د وينې قند يا شکر د کنټرولولو لپاره دا دوه مېوې وخورئ:

 شکر یا د وينې قند داسې یوه ناروغي ده چې کېدای شي د ځینو خوړو په خوراک سره یې کچه ښکته او یا پورته شي.

د برنا د راپور له مخې، د وينې د قند لوړه کچه کولای شي ډېرې ستونزې د بېلګي په توګه عصبي ستونزې، د زړه ناروغۍ، د پښتورګو او سترګو ناروغۍ وزېږوي او ډېری بیا په دې باور دي چې له حد څخه ډېر چاغښت د وينې د قند د لوړوالي لامل کېږي.

له ایکسپریس څخه په نقل، څېړونکو د خپلو نوو څېړنو په پایله کې دا موندلې چې د ځینو مېوو خوړل د وينې د قند د کچې را ټيټېدو لامل کېږي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته هغه دوې مېوې در وپېژنو چې د وينې د قند د ښکته راتلو لامل کېږي.

نو که چېرې ستاسو د وينې د قند کچه لوړه ده او یا غواړئ چې د وينو د قند کچه مو لوړه نه شي لاندینیو مېوو څخه ګټه واخلئ.

لومړی: مالټه

مالټې په ځانګړي ډول سره مالټه د انټي اکسیډنټ او C ویټامین لوړه کچه لري او د انتوسیانیدین او فلاون یوه غوره سرچينه ده.

your ads

همدارنګه په سرې مالټې کې شته سیانیدین۳، ګلوکوزید او دلفینیدین۳ د انسولین ترشح ډېروي او په پای کې په بدن کې د ګلوکوز د زغملو لامل کېږي.

نو د وينې د قند د کچې د ښکته والي لپاره ارومرو له مالټې څخه ګټه واخلئ.

دویم: ټماټر (رومي بانجان)

د مالټې تر څنګ بل ډول ګټور خواړه یا سابه چې د وينې د قند له لوړوالي څخه مخنیوی کوي رومي بانجان دی.

رومي بانجان د انټي اکسیډنټ او لیکوپن غوره سرچینه ده چې په پخولو سره یې ځانګړنې ډېرېږي.

رومي بانجان د زړه له ناروغیو او حملو څخه مخنیوی کوي. همدارنګه د رومي بانجانو د اوبو څښل د وينې د قند د کچې د ښکته والي لامل کېږي. نو د خپلو خوړو په رژیم کې د رومي بانجانو خوړل مه هېروئ.

په پای کې د یادونې وړ ده چې د رومي بانجان او مالټې ترڅنګ ډیرې نورې مېوې او سابه هم شته چې د وينې د قند د کچې د ښکته راتلو لامل کېږي، خو دغه دوې یاد شوې مېوې د نورو مېوو په پرتله د وينې د قند د کچې په ښکته والي کې ډېره ونډه لري.

ژباړه: عايشه حيدري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب