د ټول وژنو وسلې (Weapons of Mass Destruction)

په فطرتی توګه وسله د انسان او انسانیت دښمنه ده،خو کله ناکله د انسان او د انسانیت د عزت او قار د ساتنې په موخه هم کارول کیدای شئ. وسلې د کار د بنسټ له مخې په دری ډوله دئ،لمړی هغه ډول چې د کیمیاوی تعاملاتو او کیمیا پورې اړونده خواصو پر بنسټ کارکوی، دوهم هغه ډول و سلې چې بیولوژیکی خواصو او په بیولوژي پورې اړونده تعاملاتو په مټ کار کوئ او دریم هغه ډول چې د فزیکی یا په ځانګړې توګه د هستوي فزیک یا هستوي تعاملاتو پر مټ کار کوئ چې دې دریو ډولونو ته په ترتیب سره کیمیاوي،بیولوژيکی او هستوي وسلې وايي.

دغه وسلې د هغو د تخریب د کچې له مخې بیا هم په دری ډوله خفیفه، ثقیله او د ټول وژنې وسلو په ګروپونو ویشل کیږئ.زه دلته غواړم د په دریم ګروپ چې د ټول وژنې وسلې دئ تر خپل وسه پورې رڼا واچووم.

دټول وژنې وسلې هغه ډول وسلو ته ویل کیږئ چې دهغو په کارونې سره لږ تره لږه تر سلو ډیرو انسانانو ته مرګ ژوبله واړوئ، تعمیرونه ویجاړ کړئ، طبیعی شتمنی زیانمنې کړئ او همدارنګه د ځمکې د اټومسفیر د زیانمن کیدو لامل وګرځئ.

کیمیاوي وسلې

کیمیاوی وسلې د ټول وژنو وسلو له ډلې څخه ګڼل کیږئ. په دې ډول وسلو کې د کیمیاوی موادو له زهرجنو او وژونکو خواصو څخه کار اخیستل کیږئ، په کیمیاوی وسلو کې د وسلو د چادونې ځواک د وسلو بنسټیز اصل نه بلکې د هغو د زهرجن توب وسلیز توان د وسلو بنسټیز اصل بلل کیږئ. په زرهاوو کیمیاوی مواد کولای شئ چې د کیمیاوی وسلو په بڼه وکارول شئ. کیمیاوي ګازونه د انسان وژنې، د ژوندیو موجوداتو د عادی حالت د بدلون، د کښتونو د ویجاوړولو یا وچولو، د څارویو د لوږې او نورو ناروغیو لامل کیدای شئ. په نړیوالو قوانینو کې هره هغه کیمیاوي ماده چې زهری خاصیت ولري کیمیاوی وسله ګڼل کیږئ. دا وسلې په لمړي ځل د آلمانانو لخوا کارول شوېدئ.
ټیټه بیه، په بیلابیلو ډولونو د انتقال وړتیا، روانی او فزیکی اغیزې د کیمیاوی وسلو له ګټورو خواصو څخه شمیرل کیږئ. د ځینو کیمیاوی اجنټونو په تولید کې د پیچلې ټکنالوژی لزوم، د زیان ناسمې کچې تعین او د زیان د ساحې ناسم کنټرول د کیمیاوی وسلو له ناسمو خواصو څخه شمیرل کیږئ.

بیولوژیکې وسلې

بیولوژیکی وسلې د ټولوژنې وسلو له ډلې څخه شمیرل کیږئ. په بیولوژیکی وسلو کې د ژوندیو ژونکو او ویروسونو څخه کار اخیستل کیږئ. بیولوژیکی وسلې کولای شي نیغ په نیغه اغیزه ولرئ، کولای شئ چې د اوږده مهال لپاره خپلې اغیزې په داسې ډول پریږدئ چې په لنډ مهال کې ورته څوک متوجه نشئ، انټرکس د بیولوژیکی وسلو یوه سترګه او پیژندل شوې بیلګه ګڼل کیږئ. تبه، ستړیا او وینه تویدنه په بیولوژیکی او کیمیاوی وسلو د معروضیت ګډې نښې ګڼل کیږئ.
د انتقال آسانې او بیلابیلې لارې،په لنډ مهال کې د نه پیژندلو ځانګړتیا، ټیټه بیه، لږ حجم، په سخته باندې دفع کوول، ودانیو او مړو موجوداتو ته زیان نه رسول دبیولوژيکی وسلو له ګټو همدارنګه زهرجنتوب، په سخته فرق کیدل، د خپراوی سخت کنټرول او د پیژندګلوي سخت میخانیکیت د بیولوژیکی وسلو له ناسمو خواصو څخه ګڼل کیږئ.

هستوي وسلې

هستوي وسلې هم د ټولوژنې وسلو له ډلې څخه شمیرل کیږئ. هستوی وسلې د دوو هستوی تعاملونو (هستوی انشقاق او هستوی اتحاد) پر بنسټ کار کوئ.هغه چې د هستوی انشقاق پر بنسټکار کوي د اټومی وسلو او هغه چې هستوی اتحاد پر بنسټکار کوي د هایډروجنی وسلو یا بمونو په نامه یادیږئ. د دغو وسلو د ویجاړتیا قدرت ډیردی، اوږدمهاله او لڼد مهاله زیانونه لرئ چې له چټکې چاودنې پیل تر اور لګونې او اوږدمهاله وړانګونې پورې رسیږئ.د هستوی وسلو ډیر خطرناک ډول یې هستوي بمونه دي چې د سون توکی یې معمولا یورانیم او یاهم پلوټونیم وئ په داسې حال کې چې د هایډورجنی بمونو د سون توکی یواځې هایډروجن وئ. یو کوچنی (زر کیلو ګرامه) هستوي بم د یوه ښار د ویجاړولو لپاره کافی دی. یو داسې هستوي بم چې یو ټن وزن ولرئ د یوښار د ویجاړولو لپاره کافی دی، د یوټن یورانیمو انرژي د یوملیون ټنو باروتو له انرژي سره مساوی ده. نورې وړې هستوي وسلې هم شته چې فقیر شوی یورانیم کاروی. دهستوی وسلو کارونه په بشپړه توګه بنده ده.
ټیټه بیه، ډیره انرژي، د تعامل چټکتیا او لږه کتله د هستوی وسلو له ګټو او د ویجاړتیا لویه کچه، له کنټرول څخه وتلې زیانونه، اوږدمهاله اغیزې او ساتنې پیچلی میخانیکیت د هستوي وسلو له ناسمو خواصو څخه ګڼل کیږئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب