د ویښتانو د تویدو په اړه طبی معلومات

د ویښتانو د تویدو په اړه ډیری دوستان پوښتنی کوي، که څه هم په وار وار سره دا معلومات نشر سوی دا ځل مو ډیر اړین معلومات غونډ کړی هیله ده تر پایه یې ولولۍ او د خپلو ملګرو سره یې شریک کړي. د ویښتانو د ودې طبیعی بهیر یا دوران: په هروخت کې ۱۰٪ د سرویښتان د استراحت په مرحله کې وی. د ۲ یا ۳ میاشتو په تیرید وسره ویښتان د استراحت په حالت کې تویږی او نوی ویښتان د هغه په ځای راځی. دا حالت ۲ تر۶ کالو پوری پای ته رسیږی. په دی مرحله کې د ویښتانو هر تار د میاشتی ۱سانتی مترو ده کوی یا په اصطلاح غټیږی.

بنا په دی سیکل یا بهیر کې کېدای سی په طبیعی ډول دورځی څوتارونه دویښتانوتوی سی. آمایوتعدادخلک ترحدزیات دویښتانوتویدل لری اوشکایت کوی چې دادویښتانوتویدل کېدای سی په ماشومانو،نارینه اوښځوکې وی.

د ویښتانو د تویدلو علت:

مختلیف علتونه کېدای سی چې د ویښتانو د تویدلوسبب سی. له هغی جملی څخه کولای سوچې لاندنی علتونوته یی اشاره وکړو:

ناروغی او یاغټ جراحی عملیات:
د ویښتانودتویدو یو بل عامل ناروغی اویایوغټ عملیاتی پروسیجرتکرارول دی .امکان لری چې ۳یا۴میاشتی وروسته له یوی ناروغی اویایوی جراحی عملیی څخه په ناڅاپه توګه په زیاته اندازه ویښتان ورږیږی چې دناروغی دپریښانی له امله وی اودویښتانوداتویدنه په موقتی ډول وی.

هورمونی اختلالات:

یوبل علت دویښتانودتویدوهورمونی اختلالات دی .کچیری دتایرویدمشکل ولری کېدای سی دویښتانودتویدوسبب وګرځی .چې ددی دتداوی لپاره بایددتیرویدمشکل حل سی. امکان لری چې زنانه هورمونونه (اسټروجن) اویامردانه هورمونونه لکه (آنډروجن)په عدم تعادل باندی اخته سی چې بیاهم دغه عدم تعادل کېدای سی دویښتانودتویدوسبب وګرځی.

نارینه هورمون:

مردانه هورمون (ټسټسټرون) کېدای سی په ډی هایدروتسټسټرون (DHT) باندی تبدیل سی چې یودویښتانودتویدواصلی دلیل دی .
د سرد پوست غوړوالی: بل علت چې دویښتانودتویدوباعث کېږی دسردپوست غوړوالی دی ،کچیری دسرپوست غوړوی ،دویښتانوتویدل به هم ورسره زیات وی .

د ویښتانو د تویدلو ارتباط له تغذیی سره:

دویښتانودرږیدومهمترین عامل نامتعادل غذایی رژیم کېدای س . هغه وخت چې دویښتانودفولیکول تغذیه په کامل ډول وی، ښه اوسالم ویښتان منځته راځی ولی هغه وخت چې غذایی ناقصه اونیمګړی وی ددی ناحی حجرات په سوتغذیه اخته کېږی اوپه تدریجی ډول سره داحجرات مری اویاهم وظیفه په نیمګړی ډول اجراکوی.

دمالګی کم مصرف ،دآسیدکم مصرف اویاهیڅ نه مصرف کول ،سری سوی غذاوی ،داوبوزیات مصرف ،سبزی اومیوه جات کېدای سی چې ویښتان درږیدواوسپینوالی څخه وساتی. دویښتانودښی تقویی په خاطربایدقوی غذایی موادواخیستل سی هغه غذاوی چې په کافی اندازه پروټین اواوسپنه ولری لکه تازه میوی اوسبزی ،سلاداوداسی نور.
سټرس یاخفګان: د ویښتانودتویدوبل مهم عامل خفګان، اضطراب اوناببره شاک دیچې د خفګان د کمیدواوکنټرول په خاطرکولای سوچې د ویښتانوتویدل تداوی کړو.

اومیندواري(حامله توب):

زیاتره میندی دکوچنی د۳میاشتی تیریدوڅخه چې په نس کې یی لری دویښتانوشدیدتویدوته متوجه کېږی .ددی علت دادی چې دحاملګی په دوران کې دزنانه هورمونونودمقدارزیاتوالی له آمله داچې ویښتان بایدتوی سی ساتی اوله حاملګی وروسته چې دهورمونونوسطح نورمال حالت ته راځی دویښتانوتویدل زیاتیږی .

درمل:

یوتعداددرمل یادواوی سته چې دویښتانودتویدوباعث ګرځی . درمل لکه وارفارین ،هیپارین ،داظطراب ضددرمل ،دنقرص ضددرمل ،بعضی سرطانی دواوی ،دویټامین ای له حده زیات استعمال اودحامله توب
ضددرمل. ددی درملوپه پریښودلوسره دویښتانوتویدل هم له منځه ځی اوویښتان بیانه تویږی .یعنی کوم وخت چې بعضی کسان پورته ذکرسوی درمل استعمالوی کچیری دوی ته دویښتانوتویدل پیداسی بایددادرمل پریږدی چې دهغه دپریښودلوسره دویښتانوتویدل هم دریږی .

میکروبونه:

بعضی میکروبونه هم کېدای سی چې دویښتانودتویدلوباعث وګرځی ،چې نوموړی حالت کېدای سی چې دمیکروب ضددرملوپه استعمال سره له منځه ولاړسی .
ناروغی: په بعضی ناروغیوکې لکه شکره اولوپوس کېدای سی ویښتان توی سی .دویښتانوتویدل کېدای سی دیوتعدادناروغیونښی اونښانی وی ،فلهذادویښتانودتویدلوتشخیص اوتداوی کېدای سی چې داناروغی هم په خپل وخت کشف کړی ،په بعضی وخیموناروغیولکه سیفلیس ،ټیفوس ،انفلونزا،کمخونی اوسرما خوردګی کې هم دویښتانوتویدل ولیدل سی .

د ویښتانونامناسب مراقبت:

دویښتاتوله حده زیات کش کول هم دویښتانودتویدوباعث ګرځی چې بایدکوښښ وسی چې ویښتان یا د لاس اویا د ماشینونو پذریعه کش نه سی په تېره بیا د ښځو چې په ارایشګا ه کې دا کارزیات کېږي.

د ویښتانو د تویدلو درملنه یا تداوی:

د ویښتانودتویدلوتداوی په دی ډول ده چې اول بایدهرهغه علت چې دهغه له امله داحالت منځته راغلی دی لکه چې پورته ذکرسوه له منځه یوړل سی چې دایی آساسی درملنه ده .په دواؤکې کېدای سی چې دویټامین E ، ویټامین بی کمپلکس اوهغه ګولیو یا ټابلیټونو څخه استفاده وکوی چې اوسپنه ولری اودوینی تقویه کونکی وی .ولی پاته دی نه وی چې دوادی پخپل سرنه خوړ ل کېږی اوبیادی هم له ډاکترسره مشوره وسی .

په نارینه ؤکې دویښتانودتویدلودرملنه:

په اوسنی وخت کې یوقسم محلول چې دماینوکسیډیل پنامه سره یادیږی استعمالیږی. په نارینه ؤکې کچیری دوی دورټکس په برخه کې کوچنی ساحه دویښتانوتویږی ډیره ښه نتیجه ورکوی. ددی تاثیرداسی دی چې دادویښتانودتویدوڅخه مخنیوی کوی اونوی ویښتان په وجودراوړی .دویښتانورشدیانمود۸څخه تر۱۲میاشتووروسته واضح کېږی. د نوموړی محلول څخه باید په دوامداره توګه استفاده وسی ترڅو د ویښتانو رشد یا نمو وساتل سی. او ددی داو په قطع کېدو سره نوی شنه هسوی ویښتان دوباره رږیږی. له دی درملوڅخه یوسی سی (۱۵قطری) له دوه فیصده محلول څخه په شکېدلی ناحیه ووهی او تر یوه ساعت پوری نوموړی ناحیه باید پاکه نه سی او نه هم نوموړی ناحیی ته مساژ ورکول سی یعنی نوموړی دوا چې مو په هغه ناحیه چې شکېږی استعمال کړه هغه ساحه مه موږی.

د ښځو د ویښتانود تویدلو درملنه:

که چیری تشخیصیه بررسی مکملی سی ،ددوی تداوی هم لکه د مردانه انډرو جنیک په شان ده، په دی تفاوت سره چې دلته کولای سوچې د انتی اندروجنیک سیسټمیک څخه استفاده وکوو.

د ویښتانوپه رږیدلی ساحه کې درملنه یعنی موضعی درملنه:

چې اوس هم داطریقه بعضی ځایوکې استعمالیږی هغه داچې کېدای سی په هغه ساحه کې چې ویښتان ی تویږی داسټرویدوزرق کول اویاهم دورید دلاری ،انټرالین، فوتوکیموترافی، موضعی الرژنونه اوماینوکسیډیل دی.

د ټرایکو  تیلو ماینا درملنه:
دتریکوتیلومایناددرملنی لپاره دروانی اختلالاتودرملنه زیات کومک کوی اوددی لپاره دکلومیپرامین اوفلوکسیټین څخه استفاده کېږی .

ډاکتر الله نور احمدی محمدزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب