د ویټامینو (Vitamin) ارزښت او دهغو دنده

ویټامینونه یو عضوي تړښت دی  . ویټامینونه دهغه غړو چې  د انرژي لرونکي دي لپاره نه،  بلکي د بدن د نورو مهمو فنکشنو لپاره  دي ، لکه د توکو بدلون  په بدن کي چې تر ډېره ځایه نسي حلېدلاې اړین دي . له دې کبله نو ویټامینونه باید دخوراکي توکو څخه واخستل شي . ځیني ویتامین د لومړي پړاو (Provitamin)  « پروویتامین » په حیث و بدن ته ور کوي .  دغه بیا بدن ته اغېزمن بدلون ورکوي . ویټامینونه په دوه ډوله ویشي :  یو ډول ئي د غوړحل کېدونکي (Lipophil)    او بل ئي د اوبوحل کېدونکي (Hydrophil) واي .

 

په مختلفو حیه وو کي مختلف توکي (مواد) د ویټامين  په حیث قابل داعتبار دي . د بېلګي په توګه خنځیر (خوګ) پخپل بدن کي ویټامین (C) جوړه وي . په انسان کي بیا دغه ستاینه نسته، ولې چې انسان
ل-ګالاکتونولاکتون – اُکسیداسې  (L- Galactonolacton-Oxidase) نه لري . نو له دې کبله خنځیرانو ته ویټامین (C) هیڅ مانا نه لري، ځکه  چې دی ئي پخپله جوړه وي  .  په عمومه توګه ویټامین د انسان لپاره یو حیاتي مهم شی دی ، مګر چې بدن ئي پخپله جوړه وي هغه ته ویټامین نه سو ویلاې . یو استثناي حالت  د ویټامین (D)   جوړه وي . که چیري سړی د لمر رڼا ته کښېني او بسنده د لمر رڼا ئي بدن ته راسي نو ئي بدن ویټامین (D) جوړه وي .

ویټامینونه  په بدن کي د توکودبدلون لپاره دنده لري .د دوي دنده داده، چې په بدن کي د قندو، پروتینو او معدني مواد تنظیم کړي او سم ئي په کار واچوي .  ویټامینونه د دغو درو توکو  په بدن کي دسونګ او ښه بدلون لپاره دنده لري او په دې توګه سمه انرژي لاس ته راولي . ویتامینونه د معافیت سستم ځواکمن او فعاله کوي . د حجراتو د جوړښت، د وینو کرویات ، د هډوکو د جوړښت، او دغاښو د ساتلو لپاره اړين دي .
هر ویټامین جلا خپله دنده پر ځائ کوي . د ویټامینو تفاوت د دوي د ډول ډول اغیزو څخه پر بدن څرګنديږي .
د ۱۹۲۰ او ۱۹۸۰ ز کال  ویټامینونه په ۲۰۰۴ ز کال کي  نامتو ویټامینونه ئي په ترتیب سره انځور سوه . د دغو ویټامېنو لپاره  هم کیمیاوي تړښتي لیاره و ښودل شوه . هغه ناروغۍ چې د ویټامین له لږتیا څخه منځ ته راځي د شلمي پړۍ په پایل کي و پېژندل سوې . که چېري په اټکل سره د خوړو په اړه ناروغي پېښه شي زیار ایستل کېږي ، چې دغه ناروغي بېرته د خوړو له لیاري  درمل سي . د ژوو  ازموني و ښودل، چې ځیني ناروغۍ د لږتیا څخه د خوړو منځ ته راځي . د نورو   ژوو  د ازموینو په لړ کي و ښودل شوه، چې  دا خوړیز توکي کوم دي، چې دغه ناروغي ئي منځ ته راوړې ده .  او په پایله کي دا ممکنه سوه، چې له دغو خوړو څخه ئي ویټا راپیدا کړي . په ۱۹۱۳ ز کال کي ویټامینونه د لاتیني الپ او بې د غټو تورو څخه ئي  لنډیز ورکی .     لاندي د ويټامینو لوحه وګورۍ

د پیداکولو کال  ز – د ویټامین (Vitamin)  – هغه توکي چي ویټامین لري

۱۹۰۹    ویټامین  (A  )     دماهي د ایني غوړي

your ads

۱۹۱۲   « «       (B      د وروجو   نېشایسته
۱۹۱۲     « «       (C)   لېمو

۱۹۱۸  « «          (D)    د ماهي د ایني غوړي

۱۹۲۰   « «                    (2 B )        اګۍ

۱۹۲۲     « «                  د غنمود تجګ غوړي

۱۹۲۶   « «                    (B12 اینه
1929 .  «  «               (K)‏    کاهو

۱۹۳۱    « «             (B5)    اینه

۱۹۳۱   « «             (B7)      اینه

۱۹۳۴   « «         (B6)        د ورجو نېشایسته

۱۹۳۶    « «           (B3)         اینه
۱۹۴۱     « «           (B9)         اینه

ژباړه  د (Wikipedia) څخه
محمد سرور وکیلي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب