د ويښتانو او پوستکي لپاره د شين چای لس په زړه پورې ګټې

د ويښتانو او پوستکي لپاره د شين چای لس په زړه پورې ګټې

شين چائ په لومړيو کې په چين کې ډير مشهور وو او د سلګونو کلنو لپاره په طبي ډول د سر درد او نفسياتي ناروغيو يا ‌ډيپريشن ناروغيو د تداوي لپاره استعماليده خو نن صبا د نړي په سطحه د شين چاي څخه د صحت په مختلفو برخو کې ګټه اخستل کیږی .

شين چاي په زياتی اندازی سره د اوکسيديشن ضد ماده لري او انزایم، امينو اسيدونه او فولي فينول درلودونکی دی او همدارنګه د ويټامين بي ،فولک اسيد، منګانيز، پوتاشيم، منګنيزيم او کافين درلوهم په خپل ځان کې لري .شين چاي د پوستکي او ويښتانو لپاره يوه مؤثره ماده کڼل کيږي چې يې په تفصيلي ډول سره يې لاندی بيانوو.

د پوستکي د بڼې يا څيرې د ښه کولو لپاره :

شين چاي ستاسو د پوستکي بڼه ښه کوي او ستاسو پوستکی صحتمند کوي ، پوستکی د توکسين څخه پاکوي ، د پوستکي داغونه او ناروغه ځايونه صحتمند کوي اود اورپواسطه سوزيلی پوستکی جوړوي.

په 2003 ميلادي کال کې د جيورجيا طبي کالج څيړنو ښودلې ده چې شين چائ د پوستکي په ځوانولو کې ډير رول لري او همدارنګه کولای شو چې د پوستکي د ناروغيو او زخمونو لپاره يې هم استعمال کړو.

د استعمال طريقه :

د ضرورت په اندازه استعمال شين چائ راواخلي او يو يا دوه کاچوغې ګبيني يا شات ورواچوی او د لږ اندازه د ليمو د اوبو سره يې ګډ کړۍ او د 10 نه تر 15 دقيقو لپاره يې په خپل مخ يا داغونو کيږدئ او وروسته يې بيا ووينځۍ د اطريقه په اونۍ کې يو يا دوه ځل تکرار کړئ ، انشا الله ستاسو پوستکي به ښه او صحتمند شي.

د سترګو د پرسوب او د سترګو لاندي د تورو کرښو د کموالي لپاره:

شين چائ د اکسديش ضد او تانين مادی په درلودلو سره د سترګو د پړسوب او تورو کرښو د درملنې لپاره استعماليږي او د سترګو شاوخوا دوينې هغه واړه انساج صحتمند کوي کوم چې د پوستکي د تخريب سبب ګرځيدلي او د سترګو پړسوب کموي.د ويټامين K په درلودلو سره د سترګو شاوخوا تورې کرښې هم له منځه وړي.

د استعمال طريقه:

د استعمال په اندازه استعمال شوی شين چائ راواخلی او په يخچال کې يې د 30 دقيقو لپاره کيږدی وروسته يخ شوی چاي د سترګو نزدی يا په تخريب شوي ځايونو کيږدی او د 15 د قيقو لپاره يې پرې پريږدئ ، دغه طريقه په ورځ کې دوه ځلې استعمال کړی .

د زړښت يا زيات عمر نښو نښانو له منځه وړلو لپاره:

شين چائ د زړښت ضد او د اکسديشن ضد مادي په هم حيث استعماليږي لکه د کمزوري پوستکي لپاره ،لمر وهلي پوستکي لپاره، د زيات عمر لرونکي پوستکي لپاره ، واړو کرښو او کونځو د کنترول لپاره هم استعماليږي. يو بل مهم علاج يې پوستکی د کينسر څخه هم ساتل دي .

د استعمال طريقه:

دری کاچوغی مستی يوه کاچوغه د شين چائ پاڼې او لږ اندازه ادرک سره ګد کړی او په مخ او غاړه باندې يې کیږدئ او د 20 دقيقو لپاره يې پرې پريږدۍ او بيا يې په ګرمو اوبو ووينځۍ دا طريقه په اونۍ کې دوه يا يو ځل تکرار کړۍ.
د مخ د ځوانۍ دانو او ګرمکيو د درملنې لپاره :

شين چائ د کاتيوچين په نوم يوه انتي بيوتيکي ماده لري او دغه ماده هغه ګرمکۍ او دانې له منځه وړي کومې چې د بکتريا پواسطه رامنځ ته کيږي او همدارنګه د کاتيو چين په نوم ماده د بدن د هورمونو توازون په ساتلو کې هم مرسته کوي چې د بدن د هورمونو د عدم توازون په نتيجه کې د مخ دانې رامنځ ته کيږي.هغه سره داغونه کوم چې په مخ کې د دانو شاوخوا رامنځ ته کيږي له منځه وړي.

د استعمال طريقه:

د يوې پيالې څلورمه برخ تازه تيار شوی چائ د پيالې د څلورمې برخې د اوبو سره ګډ کړئ او د پنبې پواسطه يې د مخ په دانو او ګرمکيو پورې کړۍ او د 10 څخه تر 15 دقيقو لپاره يې پريږدئ او بيايې په معتدلو اوبو پريمنځۍ او دا عمل په ورځ کې يو يا دوه ځل تکرار کړۍ.

د پوستکي د ښويه کيدو او پاکيدو لپاره:

شين چائ ستاسو د پوستکي ناپاکي ، د غټو سوريو له منځه وړلو لپاره او پوستکی صحتمند اوځليدونکي جوړوي .ستاسو پوستکی مرطوب ساتي.

د استعمال طريقه:

تيار شوی دوه پيالې چائ سوړ کړۍ او د خپلې خوښې تيلو سره يې يوځای کړۍ او دغه محلول دسپرې په یوه پاک بوتل کې واچوي بيا دغه سپرې په ورځ کې يو يا دوه ځلې استعمال کړۍ.شين چاۍ ځيني خلک د پوستکي ګلابي کولو لپاره هم استعمالوي.

د ويښتانو وده تشويقولو لپاره :

شين چائ په زياتې اندازې سره د اکسديشن ضد ماده لري چې ددې مادې پواسطه د ويښتانو وده زياتوي او شين چائ د کاتيوچين په نوم ماده لري چې دغه ماده د ډي هايدروټيسټوسټيرون (Dihydrotestorsterone) د ودې مخنيوي کوي چې دغه هورمون د ويښتانو د غورځيدلو عمده عامل دی. شين چائ د نوي ويښتانو وده تشويقوي او د سر دپخې يا د سر د پوستکي د ناروغيو د کنترول لپاره هم استعماليږي .

د استعمال طريقه:

لومړی بايد سر په معتدلو اوبو ووينځۍ او بيا يې په تازه معتدل پوخ شوي چاي مکمل لوند کړئ لس دقيقې وروسته يې په نرمو اوبو ووينځۍ دغه طريقه دوه يا درې ځلې په اونۍ کې تکرار کړي دا عمل د يو څو مياشتو لپاره تکرار کړۍ .

د لمر وهلي پوستکي ساتنه او محافظت لپاره :

شين چائ ستاسو پوستکي د لمر د ضرر رسونکو ماورائ بنفش وړانګو څخه ساتنه کوي.شين چائ د تانيک اسيد ،تيوبرومين او پولي فينول په درلودلو سره ستاسو لمر وهلئ پوستکۍ صحتمنداو نرم کوي.

د استعمال طريقه:

دوه يا دری پيالې تازه پوخ شوی راوخلی او په يخچال کې يې د يو څه وخت لپاره کیږدئ يوه نرمه ټوټه پرې لمده کړی او په لمر وهلي ځاي باندې يې استعمال کړۍ دغه دوه يا درې ځلې په ورځ کې تکرار کړئ.

ويښتانو ته د ځلا ورکولو لپاره :

سره ددې چې شين چائ ستاسو ويښتان صحتمند او قوي کوي .شين چائ ستاسو ويښتان د ټول عمر لپاره ځلا داره کوي او سره ددې ستاسو ويښتان ګردوغبار څخه ساتي

د استعمال طريقه:

څلور ګيلاسه ګرمو اوبو ته د اندازې مطابق شين چائ ورواچوۍ او د يو ساعت لپاره يې پريږدۍ چې ترسو محلول معتدل شي بيا په دی محلول باندې خپل ويښتان لمده کړۍ او د 10 دقيقو لپاره يې پرې پريږدئ بيا خپل ويښتان په شامپو باندې ووينځۍ بيا يې په نرمو اوبو ووينځۍ دغه عمل په اونۍ کې دوه يا درې ځلې تکرار کړۍ.

د پوزې يا د مخ په پوستکي کې د غټو سوريو بندولو لپاره :

لکه څرنګه چې شين چائ د اوکسيدشن ضد او استريجنټ مادې په درلودلو سره د پوزې يا د مخ د پوستکي سوري کوم چې وروسته د بکتريا پواسطه متاثره کيږي بندوي او ستاسو پوستکۍ نرم او صحتمند کوي .

د استعمال طريقه :

يوه پياله غليظ چائ راوخلي او سوړ يې کړۍ بیا يې د بيا ددغه چائ يو څو کاچوغې بنتو نايت يا کوسميتک کلې خاورې سره ګډ کړۍ کله چې محلول ترې جوړ شي نو دغه محلول د مخ په سوریو ووهی چې سوري په مکمل ډول پرې ډک شي او دا محلول تر هغه پورې پرېږدئ چې تر څو پرې وچ شي د وچيد څخه وروسته يې ومښي بیا مو مخ په نرمو اوبو ووينځۍ.

د پوستکي د نرموالي او صافوالی لپاره :

د شين چائ وچې پاڼې د پوستکي په نرموالي کې ډير رول لري او د پوستکی د مړو ا نساجو ،د پوستکي ککړيتاوو له منځه وړلو لپاره هم استعماليږي .

د استعمال طريقه :

يوه کاچوغه وچ چائ ،يوه پياله بوره،نيمه پياله د زيتون تيل او دوه کاچوغې شات سره ګډ کړۍ او يو محلول ترينه جوړ کړئ او بيا يې په مخ استعمال کړۍ او په اخر کې يې په نرمو اوبو ووينځۍ دغه عمل په اونۍ کې دوه يا درې ځلې استعمال کړۍ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب