د يهودو اصل او نژاد

په نږدې ختيځ کې د ادبياتو څېړونکو او کار پوهانو ويلي دي چې له يوې خوا د بابليانو، اشوريانو، کنعانيانو، عبريانو او فنيقيانو او آراميانو او عربو ترمنځ د لهجې او له بلې خوا د سوېلي عربو او نبطيانو او حبشيانو ترمنځ د څېرو له مخې د دوى تر منځ ښکاره مشابهت شته دى. څېړونکي په دې اند دي چې د دې توکمونو ترمنځ يو ګډ سرحد شته، چې هغوى يو بل ته نږدې کوي او دغه ګډ سرحد په (سامي نژاد) چې نسبت يې سام بن نوح ته رسېږي، پېژندل شوى دى. خو د پوهان د ساميانو د اصلي استوګنځي په اړه بېلابېل نظريات لري، يو شمېر په دې اند دي چې دهغوى اصلي ټاټوبى د عراق په شمال کې د بابل په نامه سيمه ده او يو شمېر نور جزيره العرب د هغوى اصلي مرکز ګڼي او ځينې نور بيا افريقا د ساميانو اصلي استوګنځى او په پاى کې ځينې نور پوهان نورې سيمې د دوى اصلي ځاى بولي.

په جزيره العرب کې د يهوديانو د مېشتېدو لاملونه

يو شمېر پوهان جزيره العرب ته د يهودو د ريښې وېستلو لاملونه په لاندې ډول په ګوته کوي:

١- فلسطين د يوه داسې پله حيثيت درلود چې د عربو او سوريې هېوادونه يې له يوې خوا او مصر او عراق يې له بلې خوا سره نښلول او د عربي هېوادونو قافلو او کاروانونو له خپلو ښارونو څخه د بني اسرائيلو او کنعان ښارونو ته تګ راتګ کاوه او د يهودو سوداګرو او تجارانو د حضرت سليمان په وخت او له هغه وروسته د سبا هېواد ته مسافرت کاوه.

٢- په فلسطين کې د يهوديانو ورځ تر بلې زيادښت داسې شرايط رامنځته کړل، چې نوره نو دغه سيمه د هغوى د ژوندانه فعاليتونو د پراخوالي لپاره بسنه نه کوله او دا مهال يې شمېر له څلورو ميليونو اوښتى وو او دغه شمېر کسان د فلسطين په شان کوچني ځاى کې نه ځائېدل او د چټک زيادښت له امله ناچاروه وو، چې د مصر، عراق او جزيره العرب په شان ګاونډيو هېوادونو ته کډه وکړي.

٣- بل لامل دا دى، چې د يهودو او روم ترمنځ جګړه کې، چې له امله فلسطين ړنګ شو، د بيت المقدس معبدونه په ګڼوالو بدل شول، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د يهودو د تيت او پرک کېدو لامل شوه، د يهودو يوې بلې ډلې عربي ملکونو ته د مسافرت تابيا وکړه. لکه څنګه چې يهودي تاريخ ليکونکي (يوسف)، چې د دې جګړو شاهد او د يوې شمېر ډلو مشري يې درلوده، دې موضوع ته اشاره کړې او د عربو اسلامي ليکنو د دې مسئلې پخلى کړى دى او داسې يې کاږلي دي: کله چې روميانو په شام کې پر بني اسرائيلو بريا ترلاسه کړه او هغوى يې بنديان کړل او ويې وژل، د بني النضير، بني قريظه او بنوبهدل توکمونه د حجاز پر لور تېښتې ته اړ شول او روميانو تعقيب کړل او تښتېدلي يهود د شام او حجاز ترمنځ دښته کې له توندې هلاک شول.

your ads

ځينې نور عوامل هم شته، چې په مدينه کې د يهودو د مېشتېدو لامل شول، خو په علمي توګه نشو کولى باور پرې وکړو، د هغوى له ډلې څخه يو شمېر يمن ته جرړې ووېستې چې زموږ د بحث موضوع نده او موږ يواځې د هغو يهوديانو حالت تشريح کوو، چې له اسلام سره يې تماس او اړيکې درلودې.

ليكنه: دوكتور عفيف عبدالفتاح طباره
ژباړه: ډاكټر احمد جاويد الكوزى

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب