د وینی دوراني سيسټم (Blood Circulatory System) 

د وینی دوراني سيسټم (Blood Circulatory System) 

دوراني سيسټم يوه شبکه ده چې ټول بدن ته وينه رسوي. پرته له هغو اورګانیزمونو څخه چې ډیر ساده جوړښت ولري، نور ټول ژوي يو نه يو ډول دوراني سيسټم لري.‌ د انسان د بدن دوراني سيسټم د بدن د حجرو د ژوند اړتیا وړ وينه او اکسيجن رسوي.‌په عين وخت کې دا سيسټم له حجرو څخه کاربن ډای اوکسايډ او فاضله توکي هم انتقالوي.‌ دوراني سيسټم د بدن تودوخه تنظيموي او داسې مواد انتقالوي چې بدن له ناروغيو څخه ساتي.‌ پر دې برسيره دا سيسټم کيمياوي مواد لکه هورمونونه هم انتقالوي چې د بدن د بيلابيلو برخو فعالیتونه تنظیموي.

زړه (Heart)

زړه يو منځ تشی عضلي غړی دی چې وينه پمپ کوي.‌ له دوه پمپونو څخه جوړ دی چې څنګ په څنګ موقيعيت لري.‌ دا پمپونه د وينې د اخيستلو پر مهال انبساط او د وينې د پمپولو پر مهال انقباض کوي.‌ د زړه د کيڼې خوا پمپ تر ښی خوا پمپه غښتلی دی. دا غښتلی پمپ وينه له سږو اخلي او د ټول بدن حجرو ته يې رسوي. او هغه کمزوری پمپ وينه د ټول بدن له حجراتو څخه اخلي او سږو ته يې ليږي. د انسان زړه څلور جوفه لري. چی عبارت دي له دوه دهلیزونو( ښی او چپ) او دوه بطنونو(ښی او چپ).

د وينې رګونه (Blood vessels)

د وينې رګونه په ټول بدن کې د ټيوبونو په نښلولو سره يو پيچلی سيسټم رامنځته کوي. د وينې د رګونو درې لوی ډولونه عبارت دي له: شريانونه چې د زړه څخه اکسیجن لرونکي وینه بدن ته لیږدوي یواځي یو شریان چه له ړزه څخه ناپاکه وینه ( کاربن دای اکساید لرونکی) سږو ته لیږدوي د ریوي شریان ورته وایی،‌ وريدونه چې زړه ته ناپاکه  وينه راستنوي مګر یواځی یو شریان پاکه وینه (اکسیجن لرونکي) له سږو څخه زړه راوړي د ریوي ورید په نامه یادیږي. او شعريه عروق چې ډیر کوچني رګونه دي او شريانونه له وريدونو سره نښلوي. د غذایي موادو او اکسيجن تبادله معمولا په شعريه عروقو کې ترسره کيږي.

د وینې جوړښت (Blood Composition)

وينه په بنسټیزه توګه له يو ډول مايع چې پلازما یې بولي او درې جامدو بڅرکو څخه جوړه شوې ده چې جوړونکي عناصر يې بولي. د پلازما زیاته برخه له اوبو جوړه ده، خو پروټينونه،‌منرالونه او نور مواد هم لري.‌ درې رغنده عناصر يې سره کرويات،‌ سپين کرويات او صفحات دمويه دي.‌ سره کرويات ټول بدن ته اکسيجن رسوي او له بدن څخه کاربن ډای اوکسايډ راټولوي.‌ سپين کرویات بدن له ناروغيو څخه ساتي.‌ صفحات دمويه داسې مواد آزادوي چې وينه لخته کوي.‌ صفحات دمويه له زخمي شويو رګونو څخه د وينې د ضياع مخه نيسي.

د دوراني سيسټم دندې

دوراني سيسټم ګڼې حياتې دندې ترسره کوي.‌ دوراني سيسټم د تغذيې، د فاضله موادو او زهرياتو په اطراح او د بدن د ګڼو نورو پروسو کې مهم دي.‌ همداراز، دوراني‌ سيسټم حجرو ته د اکسيجن په رسولو او له هغو څخه د کاربڼ ډای اوکسايډ د لرې کولو له لارې د تنفس په برخه کې هم مهمه ونډه اخلي.‌ د دې بهير پر مهال، وينه په دوه لارو بهيږي چې سیسټمیک دوران او د سږي دوران یې بولي.

د زړه له کيڼې خوا څخه اکسيجن لرونکې وينه سيسټميک دوران ته پمپيږي. دا وینه له زړه څخه د اورتا يا ابهر شریان له لارې بهير پيدا کوي چې د بدن اساسي شريان دی. يو لړ لوی شريانونه له ابهر شریان څخه منشه اخلي او هر يو پخپل نوبت نورو کوچنیو رګونو ته تشعب کوي او بالاخره کوچنيو شعريه عروقو ته خالي کیږي.‌ په همدې ځای کې اکسيجن وینه پريږدي او د شعريه عروقو له نريو ديوالونو څخه انساجو ته ننوزي.‌ په همدې توګه، کاربن ډای اوکسايډ انساج پريږدي او وينې ته داخليږي. اوس د کاربن ډای اوکسايډ رالیږدونکې وينه شعریه عروق پريږدي او په لويو او لويو وريدونو کې حرکت کوي. بالاخره،‌ وينه د دوه لويو وريدونو له لارې د زړه ښی خوا ته داخليږي ـ  وريد اجواف علوي چې له سر او لاسونو څخه وينه او وريد اجواف سفلي چې له تنې او پښو څخه وینه د زړه ښی خوا ته را انتقالوي.‌ دوراني سيسټم د هضم شوې غذا مواد د بدن حجرو ته انتقالوي. دا مواد د وړو کولمو له دیوالونو څخه شعريه عروقو ته تیريږي او په دې ډول د وينې دوران ته داخليږي. وينه بيا زياتره غذايي مواد ځیګر ته انتقالوي. دوراني سيسټم د هغو فاضله موادو او زهرياتو په اطراح کې مرسته کوي چې که ذخيره شي بدن ته زيان رسوي. په دغه موادو کې کاربن ډای اوکسايډ، مالګه او امونیا چې د حجرې له خوا له پروټين څخه د استفادې محصول دی شامل دي.

د دوراني سيسټم اختلال

دوراني سيسټم د ناروغيو او ټپونو له کبله زيانمن کیږي.‌ د دوراني سيسټم يوه عامه ناروغي د شريانونو تصلب يا ارتريوسکلروزز دی چې په شريانونو کې د شحم د ټوليدو له کبله رامنځته کيږي.‌ د شحم دا ډول رسوبات د شريان ديوالونه شخوي او پريړوي.‌ له دې کبله د وينې جريان محدوديږي. په ځينې حالاتو کې پر ارتيرسکلروزز اخته شريانونو کې د وينې غوټه رامنځته کوي.‌ دا ډول غوټه ښايي د زړه حمله رامنځته کړي چې له امله یې دماغ ته کافي وينه نه رسيږي.

د وينې لوړ فشار (Hypertension)

هايپرټينشن چې موږ ورته د وينې لوړ فشار وايو زياتره وخت له ارتيريوسکلروزز سره یو ځای وي. د وینې لوړ فشار د زړه کار ستونزمن کوي او د زړه د حملې،‌ زړه د سکتې او د پښتورګي د فعالیت د له منځه تللو په څیراختلالات رامنځته کوي.‌

د اکليلي شريانونو څخه رامنځته شوې د زړه ناروغۍ چې د زړه عضلاتو ته د وينه رسونکو شريانونو ناروغي ده د ۱۵-۵۹ کلنو کسانو لپاره د مړينې دویم لوی سبب جوړوي. د اکليلي شريانونو د ناروغي او د زړه سکته ۳۰۰ رامنځته کوونکي عوامل لري.‌ چې تر ټولو لوی عوامل یې تنباکو او الکولو څخه استفاده، د وينې لوړ فشار، د کوليسټرول لويه کچه، د فزيکي فعالیتونو نشتوالی، ناوړه خوراک او څربي ده. د خطر ځينې عوامل بدليدلی شي؛ چې د بدليدونکو عواملو په نامه ياديږي. خو ځينې نور يې د بدليدلو وړ نه دي. او يو لړ یې منځنی حالت لري چې نيمه بدليدونکو عواملو په نامه يې يادوي.

د ارتريوسکلروزز او لوړ فشار درملنه د استراحت، تمرين او په غذايي رژيم کې بدلون راوستل دي.‌ ښايي ډاکتران د وينې د فشار د راټيټولو، د زړه د پياوړي کولو او د انتان او وينې د غوټې د مخنيوي لپاره بيلابيل درمل وکاروي. او‌ په وخيمو حالاتو کې ښايي يو جراح د عملياتو له لارې غوټه لرې کړي او يا پر ناروغۍ اخته یو او يا زيات رګونه تبديل کړي.

د دوراني سيسټم نور اختلالات په زړه او يا د وینې په رګونو کې د نقص د پيښيدو له کبله رامنځته کیږي.‌ د بيلګې په توګه، د روماتيزم تبه ښايي د زړه د منځ هغه والونه تخريب او يا زيانمن کړي چې د زړه په منځ کې وينه کنټرولوي.‌ له زيږون وړاندې د زړه او د وينې د رګونو نا بشپړه پراختیا د زړه د داسې ناروغیو سبب کيږي چې د زړه ذاتي ناروغي congenital heart disorders يې بولي.‌ ځينې تخریبات او زيانونه د جراحي له لارې جوړيدی شي.

انجنيران او دوراني سيسټم

د بيوميډيکل، میخانيکي‌او د بريښنا انجنیران له ډاکترانو سره يو ځای په دې کار کوي چې د هغو ستونزو لپاره د انجنیرۍ حل لارې پيدا کړي‌ چې د انسان پر بدن او دوراني سيسټم ناوړه اغیزه لري. انجنیران د مایعاتو د بهیدو او بيومیخانیک په اړه خپلو معلوماتو څخه په استفادې سره داسې آلې اختراع کوي چې دا ستونزې له منځه يوسي،‌ او ډاکتران د انسان د بدن اوناروغانو ته د پاملرنې په اړه خپله پوهه شريکوي چې د دې اطمنان ترلاسه کړي چې هر ډول حل لاره ممکنه او د پلي کیدو وړ ده.‌دوی په ګډه د ګڼو آلو په ډيزاين او تطبيق بريالي‌شوي دي چې له منځه یې د زړه پمپ، مصنوعي زړه، د  والونو بدلول او تشخيصيه وسايل شامل دي.‌ د بيوميډيکل انجنيران د بنسټيزو بيولوژيکي او طبي علومو په اړه له خپلو معلوماتو په استفادې سره د حقيقي نړۍ ستونزې هواروي.‌

 تمرین

څلور ځوابه پوښتنې 

  1. د وینی سره کرویات څه دنده لري

۱) حجراتو ته اکسیجن لیږد    ۲) سږو ته CO2 انتقال   ۳) د ناروغیو مخنیوی  ۴) اول او دوم صحیح دي

 

  1. د انسان زړه څو جوفه لري

۱)  دوه جوفه    ۲) څلور جوفه   ۳) دری جوفه   ۴) ټول غلط دي

 

  1. هغه شریان چی له زړه څخه ناپاکه وینه سږو ته وړي

۱) پلمونری شریان    ۲) شریان ابهر   ۳) شریان سفلی ۴) ټول صحیح دي

 

  1. د انسان زړه په یوه دقیقه کي څو واره ضربان کوي
  • ۶۲ واره ۲) ۷۲ واره      ۳) ۸۲ واره          ۴) ۷۳ واره

حل

څلور ځوابه پوښتنې

  1. د وینی سره کرویات څه دنده لري

۱) حجراتو ته اکسیجن لیږد    ۲) سږو ته CO2 انتقال   ۳) د ناروغیو مخنیوی  ۴) اول او دوم صحیح دي

 

  1. د انسان زړه څو جوفه لري

۱)  دوه جوفه    ۲) څلور جوفه   ۳) دری جوفه   ۴) ټول غلط دي

 

  1. هغه شریان چی له زړه څخه ناپاکه وینه سږو ته وړي

۱) پلمونری شریان    ۲) شریان ابهر   ۳) شریان سفلی ۴) ټول صحیح دي

 

  1. د انسان زړه په یوه دقیقه کي په اوسط ډول څو واره ضربان کوي
  • ۶۲ واره   ۲) ۷۲ واره      ۳) ۸۲ واره          ۴) ۷۳ واره

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب