د هغه محصل لمونځ چې هره جمعه کور ته ځي، مسافرانه دی؟

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
مفتی صیب زموږ یو ملګری چی کور یې په وطن کې له کابله ۷۸ کیلومتره ليرې دی او ده دلته په کابل کې یوه کوټه نیولې ده او د جمعې په ورځ کورته ځي چې راشې نو مسافرانه لمونځ کوي، وایي ما د ۱۵ ورځو اقامه نه ده کړې، د ده لمونځ صحیح دی که څنګه ؟ د اطاق قرارداد یې د شپږو میاشتو کړی، د وظیفې قرارداد یې هم کړی، پوهنتون هم وايي.
جواب يې سره له حوالو راته ولېږئ ځکه له ده سره چې دلیل وایې نو حواله درنه غواړي.
مننه
Abid Rahman Habibi

الجواب:

حامدا ومصلیا
د فقهي عبارتونو څخه معلومېږي چې په یوه ځای کې د اقامت لپاره ۱۵ ورځې تېرول شرط نه دې بلکې صرف د ۱۵ ورځو په نیت سره هم مسافر هلته مقیم ګرځېږي او ستاسو په سوال کې چې د وطاق قرارداد او د پوهنتون داخله یې هم کړی ده نو ګویا د ده نیت د ۶ میاشتو تېرولو شو او ۱۵ ورځې په ۶ میاشتو کې داخلې دي اګر که دلته د اقامت لپاره په یوه وار ۱۵ ورځې نه تېروي په دې توګه ده ته پوره لمونځ کول په کار دي خو بیا هم د اختلاف نه د بچ کېدو لپاره دې صرف یو وار ۱۵ ورځې تیری کړي بیا دې پوره لمونځ کوي.
والدلیل علی ذلک
المسافر اذا دخل مصرا و هو علی عزم انه متی حصل غرضه خرج لایصیر مقیما و ان مکث سنة الا اذا کان مقصودا یعلم انه لایحصل فی اقل من خمسة عشر یوما فانه یصیر مقیما و ان لم ینو الاقامة ( حلبي کبیر ص ۴۶۵ )
ترجمه:
چې کله د مسافر مقصود داسې وي چې ۱۵ ورځو نه کمو ورځو کې نه حاصلېږي دا په خپله مقیم وګرځېده ولو که د اقامت نیت یې نه وي کړی.
والله اعلم وعلمه اتم واحکم.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب