د وینې د لوړ فشار ناروغي – hypertension

د وینې د لوړ فشار ناروغي څه شی دی؟

د وینې د لوړ فشار ناروغې (hypertension) سره مبارزه ضرور باید وشې!
په ټوله نړۍ کی د دوینې فشار ناروغۍ دانسان د مرګ اساسې علت دی، د نړیوال روغتیایی سازمان له قوله د دغۍ ناروغۍ څخه هرکال په نړۍ کې ۱۷،۳ میلیونه خلک مری. دغه ناروغۍ د مرګ اساسې خطرناک عامل بلل کیږې.

د وینې فشار څه ته وایی؟

د وینې فشار د زړه هغې قوی ته ویل کیږې چې د هغی په وسیله وینه په رګونو کی حرکت پیدا کوې. د وینې نورمال فشار ۸۰/۱۲۰ اټکل شوې دې د وینې لوړ فشار یوه مزمنه ناروغۍ ده چی پدی حالت کی د وینې فشار لوړیږې. د وینې لوړ فشار د ۹۰/۱۴۰ نه شروع کیږې. ډیر خلک په دغه تکلیف مبتلا دې خو په خپلې ناروغۍ نا خبره وې دا ځکه چی تر ډیره وخته پوری کوم علایم یی په بدن کی نه ښکاره کیږې تر څو چی د فشار درجه یی ډیر لوړعدد ته ونه رسیږې ناروغ د خپلې نارغۍ نه نا خبره وی . د ډاکټرې کارنیلووا ګالینا الکساندروفنا د ارخانګیلسک ښارد دولتی روغتون د وینې د فشار د نارغیو د متخصصی په وینا د وینې د لوړ فشار په حالت کی د بدن ټولو مهمو حیاتې اعضاو ته ډیر نقصان رسیږې، همدا علت دې چی د وینې د فشار ناروغۍ ته (خاموشه قاتل) هم ویل کیږې. ددې ناروغی له وجی انسان ته د زړه ناروغې، د ګردو ناروغۍ، د سکته مغزی ناروغې، د شکر ناروغې او داسی نورې ناروغی گانې پیدا کوی.

د کوم عمر څخه باید خپل فشار اندازه کړو او یا ډاکټر ته مراجعه وکړو؟

د هر انسان عمر چی د ۳۰ کالو څخه واوړې باید د خپل د وینې د فشار په اندازه ځان خبر کړې او وخت تر وخته دی د خپل فشار د کنټرول لاندې ونیسې حتې که ناروغه هم نه اوسې. ددې لپاره ډاکټر ته تګ ضرور دی او یا هم اتوماتیک اله واخلې او د هغی په وسیله خپل فشار چک کړی. د وینې معمولې لوړ فشار او په وینه کی د غوړ او ګولوکوز زیاتوالې له امله انسان ته د سکتې مغزی او د زړه د سکتې خطرهم زیاتیږی. ددغه ناروغی په وړاندې باید هر کس مبارزه پیل کړې. کله چی فشار مو لوړ شې نو پدی حالت کی له ځانه بی ځایه دوا باید استعمال نکړی. صرف ډاکټر د تشخیص او د دوا د لیکلو حق لری.

لوړ فشار سره څه وکړو؟

کله چی د فشار د لوړیدلو علایم (عمومی علایم یی د سر شدید درد وی ) په انسان کی پیدا شې څه باید وکړل شې؟

په اول قدم کی باید ناروغ عاجل ډاکټر ته یوړل شی، ناروغ ته باید دتازه هوا خوری او همدارنګه د آرامې او استراحت زمینه مساعده کړل شې. ناروغ ته تر ډاکټره پورې وړلو ته باید د فشار د ټیټولو هغه دوا ورکړل شی کوم چی مخکی د مخکی نه ډاکټر ورته هدایت کړی ده دا پدی خاطر چی د ناروغ وضعه ډیر خراب حالت ته وا نه اوړې.

د مخنیوې اقدامات:

۱) د شر اب او د سګرټو د څکلو څخه ځان وساتې.
۲) کوشش وکړې چی فزیکې او دماغې کارونه مو د حد نه زیات ونه کړې، اکثره وخت په هوا خوری کی تیروې.
۳) د مالګې زیات خوراک څخه ځان وساتې.
۴) د ترکاریو او د میوو خوراک زیات کړې. همدارنګه دهغه لبنیاتو څخه استفاده وکړې چې د غوړو فیصدې یی کمه وی.
۵) د کمپیوټر او تلویزیون شاته خپله ناسته محدوده کړی. زیات حرکت وکړې مثلآ د سهار لخوا ورو ورو منډه ووهی.
۶) د چاقې نه ځان وساتې, وزن مو باید زیات نه شې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب