د ویښتانو د تویېدلو علتونه او د درملنې لارې چارې 

د ویښتانو د رشد یا نمو طبیعی سایکل یادوران :

په هروخت کی ۱۰٪دسرویښتان داستراحت په مرحله کی وی .د۲یا۳ میاشتوپه تیریدوسره ویښتان داستراحت په حالت کی تویږی اونوی ویښتان دهغه په ځای راځی .داحالت ۲تر۶کالوپوری پای ته رسیږی .په دی مرحله کی دویښتانوهرتاردمیاشتی ۱سانتی متررشدکوی یاپه اصطلاح غټیږی .
بناپه دی سیکل کی کیدای سی په طبیعی ډول دورځی څوتارونه دویښتانوتوی سی .آمایوتعدادخلک ترحدزیات دویښتانوتویدل لری اوشکایت کوی چه دادویښتانوتویدل کیدای سی په ماشومانو،نارینه اوښځوکی وی .

  د ویښتانو د تویدلو علت:

مختلیف علتونه کیدای سی چه دویښتانودتویدلوسبب سی .له هغی جملی څخه کولای سوچه لاندنی علتونوته یی اشاره وکړو:

 ناروغي او یا غټ جراحی عملیات :

دویښتانودتویدویوبل عامل ناروغی اویایوغټ عملیاتی پروسیجرتکرارول دی .امکان لری چه ۳یا۴میاشتی وروسته له یوی ناروغی اویایوی جراحی عملیی څخه په ناڅاپه توګه په زیاته اندازه ویښتان ورږیږی چه دناروغی دپریښانی له امله وی اودویښتانوداتویدنه په موقتی ډول وی .

 هورمونی اختلالات:

یوبل علت دویښتانودتویدوهورمونی اختلالات دی .کچیری دتایرویدمشکل ولری کیدای سی دویښتانودتویدوسبب وګرځی .چه ددی دتداوی لپاره بایددتیرویدمشکل حل سی .امکان لری چه زنانه هورمونونه (اسټروجن ) اویامردانه هورمونونه لکه (آنډروجن )په عدم تعادل باندی اخته سی چه بیاهم دغه عدم تعادل کیدای سی دویښتانودتویدوسبب وګرځی .

مردانه هورمون:
مردانه هورمون(ټسټسټرون ) کیدای سی په ډی هایدروتسټسټرون (DHT) باندی تبدیل سی چه یودویښتانودتویدواصلی دلیل دی .

د سر د پوست غوړوالی :

بل علت چه دویښتانودتویدوباعث کیږی دسردپوست غوړوالی دی ،کچیری دسرپوست غوړوی ،دویښتانوتویدل به هم ورسره زیات وی .

د ویښتانو د تویدلو ارتباط له تغذیې سره:

دویښتانودرږیدومهمترین عامل نامتعادل غذایی رژیم کیدای سی .هغه وخت چه دویښتانودفولیکول تغذیه په کامل ډول وی ،ښه اوسالم ویښتان منځته راځی ولی هغه وخت چه غذایی ناقصه اونیمګړی وی ددی ناحی حجرات په سوتغذیه اخته کیږی اوپه تدریجی ډول سره داحجرات مری اویاهم وظیفه په نیمګړی ډول اجراکوی . دمالګی کم مصرف ،دآسیدکم مصرف اویاهیڅ نه مصرف کول ،سری سوی غذاوی ،داوبوزیات مصرف ،سبزی اومیوه جات کیدای سی چه ویښتان درږیدواوسپینوالی څخه وساتی .دویښتانودښی تقویی په خاطربایدقوی غذایی موادواخیستل سی هغه غذاوی چه په کافی اندازه پروټین اواوسپنه ولری لکه تازه میوی اوسبزی ،سلاداوداسی نور.

اسټرس یاخفګان :

دویښتانودتویدوبل مهم عامل خفګان ،اضطراب اوناببره شاک دی ،چه دخفګان دکمیدواوکنټرول په خاطرکولای سوچه دویښتانوتویدل تداوی کړو.

 حاملگي:

زیاتره میندی دکوچنی د۳میاشتی تیریدوڅخه چه په نس کی یی لری دویښتانوشدیدتویدوته متوجه کیږی .ددی علت دادی چه دحاملګی په دوران کی دزنانه هورمونونودمقدارزیاتوالی له آمله داچه ویښتان بایدتوی سی ساتی اوله حاملګی وروسته چه دهورمونونوسطح نورمال حالت ته راځی دویښتانوتویدل زیاتیږی .

درمل:

یوتعداددرمل یادواوی سته چه دویښتانودتویدوباعث ګرځی . درمل لکه وارفارین ،هیپارین ،داظطراب ضددرمل ،دنقرص ضددرمل ،بعضی سرطانی دواوی ،دویټامین ای له حده زیات استعمال اودحاملګی ضددرمل .
ددی درملوپه پریښودلوسره دویښتانوتویدل هم له منځه ځی اوویښتان بیانه تویږی .یعنی کوم وخت چه بعضی کسان پورته ذکرسوی درمل استعمالوی کچیری دوی ته دویښتانوتویدل پیداسی بایددادرمل پریږدی چه دهغه دپریښودلوسره دویښتانوتویدل هم دریږی .

میکروبونه:

بعضی میکروبونه هم کیدای سی چه دویښتانودتویدلوباعث وګرځی ،چه نوموړی حالت کیدای سی چه دمیکروب ضددرملوپه استعمال سره له منځه ولاړسی .

 ناروغي :

په بعضی ناروغیوکی لکه شکره اولوپوس کیدای سی ویښتان توی سی .دویښتانوتویدل کیدای سی دیوتعدادناروغیونښی اونښانی وی ،فلهذادویښتانودتویدلوتشخیص اوتداوی کیدای سی چه داناروغی هم په خپل وخت کشف کړی ،په بعضی وخیموناروغیولکه سیفلیس ،ټیفوس ،انفلونزا،کمخونی اوسرما خوردګی کی هم دویښتانوتویدل ولیدل سی .

 د ویښتانو نامناسب مراقبت:

دویښتاتوله حده زیات کش کول هم دویښتانودتویدوباعث ګرځی چه بایدکوښښ وسی چه ویښتان یادلاس اویادماشینونوپذریعه کش نه سی خصوصآپه زنانه کی چه په ارایشګا ه کی داکارزیات صورت نیسی

د ویښتانو د تویدلو درملنه یا تداوي:

دویښتانودتویدلوتداوی په دی ډول ده چه اول بایدهرهغه علت چه دهغه له امله داحالت منځته راغلی دی لکه چه پورته ذکرسوه له منځه یوړل سی چه دایی آساسی درملنه ده .په دواؤکی کیدای سی چه دویټامین E ،ویټامین بی کمپلکس اوهغه ګولیویاټابلیټونو څخه استفاده وکوی چه اوسپنه ولری اودوینی تقویه کونکی وی .ولی پاته دی نه وی چه دوادی پخپل سرنه خوړ ل کیږی اوبیادی هم له ډاکترسره مشوره وسی .

 په نارینه ؤ کې د ویښتانو د تویدلو درملنه :

په اوسنی وخت کی یوقسم محلول چه دماینوکسیډیل پنامه سره یادیږی استعمالیږی .په نارینه ؤکی کچیری دوی دورټکس په برخه کی کوچنی ساحه دویښتانوتویږی ډیره ښه نتیجه ورکوی .ددی تاثیرداسی دی چه دادویښتانودتویدوڅخه مخنیوی کوی اونوی ویښتان په وجودراوړی .دویښتانورشدیانمود۸څخه تر۱۲میاشتووروسته واضح کیږی .دنوموړی محلول څخه بایدپه دوامداره توګه استفاده وسی ترڅودویښتانورشدیانمووساتل سی .اوددی داوپه قطع کیدو سره نوی شنه هسوی ویښتان دوباره رږیږی .

له دی درملوڅخه یوسی سی (۱۵قطری ) له دوه فیصده محلول څخه په شکیدلی ناحیه ووهی اوتریوه ساعت پوری نوموړی ناحیه بایدپاکه نه سی اونه هم نوموړی ناحیی ته مساژورکول سی یعنی نوموړی دواچه موپه هغه ناحیه چه شکیږی استعمال کړه هغه ساحه مه موږی .

 په زنانه ؤ کی د ویښتانو د تویدلو درملنه :

کچیری تشخیصیه بررسی مکملی سی ،ددوی تداوی هم لکه دمردانه انډروجنیک په شان ده ،په دی تفاوت سره چه دلته کولای سوچه دانتی اندروجنیک سیسټمیک څخه استفاده وکوو.
دویښتانوپه رږیدلی ساحه کی درملنه یعنی موضعی درملنه :
چه اوس هم داطریقه بعضی ځایوکی استعمالیږی هغه داچه کیدای سی په هغه ساحه کی چه ویښتان ی تویږی داسټرویدوزرق کول اویاهم دورید دلاری ،انټرالین ،فوتوکیموترافی ،موضعی الرژنونه اوماینوکسیډیل دی .

 د ټرایکو تیلوماینا درملنه :

دتریکوتیلومایناددرملنی لپاره دروانی اختلالاتودرملنه زیات کومک کوی اوددی لپاره دکلومیپرامین اوفلوکسیټین څخه استفاده کیږی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب