د وتر لمونځ – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: پلار جانه! که امکان لري وتر او قنوت لمونځ هم راوښيه؟

ځواب: د وتر لمونځ هغه درې رکعته واجب لمونځ دی چې په هر رکعت کې سورة فاتحه له يو بل سورة سره لوستل کېږي، په دريم رکعت کې وروسته له قرائت څخه لاسونه د تکبير په ويلو سره غوږونو ته پورته کېږي او بیا بېرته له نامه سره تړل کېږي او په آرامه توګه د قنوت دعاء لوستل کېږي.

د قنوت دعاء:

«اللهم انا نستعينک و نستغفرک و نؤمن بک و نتوکل عليک و نثني عليک الخير، ونشکرک ولا نکفرک ونخلع ونترک من يفجرک، اللهم اياک نعبد ولک نصلي ونسجد و الیک نسعی و نحفد ونرجوا رحمتک ونخشی عذابک ان عذابک بالکفار ملحق».

ژباړه: خدايه له تا مدد او بښنه غواړم، په تا ايمان لرم او په تا توکل کړم او تا په خير يادوم، خدايه ستا شکر وباسم او له تا سرغړونه نه کوم او څوک چې له تا سرغړونه کوي، هغه پرېږدم. خدايه ستا عبادت کوم او یوازې ستا لپاره لمونځ اداء کوم ستا سره اخلاص لرم، ستا د رحم غوښتونکی يم او له عذابه دې وېرېږم، رښتیا ده چې ستا عذاب د کافرانو لپاره دی.

د قنوت دعاء تر لوستلو وروسته تکبير لوستل کېږي بیا رکوع وي.

د وتر د لمانځه وخت د ماسختن له فرض او سنت لمونځ څخه وروسته پیل کېږي او د سهار تر لمانځه پورې دي، دا لمونځ بايد په یوازيتوب اداء شي خو په روژه کې د وتر لمونځ له تراويح وروسته په جماعت اداء کېږي.

 

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب