د وصل او عطف توري

د وصل توری:

دوصل توری دارتباط وظیفه اجرا کوي،خو زیات د دوو جملو په منځ کې دارتباط او

تړون دپاره راځي. د عطف توري دادي: «او،یا،بیا،هم،پسې» او نور. په جملو کې داسې ویل کېږي.

توریالی پاتې شو او زه راغلم.اول مې پړ کړه بیامې مړکړه یا لویوغروته ځه یا لویو کوروته. هم خرما هم ثواب. اول زلمی ځي پس توریالی ځي.

د عطف توری:

د عطف توری د دوو نامکملو جملو دارتباط وظیفه اجرا کوي.

په پښتو کې ځینې توري سربیره په خپلو خاصو ماناګانو د عطف کار هم ځنې اخیستل کېږي لکه:«بل، ترڅو، سره ددې، په تېره، که، له سربېره، که څه هم، لکه چې» او نور.

مثالونه دادې: یو مې دلبر ځي بل رانه زړه وړي. زړه مې په دا وړي ، څه دلبر نوی. زه پرون راغلې وم، لکه چې په کور کې نه وې. باران ډیر وشو سره ددې هوا ګرمه ده. تاته ودرېدم که نه اوس به رسېدلی وم. لرګی هروخت ضروري دی په تېره په ژمي کې. کار ډېر کوم،خو څوک نه خوښېږي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب