د وزن کمولو لس سپارښتنې

موږ ټول غواړو،چې وزن مو کم شي او ددې لپاره  زیار هم باسو ،ځینې خو ددې چارې لپاره له درملو هم کار اخلي او ځینې نور بیا خپل ډېر وخت په جیم او کلبونو کې تیروي ، یو شمېر نور بیا دوزن کمولو لپاره له  فوق ریجیم څخه کار اخلي ، ددې ټولو په  پرتله  د وزن کمول اسانه  چاره ده  نه دومره زیار ته اړتیا لري او نه  دومره اندېښنې ته  .

دا لاندې لس سپارښتنې مو که عملي کړې  په ډېره اسانۍ به خپل وزن له لاسه ورکړئ .

‍۱-   په خوراک کې له زیرکتیا کار واخلئ :

هیڅوک نشته ،چې داسې  له اسانه  خوړو څخه  را ایسار کړي ، خو ددې  پر ځای  که  تاسې د خوړو په  انتخاب کې له زیرکتیا کار واخلئ خپل کار به مو اسانه کړې وي ، ستاسې په ګډون ټول پردې پوهیږي،چې  Fast Foods  ژر تیاریدونکې خواړه مو وزن لا پسې ډیروي  او په ورته وخت کې به ژر ژر دلوږې احساس کوې ، موږ سپارښتنه کوو،چې  له پروټین څخه  مالامال خواړه انتخاب او وخورئ په دې برخه کې  وچه میوه تر ټول ښه انتخاب دی .

۲-  دتلویزون دلیدو پرمهال څه مه خورئ

څیړنو ثابته کړې ده که چیرې  دماښامنۍ خوړولو پر مهال یوازې یاست  او یا بل هر وخت  او تلویزون ګورې نو له  خپلې اړتیا زیاته   40%  غذا مصرفوئ ، ځکه مو باید دخوراک پرمهال نه تلویزون ولیدل شي ،نه  پر بل څه  ځان بوخت کړل شي .

۳-  هره ورځ  باید خپل وزن مالوم کړې :

هره ورځ  په منظمه توګه  دوزن  مالومول  دخطر زنګ دی ، پوهیږې ،چې وزن مو زیاتیږي او که کمیږي ، دا به له تاسې مرسته وکړي ،چې خپل وزن څرنګه کنترول او څه وخورې او څه نه ؟ 

۴-  اونۍ کې درې ځل تمرین :

به منظمه توګه سپورت  به له تاسې مرسته وکړي ،چې ښه اندام ولرې  او دا بیا په خپل وار تاسې هڅوي،چې  وړ غذايي سیستم رامنځته کړې .

۵-  هر کله مو،چې خوړو ته زړه شو خپل عقل او فکر دواړه بوخت کړې :

څیړنو ثابته کړې ده،چې  خوړو ته سخته اشتها یا لېوالتیا له پنځو دقیقو نه ډیریږي ، یوازې دځان او نفس کنترول په دې برخه کې مرسته کولای شي، له ملګري سره خبرې ، پر تیلفون ځان بوختنه  هغه څه دي،چې له خوړو مو پام اړوي .

۶-  په سهارنۍ کې هرڅه مو،چې خوښه وي خورئ :

ځینې خلک دوزن دکمولو په موخه  سهارنۍ له پامه غورځوي ، خو دا له اصله سمه کړنه نه ده ، ځکه څه موده وروسته بیا همدا خلک دلوږې احساس کوي او هر څه  خوري ، سهارنۍ په مړه خیټه وخورئ له لوږې ځان وساتئ ، دورځې په اوږدو کې به  نه وږي کیږي . دهر وخت  ډوډۍ پر خپل وخت وخورئ .

۷-  له الکولو څان وژغورئ :

هر ډول الکولي څښاک  کولای شي،چې ستاسې دوزن د ډېرښت لامل وګرځي ، په پیل کې داسې ښکاري،چې دا خو لږ دي ، خو الکولو خپل کار کړې وي او ستاسې دچاغښت لامل ګرځي، که چیرې له الکولو څخه لاس واخلئ د دوو اونیو په اوږدو کې به ووینئ ،چې څومره وزن  مو له لاسه ورکړې دی.

۸ –  دورځې دوه ځل میوه خورئ :

هره ورځ په منظمه توګه  دوه ځل میوه خورئ  له دی سره به مو خېټه  ډکه وي او له هغو خوړو څخه مو پام  اړوي،چې نه مو خوښیږي ، میوې له ډېر څه  برخمنې دي او ستاسې بدن ته  ګټورې ثابتیږي .

۹ – پوره خوب کوئ : 

هره ورځ پوره خوب  له تاسې سره مرسته کوي،چې دبدن ارامتیا مو پر ځای وي پردې سربېره پوره خوب ستاسې دخوړو سیستم منظموي ،  ارامتیا مو پر ځای وي  او دیته مو نه اړباسي،چې  له اندازې زیات خواږه وخورئ .

۱۰ –  دځان په اړه ښه  فکر وکړئ :

دعقل او فکر لوبه  دا غواړي،چې ځانته دښکلي او سمارټ انسان  په سترګه وګورئ ، په پایله کې به ستاسې بدن هڅه وکړي،چې هغه  بڼې ته ورسیږي ،چې تاسې په خپل عقل کې وار له مخه انځور کړې ده.
 روهي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب