د وزن په زیاتېدو سره مو عمر لنډیږي

که په خپل ژوند کې وزن (چاغوالي) ته پام ونه کړی، نو پوه شی چې له ګڼو ناروغیو سره به مخ او ژوند به مو لنډ شي.

 له بیلا بیلو لارو چارو ګټه پورته کړئ تر څو مو وزن ډیر نه شي.

د وزن زیاتوالی د ژر مړینې او د بې خونده ژوند په مانا ده، نو حل لاره یې دا ده چې کلکه اراده او په ژوند کې د خوړو او ورځنیو چارو لپاره له سم مهال وېش نه ګټه پورته کړئ.

د وزن زیاتوالی چې په وجود کې د اضافي غوښو را ټولېدل دي، ګڼې ناروغۍ رامنځ ته کوي لکه د زړه، سرطان، شکرې او نورې بیلا بیلې ناروغۍ.

نو له همدې امله څرګنده ده چې یو وخت به خپل وزن درته په لوی سرخوږي بدل شوی وي.

your ads

د وزن په کمولو کې لومړی باید د وجود غړي په څو برخو وویشل شي، تر څو معلومه شي چې وجود مو په کوم حالت کې دی.

چاغوالی د انسان د ژړ مړینې سبب ګرځي.

په ټوله نړۍ کې د زیات وزن له امله ۴۴ سلنه وګړي په شکرې، ۲۳ د زړه ناورغۍ او له ۷ تر ۴۱ سلنه په سرطاني ناروغیو اخته دي.

خوړو ته پوره پاملرنه مو په وزن کې ستر رول لوبوي، ښه دا ده چې د میوو، غوړیو او مالګې مصرف کم کړئ.

همدارنګه د زیات وزن په اړه ډاکټر عبدلهادي حماس وايې د وزن زیاتوالی د زیاتره ناروغیو مور ده.
د دې لپاره چې وزن مو زیات نشي یا زیات وزن کنټرول کړی شو لاندې لارښوونې په نظر کې ونیسئ.
۱:  سباناری مه پرېږدی.
۲:  بشپړ خوب کول ۷-۹ ساعتو اړین دی
۳:  سهار کې د لمر ختو سره د لمر وړانګو ته له ۲۰-۳۰ دقیقو پورې درېدل ګټور دي دا کار د پوستکي غوړ حل کوي.
۴:  د خوب خونه مو پاکه وساتئ تر څو ارام خوب وکړئ.
۵:  په منظم ډول خپل وزن وګورئ.
۶ : په نیمه ګېډه ډوډی وخورئ.
۷: هره ورځ قدم وهنه مه هېروئ.
۸: له مشروباتو ډډه وکړئ لکه کوک، پانتا ….
۹: وختي ویده شئ او وختي پاڅېږئ.

همدارنګه که د وزن له زیاتوالي ویره لری نو:
هر سهار یو ګیلاس تومڼې اوبه، له لږ شاتو او لیمو سره ګډ کړی او په نهاره یې وڅښی، دا کار به ستاسی د وزن د زیاتوالي مخنیوی وکړي.

همدارنګه هره ورځ باید لږ تر لږه ۳۰ دقیقې ورزش وکړی تر څو د شکرې او زړه ناروغیو په مخنیوي کې له تاسې سره مرسته وکړي.

ځینې له ورزش کولو سره عادت نه وي، نو بیا ښه دا ده چې په ورځ کې لږ تر لږه باید ۳۰ دقیقې پلی تګ وشي.

پلی تګ هم د وزن په کمولو کې پوره ونډه لري او د ځینو ناروغیو په مخنیوي کې ستر رول لري.

نو دا هرڅه کلکه اراده غواړي، نو سره له اوسه پرېکړه وکړی او خپل وزن مو کم کړئ.

حامد احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب