د هندواڼې طبي ګټې

هندواڼه د لیکوین په نوم مادی درلودونکی ده چه یاده ماده یو قوي انټی اکسیدانت ګڼل کیږي، دغه ماده کولئ شي د جلد حجرات د آزادو راډیکلونو د ضرر څخه وژغوری.

آزاد راډیکلونه اکثر د لمر د وړانګو سره یواځې منځ ته راځي یادې وړانګې د بدن پر پوستکي بدې اغیزې شیندي د بیلګې په ډول د پوستکي ژر زړښت ، پر پوستکي د ګونځو پیدا کیدل او حتا د پوستکي سرطان د رامنځ ته کیدو سبب ګرځي دغه راز هندواڼه د A، Bاو C ویټامینونو تر څنګ یو شمیر منرالونه هم لري لکه پوتاشیم او مګنیزیم چه د بدن د عمومي روغتیا لپاره ډیر ګټور ښودل شوي دي.

همدارنګه په هندواڼه کې موجود لیکوین د کولیسترول د اکسیدیشن او رسوب څخه په رګونو کې مخنیوي کوي چه د رګونو د بندیدو ، د زړه د نارغیو او د ویني د لوړ فشار څخه په مخنیوي کی یو ډول وقایوي رول لوبوي.
دغه راز هندواڼه د انرژي او اوبو یو ښه منبع ګڼل کیږی،که هندواڼه او مالګه يو ځاي وخوړل شي نو دبدن ګلوکوز سويه لوړوي ، دغه الهي نعمت د کال په هغه موسم کی چه ورته ډیر ضرورت لیدل کیږي د لاس رسي وړ ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب