د ورځني ژوند مهم ذکرونه او دعاګانې

1-. سورة الفاتحه ٧ ځله : دزهرو او مرضونو دشفاء او علاج لپاره( بخاري او ترمذي).

٢- اية الکرسى : ( سورة البقرى ٢٥٥ اية)

فضيلت : ١- اية الکرسي چې څوک د شپې ولولي نو د الله تعالى څخه ورته ساتونکې مقرر شي او شېطان ورته نشي نژدې کېدې .( بخاري حديث نمبر ٢٢٥٤)
٢

– څوک يې چې د فرض لمانځه څخه وروسته ولولي نو جنت ته د تللو څخه هېڅ شى نه شي منع کولاى بغېر دمرګ څخه (چې کله مړ شې روح به يې جنت ته ځي. (مشکوة المصابيح ١/ ٨٩ ).

۳- د سورة البقرى اخري دوه ايتونه :امن الرسول …لايکلف الله… فضيلت : دا دوه ايتونه چې څوک دشپې ولولي دا ورته پوره کيږي (د هر شر،زهريله حېوان او دارنګه دنور قرا‌ءةڅخه ). بخاري حديث نمبر ٥٠٠٨

۴- سورة الاخلاص ،سورة الفلق او سورة الناس هر سهار او ماښام درى درى ځله لوستل کيږي
فضيلت : ١.رسول الله صلىالله عليه وسلم فرمائيلي دي چې دادهر شئ څخه پوره کيږي .ابوداود حديث نمبر ٥٠٨٢

۳- دخوب کولو په وخت کې به نبي عليه السلام دا درى واړه سورتونه لوستل او بيا به يې په لاسونه کې چف کولو او په ټول بدن به يې راښکل .(.فتح البارى مع البخاري٩/٦٢.)
٥- هره شپه سورة آلم، السجدة او سورة الملک لوله د عذاب قبر څخه به نجات او خلاصې مومې مشکوة ١٨٨
٦ . بِسْم اللهِ الذِىْ لاَ يَضُرُ مَعَ اَسْمِهِ شِئْ فِىْ الاَرْضِ وَلاَفِىْ السَمَاءِ وَهُوْ السَمِيْعُ الْعَلِيْمُ.
فضليت : څوک چې سهار او ماښام دا ذکردرې درې ځلې ولولي نو دهر شر او ضرر، جادو اوسحر څخه به الله تعالى ورته امن ورکړي. ترمذي حديث نمبر ٣٣٨٨
٧-د ويده کېدلو دعاء : اَللهُمَ بِاسْمِکَ اَمُوُتُ وَاَحْيَا. (بخاري ٢/٩٣٤،مسلم ٢/٣٤٨ )
٨- خوب نه د رابيداريدلودعاء :
اَ لْحَمُد ُلِلهِ الًذِىْ اَحْيَانَا بَعْدَ مَا اَمَاتَنَا وَاِليْهِ النُشُوُرُ (بخاري ٢/٩٣٤،مسلم ٢/٣٤٨
٩- سېدالا ستغفار : اَللهُم اَنْتَ رَبىْ لاَ اِلَهَ اَنْتَ خَلَقْتَنِىْ وَاَنْاعَبْدُکَ وَاَناَ عَلى عَهْدِکَ وَوَعْدِکَ مَااسْتَطعْتُ اَعُوْذُبِک مِنْ شَر مَا صَنَعْتُ اَبوُءُلََک بِنِعْمتِک علَىْ وَاَبُوءُلَکَ بِذَنْبِىْ فَاغْفِرْلِىْ فَاِنهُ لاَيَغْفِرُالذُنُوْبَ اِلاَ اَنْتَ .
فضليت : داسېدالا ستغفار چې څوک سهار ولولي اودماښام څخه مخکې مړ شي نودا د جنت والو څخه دى( په دېن فطرة او توحيد مړ شو) چې ماښام يې ولولي اود سهارنه مخکې مړ شي نودا د جنت والو څخه دى ( نو په دين فطرة او توحيد مړ شو). بخاري ٦٠٦١ ابوداود ٥٠٧٠ ترمذي ٣٣٨٣

١٠- لآ اِلَهَ اِلا اللهُ وحْدَهُ لاَ شَرَيْکَ لَهُ المُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُوَهَوْ عَلى کُل شَىْءٍ قَدِيْر سل ځله لوستل کيږي.
فضليت : د لسو مريانو ازادولو برابر ثواب دى سل نېکۍ به ورته وليکل شي او سل ګناهونه به يې معاف شي او تر ماښام پورې به د شېطان ضررڅخه ساتل کيږي او هيڅ څوک راتلل نشي کولاې مګر هغه څوک چې دده څخه دا عمل زيات وکړي (مشکوة جلد١/ ٢٠١ )
١١- اعُوذُبِکلَمَاتِ اللهِ التامَاتِ مِنْ شَرمَا خَلَقَ.( صحيح مسلم ٢/٣٤٧. ابوداود ٣٨٩٨)
فضليت: څوک چې ماښام دادرې ځلې ولولي نو دشپې به د زهريله حېوان ،مار، لړم څخه په امان وي.
١١- د هر فرض لمانځه څخه وروسته چې څوک دا ذکرونه ولولي ٣٣ځلې سبحان الله ،٣٣ ځلې الحمدالله ،٣٣ ځلې الله اکبر او بيايو ځل .
لآ اِلَهَ اِلا اللهُ وحْدَهُ لاَ شَرَيْکَ لَهُ المُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُوَهَوْ عَلىکُل شَىْءٍ قَدِيْر.
فضليت :الله تعالى به يې ټول ګناهونه معاف کړي اګر که د درياب د زګونو په اندازه وي .(مسلم ١/٢١٩ . مشکوة ١/٨٩.)
١٢- حَسْبىْاللهُ الاَاِلَهَ اِلاَ هُوْ عَلَيْهِ تَوَکلْتُ وَهَوْرَبُ الْعَرْشِ الْعَظِيْمِ .
فضيلت: دا ذکر چې څوک سهار او ماښام٧ ځلې ولولي نو د ټولو غمونو ددنيااوخرت څخه به خلاصې ومومي. (ابوداود حديث نمبر ٥٠٨١ )

١٣- اَللهُم اَکْفِنِىْ بِحَلَالِکَ عَنْ حَرَامِکَ وَاَغْنَِنِىْ بِفَضْلِکَ عَمَنْ سِوَاکَ. فضيلت : نبي عليه السلام علي رضىالله عنه ته وفرمائېل چې دادعا لولې نو ستا قرضونه به الله تعالى خلاص کړي اګر که دغره په اندازه وي.(ترمذي ٣٥٦٣وقال ا لالباني سنده صحيح)
١٤- بِسْمِ اللهِ اَللهُم جَنِبْنَاالشَيْطَانَ وَجَنِبِ الشَيْطَانَ ماَرَزَقْتَنَا.
فضليت: رسول الله صلىالله علېه وسلم فرمايلي دي کله چې يو انسان اراده وکړي دجماع کولو د خپلې ښځې سره او دا دعا ولولي او ددې جماع څخه الله تعالى داولاد دپېداکولو تقدير اوفيصله کړي وي او پېداشي نو هېڅ کله به شېطان ضرر ورنکړي .(بخاري ٦/١٤١،مسلم ٢/١٠٢٨ )
١٥- د اودس څخه وروسته دعاء: اَشْهَدُاَنْ لاَاِلَهَ الاللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرْيکَ لَهُ وَاَشْهُدُ اَنَ مُحَمَداً عَبْدُهُ وُرَسُوْلُه ُاَلْلَهمَ اِجْعَلْنِىْ مِنَ الْتَوابِيْنَ وَاْجعَلْنِىْمِنَ المُتَطَهرِيْنَ .
فضليت: څوک چې داودس څخه وروسته دا دعا ولولي نو د جنت ٨ اته واړه دروازې به ورته خلاصې وي هر يوې څخه چې خوښه يې وي نو ور داخل به شي (.ترمذي،مسلم)
١٦- بېت الخلاء ته دورتللو دعا :اَلَلهُمَ اَنِىْ اَعُوْذُبِکَ مِنَ اْلخُبُثِ وَالْخَبَائِثِ (.بخاري، مشکوة جلد ١ /٣٢) .
فضليت: څوک چې دا دعا ولولي نو دشېطانانو او پيريانو څخه به په پرده او امن او خلاصي کې وي ( ابوداود)
١٧- د بېت الخلاء څخه د راوتلو دعا: غُفْرَاَنکَ . مطلب يې دادې چې الله تعالى زمونږ ګناهونه او بښه او ستا د نعمتونو شکر اداء کوو او ناشکري نه کوؤ.ترمذي حديث نمبر ٥ ،مشکوة جلد ١/٤٣
١٨- د مجلس د اخر دعا
:سُبْحَانکَ الَلَهُمَ وَبِحَمْدِکَ اَشْهُدُاَنَ لَااِلَهَ اِلاَ اَنْتَ اَسْتغْفِرُکَ وَاَتُوْبُ اِلَيْک .
فضليت : د مجلس په اخرکې چې څوک دا دعاء ولولي نو پدې مجلس کې شوي ګناهونه به يې الله تعالى معاف کړي . مشکوة المصابيح ١/١٢٢وقال الالبانى سنده صحيح
١٩- د خوراک شروع کېدلو دعا: بسم الله .بخاري حديث نمبر ٥١٦٧ او فقط همدا جمله ده او ګوره زيات تفصيل په( فتح الباري ١ /٤٤٥ (ط بيروت) او معجم المناهي اللفظيةلا بى زيد صــ
٢٠- د خوراک کولو څخه وروسته دعاء .١- اَلْحَمْدُلِلهِ حَمْداً کَثَيْراً طَيَبَاً مُبَاَرََکاً فِيْهِ غَيْرَ مُکَفىًً وَلاَ مُوَدعِ وَلاَ مُسْتَغْنًى عَنْهُ رَبَنَا ( بخاري ٢/٨٢٠ حديث نمبر ٥٢٤٧).
٢- اَلحْمُدُلِلهِ الذَىْ اَطْعَمَنِىْهَذَا الطَعَامَ وَرَزَقِنَيْهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ وَلاَ قُوَةٍ مِنَىْ . ابوداءود ٤٠٢٣
٢١- بازار ته د تللو عجيبه دبرکتونو دعاء: لاَ اِلَهَ اِلاَ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرَيْکَ لَهُ ،لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُيُحْيِىْ وَيُمِيْتُ وَهُوْحَىُ لاَ يَمُوْتُ بِيَدِهِ الْخَيْرَ وَهُوْ عَلىَ کُلَ شَيْىءٍقَدِيْرُ.
فضليت: رسول الله صلى عليه وسلم فرمايلي دي چې څوک بازار ته لاړ شي او دا دعاء ولولي نو الله تعالى ورته يوميليون (١٠٠٠٠٠٠) نېکې ليکي او يو ميليون ګناهونه يې معاف کوي او يو ميليون درجې يې پورته کوي .( صحيح الترمذي جلد١/١٥٢ ، مشکوة المصابيح).
٢١- دشرک څخه د خلاصې او ويري دعاء : اَلَلهُمَ اِنَىْ اَعُوْذُبِکَ اَنْ اُشْرِکَ بِکَ وَاَنَا اَعْلَمُ وَاَسْتَغْفِرُکَ لِماَ لاَ اَعْلَمُ .صحيح الجامع الصغير ٣ /٢٣٣ .
يوڅو د ګټې خبرې :
مسلمانانو ورونو لپاره يو څو اسانه فايدې او ګټې ليکو چې ثوابونه او خيرونه يې ډير دي .
١- اَسْتَغْفِرُاللهَ وَ اَتُوْبُ اِليْهِ . دا ذکر د ورځې سل کرته لوستل کيږي .(مسلم ٢٠٧٥ ).
لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَةً اِلاَ بِاللهِ . دا ذکر باېد ډير ولوستل شي .مشکوة المصابيح
٣- د مجلس په اخر کې نبوي دعاء او ذکر لوستل کيږي او همدارنګه د سورة الصافات اخري درې ايتونه لوستل کيږي . (تفسير ابن کثير ،تفسير معالم التنزيل للبغوى ، صحيح الترمذي ٣/١٥٣)
٤- سبحان الله ،الحمدلله ،اللهُ اکبرُ .
دا ذکرونه فرض لمانځه څخه وروسته ،ويده کېدلو په وخت کې او نورو مناسبو وختونو کې لوستل کيږي.
٥- او د لاَ اِلَهَ اِلاَ اللهُ ذکر ډير ډير کوئ . مسلم ١/٤١٨
٦- دسهار د لمر دراختلو څخه وروسته څلور رکعاته لمونځ کوه نو الله تعالى به ده د ورځې حاجتونه پوره کوي .( ترمذي ، مشکوة).
٧- د سهار د لمانځه څخه وروسته دلمر راختلو وخت پورې دلمانځه په ځاى کې ذکر او دعاګانې کوه . (ترمذي)
٨- دشپې په څه برخه کې دقيام اليل او تهجد پابندي کوئ او دټولو مسلمانانو د رزق ، حاجتونو او بښنې لپاره دعاء کوه ځکه چې قبليږي . (بخاري ، ابن کثير)
٩- رسول اکرم صلى الله عليه وسلم به کافرانو ته په فرض مونځونو کې او اکثراً به يې دصبا په لمانځه کې د رکوع څخه وروسته خيرۍ او دعاء شر کوله چې ديته ( دحديثو او فقهي په کتابونو کې قنوت نازله وايې ) او دابه يې تر يوه مياشت پورې لوستلو .بخاري ،مسلم ،مشکوة ١/١١٣ .نو عزتمندو امامانو ته پکار دي چې خپل مقتديان پدغه سنتو درسول اکرم صلى الله عليه وسلم پوهه کړي اود سهار په لمانځه کې قنوت نازله شروع کړي چې په هغې کې مجاهدينو او بنديانو ته دعاء ګانې وکړي او کافرانو ته خېرۍ وکړي.
١٠- هر سهار اوماښام په نبي صلى الله عليه وسلم لس لس (١٠) ځلې درود لولې . (صحيح الترغيب والترهيب ١/٢٧٣)
١١- د سهار او ماښام په دوه دوه رکعاته سنت لمانځه کې او دوترو څخه وروسته دوه رکعاته نفل لمونځ کې به نبي صلى الله عليه وسلم سورة الکافرون ،سورة اخلاص لوستلو .(مشکوة المصابيح ١/١١٣ زاد المعاد)
١١.مالي صدقات د الله تعالى لپاره اود الله تعالى په لا ر کې ور کوې.
١٢- د الله تعالى ،قيامت ، او مرګ څخه هر وخت ويره کوې.
١٣.د قرآن کريم او درسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو زده کړه او عمل ،دعوت ،تبليغ،نشر او اشاعت لپاره هر وخت کوښښ او اخلاص کوه او په هر کار کې د الله تعالى رضا غواړه .
ومن الله التوفيق

ليکنه: مولوي احمد شاه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب