د وینې عمومي ګروپ!

داسې مواد يا پروتین پيدا شوي دي چې دويم ، دريم او څلورم ګروپ وينه په لومړي ګروپ بدلوي.
دا يوه جوته خبره ده چې د لويو ښارونو په روغتونونو كې د لومړي ګروپ وينه ډېره كمه پيدا كيږي، كه خداى كول دا ستونزه به په دا نږدې وختونو كې حل شي:
د كوپېنهاگین پوهنتون يوې ډلې پوهانو چې مشر يې هېنريک كلاوسېن ( Henrik Clausen ) دى، داسې يو مېتود چې د وينې دويم، دريم او څلورم ګروپ په لومړي ګروپ بدلوي كشف كړى دى.
د وينې د ګروپونو ويش د وينې په سروكروياتو كې انتيجنونو ( AB ) شته والي او نشته والي په اساس دى .

ا(۰) I ګروپ وینه –  دا وينه ډونر وينه (ټولو ته وركونكې وينه) هم بولي، دا كه دا وينه د دوهم، دريم او څلورم (B,A او AB) ګروپونو وينې په پرتله په سرو كروياتو كې هغه انتي جن چې په وينه كې معافيتي غبرګون منځته راوړي نه لري ، همدا علت دى چې دا وينه هغه ناروغانو ته چې د نورو ګروپونو لرونکې دي وركول كيږي. په عین حال كې هغه وينه چې B ، A او AB انتيجن په سرو كروياتو كې ولري چې (دوهم II ، دريم III او څلورم IV ) ګروپ وينه ده ، هغه ناروغ ته چې د بل ګروپ لرونکې وي وركړل شي، د سروكروياتو سره سرېښيدل (coagulation) منځ ته راځي.
له دې كبله پوهان په لسګونو كالونه د يوه داسې مېتود چې د سرو كروياتو نه A او B انتيجن بېل او لرې كړي، پلټنه كوی، تر اوسه پورې پوهان په دې بريالي شوي وو چې د دوهم ګروپ وينه د خاصو موادو او پروتينو په وسيله لومړي ګروپ ته بدله كړي.
كلاوسېن او د هغه همكارانو د يوه داسې انزايم چې د وينې د سرو كروياتو نه نوموړي انتيجنونه بېل كړي، د موندلو لپاره څه ناڅه د ٢٥٠٠ په شمېر د ستورو او باكترياوو جوړښتونه مطالعه كړلي دي، چې په نتيجه كې دوۍ په دې بريالي شول چې د دوو باكترياوو په جوړښت كې داسې انزیمونه پيدا كړي، چې د سروكروياتو نه، نه يوازې A انتيجن بلكې B انتيجن هم له منځه وړلای شي، پاتې دې نه وي چې نوموړى مېتود په ډېرو ساده او اسانو لابراتوري شرايطو كې كېداى شي.
د نوموړي مېتود كلينيکې ازموينه به په دې لنډ وخت كې پيل شي، په بله ژبه هغه وينه چې په دې مېتود جوړه شوي وي د لومړي ګروپ لرونكو ناروغانو ته به وركړ شي تر څو يې عوارض جانبي او ښېګڼې يي معلومې شي.

رحمت الله مومن

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب