د هیماتوپویتیک بنسټیز حجرو سرچینه Hematopoietic stem cells Source

د هیماتوپویتیک بنسټیزحجرو سرچینه Hematopoietic stem cells Source :

دهیماتوپویتیک بنسټیزحجرې  HSCs د ستر سړي د پلنو هډوکو په مغزکې لکه د پښتۍ ribs هډوکي ،دملاتیر Spine ، حوصله Pelvis  ، دسرکوپړۍ Skull اودسټرنوم sternum په هډوکوکې شتون لري.

په ۱–شکل کې دوینې  هغه حجرې ښوول شوې دې چې دهډوکي په مغزکې پیداکیږي . دبیلګې په توګه میلوسایتMyelocyte ، وازده Fat ،میلوپلاکسMyeloplaxe ، سره کرویات Erythrocyte ، نورموبلاست Normoblast،اییزینوفیل Eosinophil cell،

سړی کولای شي چې بنسټیز حجرې دحوصله Pelvis   هډوکي څخه  دیوې ځانګړې ستنې په مرسته ترلاسه کړي . همدارنګه دکلینیکي اوساینسي څیړنوپه موخه کیدای شی چې  HSCs بنسټیزحجرې  دنامه په غوټی پورې اړوندبرخې اویا دبلاربښت هډیانې پلاسنتا Placenta څخه  راویستل شي   . په بدن کې بهیدونکې وینه هم کیدای شي چې د   بنسټیزحجرودسرچینې په توګه وکارول شي . دنوموړې موخې لپاره اړین ده چې مخکې له دې  د یوډول پروتین Cytokines   په مرسته وپارول شي .  په دغه ډول چلنلاره کې د (granulocyte colony-stimulating factors), فکټورپه کارولو سره دهډوکوپه مغزکې دوینې پرتې حجرې هڅول کیږی چې دمغزڅخه ووځی اودبدن د وینې جریان ته ورننوځي . دتجربوپه موخه دمورپه رحم کې دودې په حال کې دجنین ینه  Fetus liver   او طحالSpleen دوینې ا ړین سرچینې  تشکیلوي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب