د وينې وژونکې «تهليسيميا» ناروغۍ درملنه ممکن شوه

د پاکستان کراچۍ کې وينې ناروغيو انسټيټيوټ «نيشنل انسټيټيوټ آف بلډ ډيزيز» په لومړي ځل داسې درمل تجربه کړي، چې له خوراک سره يې په تليسيميا اخته ناروغانو بدونونو کې وينې جوړيدل پيليږي.

تيليسيميا يوه وينه وژونکې ناروغي ده، چې له امله يې د انسان بدن وينه نه جوړوي او تر اوسه يې علاج تقريبا ناممکن و.

د تيليسيميا يوازنی علاج د بندونو « bone marrow » اوږد مهالی عمليات و، چې شاوخوا پنځوس زره امريکايي ډالر لګښت پرې راځي، مګر د پاکستان د وينې ناروغيو د څېړنې انسټيټيوټ په لومړي ځل داسې درمل تجربه کړي، چې خوراک سره يې د انسان بدن وينه جوړوي.

د وينې د ناروغيو متخصص ډاکټر طاهر شمسي په مشرۍ کې ډاکټر ثاقب انصاري په خپله تازه څېړنه کې څرګنده کړې، چې هايډروک سي يوريا Hydroxyurea درمل خوړلو سره په تيليسميا اخته ناروغانو انسانانو بدنونو کې د وينې جوړيدو بهير بيا پيليږي .

په تيليسيميا اخته ناروغان مياشت کې دوه ځله وينه تېروي او د وينې تېرولو دغه پروسه ډېر جانبي عوارض هم لري.

your ads

څېړنه کې ويل شوي، چې د پاکستان په لر و بر کې يې تر اوسه دغه درمل په شاوخوا درې زره ناروغانو تجربه شوي، چې نتيجه کې يې د دغو ناروغانو بدنونو کې د وينې جوړيدو بهير پيل شوی دی.

ډاکټر طاهر شمسي وايي، چې ډاکټر ثاقب او نورو ډاکټرانو سره په ګډه يې ۲۰۰۲ ز کال راهيسې يې د تيليسيميا پر درملو څېړنې پيل کړې وې، چې د تېر ۲۰۱۴ په پای کې پر دې بريالي شول، چې د تيليسيميا ناروغانو لپاره داسې درمل جوړ کړي، چې بدن يې وينه جوړول پيل کړي.

د وينې ناروغيو متخصص ډاکټر طاهر شمسي وايي، چې يوازې پاکستان کې پر تيليسيميا د اخته ناروغانو شمېر له سل زرو زيات دی او دغه ناروغان، چې د مياشتې دوه ځله وينه تېروي او نور درمل خوري هر کال يې شاوخوا دوه لکه پنځه اتيا زره کلدارې لګښت پرې راځي.

د ډاکټر شمسي په وينا د هايډروک سي يوريا استعمال سره څلويښت سلنه ناروغانو کې د وينې جوړيدو بهير پيل شوی دی.

ډاکټران وايي، چې تر اوسه د يادو درملو په برکت د تيليسيميا دوه زره ناروغ ماشومان د وينې له تېريدو بې غمه شوي او د ميلياردونو روپيو تر څنګ د وينې پنځه لکه خلتو سپما راغلې ده.

د دې تر څنګ يوه مهمه خبره دا ده، چې د وينې تېرېدو سره انسان کې د نورو ناروغيو تر څنګ پر زيړي، ايډز او ګڼو نورو ناروغيو اخته کيږي او د نوو درملو په برکت انسان له دغو پېښېدونکو ناروغيو هم ژغورل کيږي.

طبي کارپوهانو د کراچۍ د وينې ناروغيو د څېړنې ادارې «نيشنل انسټيټيوټ اف بلډ ډيزيز» هڅې ستايلي او هيله يې څرګنده کړې، چې د يادې ادارې په هڅو پاکستان او سيمه ييزو هېوادونو کې د وينې وژونکې ناروغيو مخنيوی ممکن دی.

د يادونې وړ ده، چې تيليسيميا وينه وژونکې ناروغي ميراثي ده، چې له مور يا پلاره اولادونو ته هم انتقاليږي او ډاکټران وايي، چې خلک بايد خپلو خپلوانو کې له واده کولو ډډه وکړي، ځکه چې که يوازې خاوند يا ښځه کې دا ناروغي وي، نو اولاد کې به يې اغېز لږ وي او که خاوند او ښځې دواړو کې دا ناروغي وي، نو اولاد کې به دغه ناروغه دوه چنده زياته وي.

تر اوسه هم افغانستان کې د تيليسيميا وينې وژونکې ناروغۍ د مخنيوي لپاره هېڅ ګام نه دی اخيستل شوی او دغه ناروغي په ډېره چټکتيا په هېواد کې خپريږي.

د داخله او وينې ناروغيو متخصص ډاکټر خالد اعظم   په خپلو خبرو کې وويل، چې د تيليسيميا د مخنيوي لپاره ښه چاره دا ده، چې په تيليسيميا اخته ناروغان بايد واده ونه کړي او دا قانون بايد تصويب شي، چې له واده وړاندې هلک او جلکۍ تيليسيما لپاره وينه معاينه کړي او که چا کې دغه ناروغي وموندل شي، نو بايد واده ونه کړي.
ډاکټر خالد اعظم زياتوي، چې د قبرص چارواکو خپل هېواد کې دغه تجربه عملي کړه او د يو شمېر ځوانانو او پيغلو له ودونو په منعه کېدو يې دغه هېواد کې د تيليسيميا مخه ونيوله.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب