د هګۍ پنځه حیرانوونکې ګټي

د هګۍ پنځه حیرانوونکې ګټي

په نړۍ کی به ډیر کم داسي غذاګاني وی چي د هګۍ هومره ګټي دی ولري

هسی هم د هګیو بی شمیره ګټی دی خو له دی څخه پنځه مهمی ګټي یی په لاندي ډول دي چي له همدې کبله ورته سوپر فوډ وایي

۱: د سترګو لپاره تر ټولو ګټور مواد په هګۍ کې شته چی د Lutein او رکیستین کیراټیناید نومیږی دا دواړه اجزاوی د بل هر غذا څخه زیات په هګۍ کې په آسانۍ سره موندل کیږی نو په دی خاطر ویلي شو هغه کسان چی په ورځنی ژوند کې روزانه هګۍ خوری د سترګو د کترکت په ناروغۍ نه اخته کیږي

۲: ګټور کولیسترول: په یوه هګۍ کې تقریباً ۲۱۲ ملی ګرامه کولیسترول موجود وي خو له نیکمرغه دغه کولسترول یو ډول ګټور کولیسترول دی او په وینه کې مضر کولیسترول زیاتیدو ته نه پریدی

۳: د زړه د ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره هګۍ ګټور دی

په هګۍ کې شته کولیسترو د HDL له نوعی څخه دی کوم چي د صحت لپاره زیانمن ندی پدی وجه د زړه او نورو ناروغیو خطره کموي

۴: هګۍ د پروټین زیرمه ده

په یوه هګۍ کې تقریباً ۶ ګرامه د لوړي کچي پروټین شته او د انسان د ضرورت وړ ټول ۹ واړه امینو اسیدونه هم پکې شته پروټین د انسان په وده کې له اړینو عناصرو څخه شمیرل کیږي چي په ځانګړي ډول د ودی په حال کې ماشومانو ته ډیر ګټور دی

۵ د کولین بهترینه زیرمه په هګۍ کې ده

د یوی هګۍ ژیړ تقریباً ۳۰۰ مایکروګرامه Choline لری دغه کولین د دماغ، عصبی سیستم او د ویني دوران په غوره ساتنه کې مهم رول لري

د هګۍ پورتنی ګټی په یو وخت په نورو غذاګانو کې په ډیره مشکله سره پیدا کیږي نو پدی خاطر ویلي شو د هګۍ ورځني استعمال د ښه صحت ضمانت کوي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب