د وینې لوړ فشار (Hypertension)

وینی لوړ فشار هم د نورو عمومی ناروغیو په څېر امیندواری پېچلې (اختلاطی) کوی دا پېښه په هر لسو امیندواریو کی په یوه کی لیدل کېږی، وییل کېږی چی په امریکا کې هر کال ۲۴۰۰۰۰ ښځې پرې اخته کېږی. ددی کاری ډلې د فشار د تداوئ دلیل د هغه اووم رپوټ په بنسټ ترتیب شوی چی په غیرحامله ښځو کی د لوړ فشار د مخنیوی، تشخیص، ارزوونی او درملنی د لارښودنو په اړه د ګډې ملی کمېټې (جاینټ نیشنل کمیټی) له خوا خپور شوی ده.

د امیندوارئ په وخت د لوړ فشار لمړئ مهم ټکئ دا ده چی صحیح تشخیص شی، او د پخوانی (مزمن) لوړ فشار (او د امیندوارئ لکبله د لوړفشار د سنډروم او پری ایکلمپسیا) سره یی توپیر وشی. دوهم مهم ټکی دا ده چی په ولادی چارو کی د ګڼ شمېر نشر شویو رپوټونو په بنسټ د لوړ فشار د مرحلو په ځای د لږ لوړ فشار او شدید لوړ فشار تر منځ توپیر وشی (لږ لوړ فشار د 140/90 څخه تر 159/90 او 109 پوری فشار ته او شدید لوړ فشار له 160/110 څخه لوړ فشار ته وایی) – (د جاینټ نیشنل کمیټی په اووم رپوټ کی د لوړ فشار د مخنیوی، ارزوونې، تشخیص او درملنی په اړه د هغه مرحلو ته ډېر پام شوی ده). دریم مهم ټکئ دا ده چی په لویو وګړو کی د وینی د لوړ فشار برعکس چی سیستولیک فشار ته ډیر پام کوی، د ولادی چارو په اړه نشر شوی معلومات د سیستولیک فشار په ځای دیاستولیک فشار ته ډیر پام کوی، ښایی یو دلیل یی دا وی چی د یوه ډول سره د بل ډول د څېړلو په اړه کافی کلینکی ازمیښتونه ندی شوی.

د درملنی مرکزی ټکئ هغه ۹ میاشتی وخت ده چی پکی د معمولی او متوسط لوړ فشار د نه درملنی له کبله دا احتمال نشته چی د مور په روغتیا اوږدمهالی ناوړه اغیزی وکړی. پدی وخت کی د فشارضد درمل د وینی د شدید لوړ فشار د مخنیوی او درملنی لپاره پدی موخه کارول کېږی چی د امیندوارئ وخت دومره اوږد کړی چی په خوندی ډول یی امکان موجود وی، پدی ډول د رحم د ننه د ماشوم موده ډېره کړی او ماشوم د درملو د ناوړه جانبی عوارضو څخه وژغوری. د امیندوارئ په وخت د وینی د لوړ فشار د درملنی لوی چیلنج دا ده چی کله باید د فشار ضد درمل وکارول شی او همدارنګه د کومی اندازی فشار درملنه وشی. د درملو انتخاب ډېر ستونزمن نده، ځکه لږ شمېر شته درمل په امیندوارو ښځو کی پوره ازمیښت شوی او ګڼ شمیر یی پکی بند (مضاد استطباب) دی.

پدی ځای کی پدی اړه بحث صورت مومی چی د فشار ضد درملو د استعمال څخه زمونږ د علاج موخه د فشار څومره ټیټول دی او د امیندوارئ په وخت د لوړ فشار لرونکو ناروغیو د درملنی د مناسبو درملو معیار څه شی ده. د لوړ فشار لرونکو مشخصو ناروغیو د درملنی اصول: د امیندوارئ په وخت ۴ ډوله لوړ فشار لرونکې ناروغئ لیدل کېږی چی هره یوه یی بېل بېل د منځ ته راتلو میخانیکیت (پتوفزیولوژی) لری، دا ټکئ ددې څرګندوئ ده چی هر ډول یی ځانګړی ډول فشار ضد درملو ته اړتیا لری او په لاندې ډول شرحه کېږی. د 140/90 څخه لوړ فشار ته اوږد مهاله یا مزمن لوړ فشار وییل کېږی او هغه ده چی د امیندوارئ مخکې موجود یا د امیندوارئ په لمړیو ۲۰ هفتو کی منځ ته راغلی وی، دا فشار ۳٪ امیندوارئ پېچلی (اختلاطی) کوی.

دا چی لامل یی نامعلوم لوړ فشار Essential Hypertension ده نو په افریقایی نژاده امریکایی ښځو او هغه ښځو کې ډېر لیدل کېږی چی د امیندوارئ په وخت یی عمر ډېر یا چاقې وی. هغه ښځې چی د ماشومانو د راوړلو عمر لری او لمړئ درجه نامعلوم لوړ فشار Essential Hypertension لری (لمړئ جدول) او له فشار څخه زیان منونکو غړو ته ېې کوم زیان نه وی رسېدلئ نو د امیندوارئ عاقبت (Prognosis) ېې ښه ده. سره لدې چی دا ښځې پری ایکلامپسیا ناروغئ ته مساعدې دی مګر په ګڼ شمېر دا ډول ښځو کی په فزیولوژیک ډول د فشار ټیټوالئ منځ ته راځی او د فشار ضد درملو کمولو ته اړتیا لری. د درملنی موخه دا ده چی فشار دومره ټیټ وساتل شی چی د زړه د رګونو (قلبی وعایی) او د دماغ د د رګونو (دماغی وعایی) سیستم ته ېې خطر تر ټولو ټیټې کچې ته را ښکته شی.

your ads

د پری ایکلامپسیا مخنیوی اړین ده مګر د یادونې وړ ده چی په اوس وخت کې داسی شواهد نشته چی وښيي د فشار کومه اندازه یا کوم ډول درمل د هغې پری ایکلامپسیا په خطر کې بدلون راوړی چی له پخوا څخه د وینی په لوړ فشار اخته امیندوارو ښځو کې منځ ته راځی. پری ایکلامپسیا – ایکلامپسیا هغه سنډروم ده چی په کلنیکی ډول د وینی د نوی پیداشوی لوړفشار په بڼه د امیندوارئ په وروستیو وختونو کی راڅرګندېږی (دا سنډروم د لمړیو ۲۰ هفتو وروسته هر وخت منځ ته راتلئ شی مګر عموما د زېږون وخت ته نژدې منځ ته راځی).

په تشو میتیازو کی د پروتینو راتلل (پروتینوریا) پکی وی چی د ډيپسټیک په طریقه یو مثبت او په ۲۴ ساعته میتیازو کی یی اندازه ۳۰۰ ملی ګرامه یا لدې ډېره وی. دا سنډروم د ټولو امیندواریو د ډلی څخه له ۵٪ څخه تر ۸٪ پوری امیندواریو کی لیدل کېږی. وییل کیږی چی دا ناروغی د مور د وینی د هغه رګونو د بی نظمیو له کبله منځ ته راځی چی پلاسنتا ته وینه رسوی، نوموړی پېښه پلاسنتا ته د وینی د جریان کمښت منځ ته راوړی او د ځنې داسی فکتورونو د ازادیدو لامل کیږی چی په منتشر ډول د اندوتیلیم د وظیفی د ګډوډېدو سبب او د څوګونو غړو د ناروغیو د نښو نښانو د څرګندیدو لامل کیږی چی د وینی لوړ فشار، پروتینوریا، د دماغ د نسج نښې نښانې (لکه د دماغ د نسج پړسوب، د سر د شاتنئ برخی درد او اختلاجات)، همدارنګه د ینی (جګر) د وظیفی مختل کیدل (د وینی د سرو حجرو تخریب، د ینی د انزایمونو لوړیدل او د مویه صفیحاتو د شمېر کمښت) یی مثالونه دی.

تراوسه چی کوم معلومات شتون لری نو د پری ایکلامپسیا لوړ فشار په ثانوی ډول پلاسنتا ته د وینی د جریان د کمښت له کبله منځ ته راځی پدی اساس د سیستمیک فشار ټيټول نشی کولی چی اصلی مرضی پروسه په شا بوځی او هیڅکله ندی لیدل شوی چی د فشارضد درمل دی د پری ایکلامپسیا درملنه وکړی یا دی هغه شاته بوځی. سربیره پردی ښایی پری ایکلامپسیا په ناڅاپی ډول په هغه ځوانو ښځو کی منځ ته راشی چی پخوا یی فشار نورمال وه لدی کبله مهم ټکئ دا ده چی د زړه د رګونو (قلبی وعایی) او د دماغ د رګونو (دماغی وعایی) په سیستم باندی په ناڅاپی ډول د شدید لوړ فشار د ناوړه اغیزی مخنیوی وشی، چی دا کار کله کله د فشارضد درملو استعمال ته اړتیا لری.

لمړئ جدول: د JNC-7 او NHBPEP د لوړ فشار د تصنیف بندئ پرتله په غیرحامله ښځو کی د لوړ فشار JNC-7 تصنیف بندی په حامله ښځو کی د لوړ فشار NHBPEP تصنیف بندی نورمال فشار نورمال/ په امیندوارو ښځو کې د منلو وړ فشار سیستولیک فشار ۱۲۰ یا له ۱۲۰ نه لوړ سیستولیک فشار ۱۴۰ یا لوړ دیاستولیک فشار ۸۰ یا لدی لوړ دیاستولیک فشار ۹۰ یا لوړ له لوړ فشار مخکی مرحله (پری هایپرټینشن) سیستولیک فشار له ۱۲۰ څخه تر ۱۳۹ پوری دیاستولیک فشار له ۸۰ څخه تر ۸۹ پوری لمړئ مرحله لوړ فشار معمولی لوړ فشار سیستولیک له ۱۴۰ څخه تر ۱۵۹ پوری سیستولیک فشار له ۱۴۰ څخه تر ۱۵۰ پوری دیاستولیک فشار ۹۰ څخه ۹۹ پوری دیاستولیک فشار له ۹۰ څخه تر ۱۰۹ پوری دوهمه درجه لوړ فشار شدید لوړ فشار سیستولیک فشار له ۱۶۰ څخه تر ۱۷۹ پوری سیستولیک فشار له ۱۶۰ یا ډیر دیاستولیک فشار له ۱۰۰ څخه تر ۱۱۰ پوری دیاستولیک فشار ۱۱۰ یا ډیر دریمه درجه لوړ فشار سیستولیک فشار له ۱۸۰ څخه تر ۲۰۹ پوری دیاستولیک فشار له ۱۱۰ څخه تر ۱۱۹ پوری JNC-7 د جاینټ نیشنل کمیټې اووم رپوټ ښیی چی دا رپوټ د وینی د لوړ فشار د مخنیوی، ارزوونې، تشخیص او درملنی په اړه ده. NHBPEP – یا به بل عبارت National High Blood Pressure Education Program Working Group Report on High Blood Pressure in Pregnancy د وینی د لوړ فشار په اړه د ښوونیز ملی پروګرام د کاری ګروپ هغه رپوټ ده چی په امیندوارو ښځو کی د وینی د لوړ فشار په اړه خپور شوی.

د پری ایکلامپسیا ناروغی په مزمن فشار اخته ښځو کی ۲۵٪ امیندوارئ پېچلې (اختلاطی) کوی چی د خطر دا کچه د عامو وګړو په پرتله ډېره لوړه ده. سره لدی چی په ایکلامپسیا اخته هغه ناروغانې چی له پخوا د وینی لوړ فشار لری، ښایی فشار یی په شدید ډول لوړ او د فشار ضد څو درملو ته اړتیا ولری مګر د درملنی اصول یی کټ مټ هغه دی چی پورته روښانه شول. د امیندوارئ د وخت لوړ فشار په ۶٪ امیندواریو کی لیدل کېږی، دا فشار د امیندوارئ په وروستئ نیمایی کی منځ ته راځی او د پری ایکلامپسیا سیستمیک نښی نښانی (مثلا: پروتینوریا) پکی نه لیدل کېږی.

دقیق تشخیص یی د پېښېدو وروسته صورت مومی، که د لابراتواری ټسټونو نتیجی یی نورمال او د زیږون وروسته یی فشار نورمال شی نو تشخیص د امیندوارئ لوړ فشار (Gestational Hypertension) ده ( دا فشار پخوا موقتی لوړ فشار بلل کیده). هغه ښځی چی د امیندوارئ لوړ فشار لری باید د پری ایکلامپسیا لپاره ترڅارنی لاندی وی چی د زیږون وروسته د لمړئ هفتی په ګډون هروخت منځ ته راتلی شی. پری ایکلامپسیا شاوخوا له ۱۵٪ څخه تر ۴۵٪ پوری په هغه ښځو کی منځ ته راځی چی په لمړی وخت کی د امیندوارئ لوړ فشار تشخیص شوی وی.

دا پېښه ډېره په هغه ښځو کی لیدل کیږی چی وختی کلینیک ته راغلی وی، د ماشوم د زیان پخوانئ تاریخچه او د وینی لوړ فشار لری. له پخوا د وینی په لوړ فشار د اخته ښځو په څېر باید پدی حالت کی هم د فشار ضد درمل په مور باندی د لوړ فشار د ناوړه اغیزو د مخنیوی په موخه توصیه شی ځکه داسی شواهد نشته چی مونږ ته وښیی چی کومه اندازه فشار د پری ایکلامپسیا څخه مخنیوی کوی. کله کله د امیندوارئ د لوړ فشار په ناروغانو کې د زېږون وروسته هم فشار لوړ پاتې کېږی. ډېر احتمال لری چی دا ناروغانې له پخوا څخه مزمن لوړ فشار لری چی د امیندوارئ په لمړیو وختونو کی د وینی د رګونو د فزیولوژیکی توسع له کبله پټ پاتې وه.

د زېږون وروسته د وینی د لوړ فشار طبیعی تاریخچه او هغه اعظمی وخت معلوم نده چی له هغی وروسته باید فشار نورمال شی (او هغه وخت هم معلوم نده چی له هغه وروسته باید د مزمن فشار په ډول وګڼل شی). عموما هغه له 140/90 څخه لوړ فشار مزمن لوړ فشار تشخیص کیږی چی د زېږون وروسته له درې میاشتو څخه ډېر دوام وکړی. دا فشار به په راتلونکو برخو کی ښه روښانه شی. سره لدی چی د امیندوارئ په وخت د وینی د لوړ فشار څلورواړه ډولونه مور او د زېږون مخکی او وروسته وخت کی ماشوم ته پېچلتیاوی یا اختلاطات منځ ته راوړلئ شی مګر پری ایکلمپسیا (د فشار د لوړوالی د اندازې پرته) او شدید لوړ فشار (د هغه د ډول پرته) هغه دوه ناروغئ دی چی مور او د زېږون مخکی او وروسته وخت کی ماشوم ته لوی خطرونه لری. مور ته یی لوی خطرونه د پلاسنتا ناڅاپی څیری کېدل (Placental abruption)، په چټکئ سره مخ په لوړ فشار چی په روغتون کی د بستر کېدو سبب کېږی او د لوړ فشار څخه زیان منونکو غړو ته زیان رسېدل دی.

د رحم د ننه ماشوم ته یی خطرونه د هغه د ودې محدود کېدل او مخکی له وخته زېږون دی چی د مور د ناروغئ د شدت له امله له وخته مخکې د زیږون لامل کیږی. د امیندوارئ په وخت د وینی د معمولی څخه تر متوسط پوری د لوړ فشار د درملنې اصول: د امیندوارئ په وخت له معمولی څخه تر متوسط پوری د لوړ فشار د درملو (160/110 یا لدی څخه لږ لوړ وی) فایدی تر اوسه په کلینیکی ازمیښتونو کی ندی معلومی شوی.

د کوچران میتا انالیسیس (Cochrane meta-analysis) د څېړنې په ګډون وروستئ څېړنې ښیی چی پدی اړه معلومات ناکافی دی چی د معمولی څخه تر متوسط پوری د لوړ فشار د درملنې فایدی او زیانونه معلوم کړی. (معمولی لوړ فشار هغه ده چی سیستولیک فشار پکی له ۱۴۰ څخه تر ۱۶۰ پوری او دیاستولیک فشار له ۹۰ څخه تر ۱۰۹ پوری وی).

د یادونی وړ ده چی د معمولی لوړ فشار د درملنی سره د شدید لوړ فشار خطر کمېږی (د خطر نسبت یی په لسو تداوی شویو ناروغانو کی 0:5 ده) مګر د درملنی سره د پری ایکلامپسیا په عواقبو، د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینی په کچه، له وخت نه مخکی د زېږون په کچه او د امیندوارئ د مودې په پرتله د ماشوم د کوچنیوالی په کچه کی کوم توپیر نده لیدل شوی. د امیندوارئ په وخت د وینی د لوړ فشار د درملنی نړیوالی لارښودنی هم پدې اړه له یوبل سره توپیر لری چی کله باید د لوړ فشار ضد درملنه پیل او د وینی فشار څومره ټیټ وساتل شی. مګر ټولی دا ډول لارښودنې (د غیرحاملګئ په وخت) د جاینټ نیشنل کمیټی د لارښودنو په پرتله لوړې دی.

په متحده ایالتونو کی 160/105 فشار ته د فشار ضد درملنه کېږی خو معلومه نده چی فشار باید څومره را ټیټ شی. په کاناډا کې که فشار 140/90 وی نو درملنه ېې کېږی او موخه ېې دا ده چی دیاستولیک فشار د ۸۰ او ۹۰ تر منځ ټیټ وساتی. په استرالیا کی هغه وخت د لوړ فشار ضد درملنه صورت مومی چی فشار 160/90 ته لوړ شی او موخه یی دا ده چی دیاستولیک فشار ۱۱۰ یا لدی څخه ټیټ وساتی. یوه وروستئ څېړنه په ۲۸ ناروغانو کی شویده، نوموړو ناروغانو ته د پری ایکلامپسیا په وخت د دماغ سکته Stroke شوی وه، دا څېړنه ښیی چی د Stroke لامل شریانی وینه بهیدنه (Arterial hemorrhage) وه، د Stroke مخکی سیستولیک فشار له ۱۵۹ څخه تر ۱۹۸ پوری او دیاستولیک فشار له ۸۱ څخه تر ۱۳۳ پورې وه، ددې ناروغانو ۵۴٪ له مړینې سره مخ شوی.

د یادونی وړ ده چی ددی ناروغانو سیستولیک فشار د دیاستولیک په پرتله ډیر لوړ (له ۱۵۵ څخه تر ۱۶۰ پوری ) وه پداسی حال کی چی د ګڼ شمیر دی ښځو دیاستولیک فشار ۱۱۰ ته نه وه رسیدلی. د دماغ د سکتې د پېښو دا لړئ ښیی چی په امیندوارو ښځو کی د وینی د لوړ فشار د درملنې په اړه نورو ډېرو کلینیکی ازمیښتونو او په شواهدو ولاړو لارښودنو ته اړتیا ده. زمونږ کړنلاره دا ده چی کله سیستولیک فشار ۱۵۰ یا لدی لوړ وی او دیاستولیک فشار له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ پوری وی نو درملنه ورته شروع کوو. که تشخیص پری ایکلامپسیا وی نو د امیندوارئ موده او د وینی د فشار اندازه د فشار د ضد درملو په استعمال باندی اغېزه لری.

که د امیندوارئ موده پوره او د زیږون وخت نزدی وی نو په ایکلامپسیا اخته ښځه ولادت کولئ شی او کیدای شی چی د فشار درملنه وځنډول شی (مګر پرته لدی چی فشار شدید لوړ وی) او د ماشوم د زېږون وروسته د وینی د فشار بیا ارزوونه وشی. که پری ایکلامپسیا داسی وخت پېښه شی چی د امیندوارئ وخت ډیر او د زیږون وخت لری وی، همدارنګه درملنه هم صورت مومی نو د وینی د شدید فشار درملنه پیل او په خوندی ډول کیدای شی چی د وینی فشار 140/90 ته د خولی له لاری د درملو پوسیله را ټیټ کړو. دوهم جدول: د امیندوارئ د وخت د لوړ فشار یا د امیندوارئ په وخت د مزمن لوړ فشار درمل. درمل (او د امریکا د درملو د فدرالی اداری له مخی د هغو خطرونه) د درملو اندازه (ډوز) د درملو په اړه اندېښنې یا تبصری غوره درمل: Methyldopa (B) د 0.5 g څخه تر 3g پوری په دوه کسری ډوزونو ورکول کیږی. د NHEBEP په بنسټ انتخابی درمل دی. د امیندوارئ د لمړیو دری میاشتو وروسته یی خوندیتوب ښه ثابت شویده چی پدې خوندیتوب کی یی اووه کاله وروسته د نسل تعقیب هم شامل ده. دوهمه درجه درمل: Labetalol (C) Nifedipine (C) Hydralazine (C) Beta-Receptor Blockers (C) Hydrochlorthiazide (C) د ورځی د 200mg څخه تر 1200mg پوری له دوه و څخه تر دری کسری ډوزونو ورکول کېږی. ورو ورو آزادیدونکی شکل یی د ورځی له 30mg څخه تر 120mg پوری ورکول کیږی. د ورځی له 50mg څخه تر 300mg پوری په دوه یا څلورو کسری ډوزونو ورکول کیږی. ددی کورنئ د هر یو درمل ډوز بیل ده. په یوه ورځ کی له 12.5mg څخه تر 25mg پوری ورکول کیږی. ښایی د رحم د ننه د ماشوم وده محدوده کړی.

ښایی د ماشوم ولادت نهی کړی، د فشار په ټیټولو کی د مګنیشیم سلفیټ سره سینرجستیک اغیز لری، د کلسیم د چینلونو د نورو نهی کونکو درملو په اړه لږ تجربوی معلومات شتون لری. لږ ازمیښت شوی، اوږدی تجربی یی لږ ناوړه اغیزی ښیی، د سیمپاتولایتیک درملو سره یوځای استعمال یی ګټور ده او ښایی په نوی زیږیدلی ماشوم کی ترومبوسایتوپینیا منځ ته راوړی. ښایی رحم او پلاسنتا ته د وینی جریان کم کړی، ښایی هایپوکسیک سټریس ته د رحم د ننه د ماشوم عکس العمل مختل کړی، که په لمړیو یا دوهمو دریو میاشتو کی ورکړل شی (اټینولول) نو په لوړ ډوز ښایی په نوی زیږیدلی ماشوم کی هایپوګلایسیمیا (په وینه کی د ګلوکوز کمښت)منځ ته راوړی.

ددی په اړه ګڼ شمیر څیړنی د لوړ فشار لرونکو ښځو په ځای په نورمال فشار لرونکو ښځو کی شوی، ښایی د وینی د حجم د کمښت او د الیکترولایتونو د نظم د خرابیدو سبب شی، د میتایل دوپا او وازوډایلیتور درملو سره یوځای ورکول یی ښایی د مایعاتو د معاوضوی تحبس په کمولو کی ګټور وی. مضاد استطباب (بند) درمل: ACE – 1 او angiotensin type – 1 receptor antagonists (D) په حیواناتو کی د رحم د ننه د ماشوم د زیان سبب ګرځی، په انسانانو کی یی استعمال د زړه د نقیصو او د رحم د ننه د ماشوم د ناروغیو، Oligohydramnios، د ماشوم د ودی د محدودیت او Neonatal anuric renal failure سبب ګرځی چی ښایی وژونکی وی. د امیندوارئ په لمړیو دری میاشتو کی د فشار ضد هیڅ درمل خوندی ندی ثابت شوی. د دوا پوسیله درملنه د غیراختلاطی مزمن لوړ فشار لپاره استطباب درلود یعنی هغه وخت چی دیاستولیک فشار ۱۰۰ یا لدی لوړ وه. لدی څخه د لږ لوړ فشار درملنی هغه وخت استطباب لری چی ناروغ دیابت ولری، د پښتورګو ناروغئ ولری، یا یی د لوړ فشار څخه د بدن زیان منونکو غړو ته زیان رسیدلی وی. په ټینګار وییل کیږی چی داسی څېړنی نشته چی په امیندوارو ښځو کی د فشار هغه اندازه وښیی چی نوموړو ښځو ته بی ضرره وی، لارښودنی او څیړنی تر هغی کچی پوری د وینی د فشار د درملنی سپارښتنه کوی چی په احتمالی ډول د زړه په رګونو Cerebrovascular او د دماغ په رګونو Cardiovascular باندی د هغه د ناوړه اغیزو څخه ښځه وژغوری چی دا اندازه د سیستولیک فشار لپاره له ۱۴۰ څخه تر ۱۵۵ او د دیاستولیک فشار لپاره ۹۰ څخه تر ۱۰۵ پوری ده.

کله چی په پری ایکلامپسیا اخته ناروغی ته د فشار ضد درمل ورکول کیږی نو د رحم د ننه د ماشوم څارنه غوره ده چی پدی ډول د ماشوم ناآرامی تشخیص شی، دا ناآرامی ښایی پلاسنتا ته د وینی د جریان له کمښت سره تړاو ولری. په حقیقت کی د هغی پری ایکلامپسیا په دفع الوقت درملنه کی چی د امیندوارئ په لمړیو وختونو (یعنی له ۳۴ اونیو څخه په لږ وخت) کی پیدا شوی د فشارضد درملو استعمال، کار نه کول، په بستر کی استراحت او د روغتون د ننه د مور او ماشوم څارنه شامل ده چی د مور او ماشوم د خاصو حالاتو د استطباب په وخت ولادت ورکړل شی. معلومه شوی چی دا طریقه په ټاکلو حالاتو کی د ولادت وخت په متوسط ډول دوه اونئ ځنډوی او دا کار وروسته د ماشوم والی په وخت غوره پایلی لری. پدی ټکی باید ټینګار وشی چی په ورځنی ډول د مور د روغتیا (د وینی د فشار، د شکایتونو ارزوونه او د وینی د جریان حالت) او همدارنګه د رحم د ننه د ماشوم د روغتیا څارنه پدی ډول پېښو کی اړین دی ځکه که هر یو په خرابیدو وی نو ښایی ماشوم ته ولادت ورکول اړین شی.

هغه ښځی چی مزمن لوړ فشار لری یا یی له امیندوارئ مخکی د وینی فشار معمولی یا متوسطه درجه لوړ وی نو غوره ده چی هیله وکړو چی د وینی د رګونو د فزیولوژیکی توسع (Physiologic vasodilation) له کبله یی د امیندوارئ په لمړیو وختونو کی فشار ټیټ شی، که له فشار څخه زیان منونکو غړو ته کوم زیان نه وی پېښ شوی نو ډاکټر کولی شی چی دا وخت د فشار درملنه بنده او د نازوغ څارنې ته دوام ورکړی مګر پدی شرط چی ناروغ له نزدی تر څارنی لاندی وی. کله چی بیرته دیاستولیک فشار له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ او سیستولیک فشار له ۱۴۰ څخه تر ۱۵۰ پوری لوړ شی نو درملنه ورته پیل کیدای شی. هغه ښځې چی د فشار لامل یی د پښتورګو د وظیفی بی نظمی (Underlying renal dysfunction) وی نو غوره دا ده چی په پرتلیز ډول لږ ټیټ فشار مو د درملنی موخه وی. ګڼ شمېر درمل د استفادی لپاره شتون لری او د خولی له لاری د ورکولو وړ درمل د امیندوارئ په وخت کی په سټنډرډ ډوزونو ورکول کیدای شی (دوهم جدول وګورئ). که فشار شدید لوړ نه وی نو لمړی انتخابی درمل یی Methyldopa او Labetalol دی، Nifedipine یی دوهمه درجه او نور درمل یی دریمه درجه انتخابی درمل دی.

د شدید لوړ فشار درملنه:

پدی ټکی هوکړه شوی چی د امیندوارئ په وخت د وینی د شدید لوړ فشار درملنه اړینه ده دا ځکه چی دا ناروغان د دماغ د ننه د وینی بهیدنی (Intracereberal hemorrhage) د خطر سره مخ دی او درملنه یی د مور د مړینی خطر کموی(شدید لوړ فشار د 160/110 څخه لوړ فشار ته وایی). هغه ښځی چی د وینی د لوړ فشار له کبله دماغی آفت Hypertensive encephalopathy، د وینی بهیدل (هیموراژ) یا ایکلامپسیا لری د زرقی درملو پوسیله درملنی ته اړتیا لری چی پدی ډول یی متوسط شریانی فشار (دیاستولیک فشار 2/3 او سیستولیک فشار 1/3 ) په څو دقیقو یا ساعتونو کی راټیټ شی او په وروستیو څو ساعتونو کی 160/100 ته را ښکته شی.

دریم جدول: د امیندوارئ د وخت د شدید لوړ فشار د عاجل کنټرول درمل درمل (او د امریکا د درملو د فدرالی اداری اندیښنی) د درملو ډوز او د تطبیق طریقه د درملو په اړه اندیښنی او تبصری Labetalol (C ) لمړئ د ورید له لاری له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملی ګرامه پوری او وروسته په هرو ۲۰ نه تر ۳۰ دقیقو کی له ۲۰ نه تر ۸۰ ملی ګرامه پوری ورکول کیږی. اعظمی ډوز یی۳۰۰ ملی ګرامه ده. د انفیوژن په شکل په هره دقیقه کی د ۱ نه تر ۲ ملی ګرامه پوری ورکول کیږی.

دا چی ډیر لږ د میندو د ټیټ فشار او نورو ناوړه اغیزو لامل کیږی نو لدی درملو څخه استفاده نن سبا د هایدرالازین د استعمال ځای نیسی. د نفس تنګئ (استما) او د زړه د احتقانی بی کفایتئ Congestive HF په صورت کی یی باید له استعمال څخه ډډه وشی. Hydralazine (C) لمړی د وریدی یا عضلی زرق له لاری ۵ ملی ګرامه ورکړئ ، لدی وروسته په هرو ۲۰ نه تر ۴۰ دقیقو کی له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملی ګرامه پوری ورکړئ. کله چی د وینی فشار کنټرول شو نو هر دری ساعته وروسته یی تکرار کړئ. د انفیوژن په شکل په هر ساعت کی له صفر اعشاریه پنځه ملی ګرامه څخه تر ۱۰ ملی ګرامه پوری ورکول کیږی. که د ۲۰ ملی ګرامه وریدی یا ۳۰ ملی ګرامه عضلی زرق وروسته د وینی فشار کنټرول نشو نو د بل ډول درملو په اړه فکر وکړئ. د NHBEP له مخی انتخابی درمل دی او د خوندیتوب (بی ضرروالی) او موثریت اوږده تجربه یی شتون لری.

Nifedipine (C) یواځی ګولئ یی استعمالیږی، د خولی له لاری ورته له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملی ګرامه پوری ورکړئ او د اړتیا په صورت کی یی ۴۵ دقیقی وروسته بیا تکرار کړئ. سره لدی چی لنډمهاله اغیز لرونکی درمل په ولادی پېښو کی غوره نتیجی لری مګر مونږ اوږد اغیز لرونکی مستحضرات غوره ګڼو. د امیندوارئ د وخت د وینی د لوړ فشار د درملنی لپاره د امریکا د درملو فدرالی اداری دا درمل ندی تصویب کړی. Diazoxide (C) دا درمل په هرو ۵ نه تر ۱۵ دقیقو کی له ۳۰ څخه تر ۵۰ ملی ګرامه پوری د ورید له لاری ورکول کیږی. استعمال یی په کمیدو ده، ښایی چی د ماشوم د زیږون مخه ونیسی او په وینه کی د ګلوکوز د کمښت (هایپوګلایسیمیا) سبب کیږی. په پرتلیز ډول مضاد استطباب (بند) درمل Nitroprusside (C) د بدن د هر کیلو ګرام وزن په سر 0.25 مایکروګرامه څخه تر 5 مایکروګرامه پوری په ثابت ډول د انفیوژن په طریقه ورکول کیږی. که له ۴ ساعتو څخه د ډېر وخت لپاره استعمال شی ښایی د سیاناید د زهرجنو اغیزو (Cyanide toxicity) سبب شی. دا درمل وروستئ وسیله د

ډاکټر فیض الله (ثاقب)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب