوي له هغه سره محبت کوي، نو څه حال به وي چې دغه انسان میړه وي او یا میرمن وي او د دوی ترمنځ د الله تعالی له خوا مودت ایښودل شوی وي؟ په دې شک نشته چې دغه مودت به زر زیات او پیاوړی شي، نبی صلی الله علیه وسلم فرمایي:«الدُّنْيَا مَتَاعٌ ، وَخَيْرُ مَتَاعِهَا الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ»[ المنتخب من مسند عبد بن حُمید](دنیا ټوله متاع ده، او د دنیا ډېره غوره متاع نیکه صالحه میرمن ده).

واده د نبوت په کور کې

شپږم: د نبوت په کور کې د ازدواجي ژوند له لطایفو څخه هغه څه دي چې په ژوند او تر مرګ وروسته د ازدواجي ژوند دحق رعایت راغلی دی، په صحیح بخاري کې له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی وایي: ما غرت علي احد من نساء النبيصلی الله علیه وسلم ما غرت علي خديجة و ما رأیتها, و لکن کان النبی صلی الله علیه وسلم یُکثر ذکرها, و ربما ذبح الشاة ثم یقطعها أعضاء ثم یبعثها في صدائق خدیجة, فربما قلت له: کانه لم یکن في الدنیا امرأة إلا خدیجة؟ فیقول:«إنها کانت و کانت, و کان لي منها ولد»

(ما به د نبيصلی الله علیه وسلم له میرمنو ځنې له چا سره دومره غیرت نه کاوه څومره چې له خدیجې سره غیرت کاوه او هغه ما نه وه لیدلې، خو نبي صلی الله علیه وسلم به یې ډېره یادونه کوله، او کله نا کله به یې اوزه حلاله کړه او ټوټه ټوټه به یې کړه او بیا به یې د خدیجې ملګرو ته لېږله، نو کله به ما ورته ویل:لکه چې په دنیا له خدیجې پرته بله ښځه نه وه؟ نو هغه صلی الله علیه وسلم به فرمایل: هغه خو هغه وه، او له دې نه زما اولاد هم و). په دغه حدیث کې ګڼې فایدې دي:

۱- په حدیث کې د هغه څه بیان دی چې نبي صلی الله علیه وسلم ښه خصلتونه او ستر صفتونو لرل، پرعهد ښه وفا، د مینې ساتنه، حلم او ښه معاشره لرل، په ژوند او مرګ د معاشر ملګري حرمت ساتل، او د ملګري د ملګرو درنښت او اکرام کول.
۲- په دې کې د خدیجې رضی الله عنها د فضیلت او د نبي صلی الله علیه وسلم سره د هغې ستر قدر او له هغې سره د محبت دی.

۳- په دې کې دي چې میړه ته په کار دي چې د خپلې میرمنې لپاره مودت، او درنښت وساتي مړه او که ژوندۍ وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د اقتدا لپاره.

۴- په میرمن لازم دي چې هڅه وکړي چې د خپل میړه مینه ترلاسه کړي،په ښه تعامل او ښه ژوند او معاشرې سره، نو محبوبه میرمن هغه ده چې سړي ته هغه د ژوند نیمګړې معناوې پوره کړي، او له عواطفو نه د ده لپاره خوښي وزیږوي، لکه څرنګه چې د ده لپاره اولاد له خپلو کولمو زیږوي، ښځه هغه ده چې کولی شي د خپل میړه لپاره انساني فضاء برابره کړي، نو له ښځو څخه هغه وي چې کور ته راشي نو له کور څخه یوه ښایسته او ښکلي بڼ او باغچه جوړه کړي، هرڅومره چې د ژوند ستونزي ولري، او ځینې ښځې هغه دي چې کور ته راشي، نو له کور څخه بیدیا او وچه دښته جوړه کړي، شګي، ګرمي او بړبړکیو سره، او ځینې بیا هغه دي چې کور د خپل میړه لپاره ګور جوړ کړي!

ای جوړې(میړه او میرمنې)!، باید ستاسې ژوند له مودت، مینې او محبت څخه ډک وي، او اساس یې باید نفسي او روحي سکون او آرامتیا وي، تر څو د کورنۍ په ژوند، نفسي راحت، ازدواجي نیکمرغي، روحي صفایي،دنیوي نعمتونو، اخروي ثواب، وجداني تواصل، متبادل محبت، نیک او صالح ځوځات او پتمنې کورنۍ ونازول شئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب