د پخلي لپاره تر ټولو ښه لوښی کوم دی؟

پخواني خلک په دې اند وو چې د مسي لوښو د ویلې کېدو درجه ډېره لوړه ده، نو د اوبو د جوشولو او پخلي کولو لپاره تر ټولو ښه یې مسي هغه دي. دوی په مسي لوښو کې د پخلي کولو بله ښېګڼه دا بلله چې کولی شي د بدن مس هم پوره کړي. دوی ډېره کله قاچوغه او کپګیر په مسینو لوښو کې اېشول، تر څو له دې لوښي مس جذب کړي او مقاومت یې لوړ شي.

خو اوس چې هر څه پرمختګ شوی او په تجربه ثابت شوي، نو د سیستان د پاکوالي مرکز مشر مهندس عدالرزاق پاکزاد وایي، مس د حلالو فلزاتو له ډلې دی چې د حرارت درجې او اسیدي موادو پر وړاندې حساس دی او کولی شي د ځینو خوړو پر وړاندې عکس العمل هم ښکاره کړي.

د دې لپاره چې مس د خوړو پر وړاندې کوم عکس العمل ښکاره نه کړي، مخ ته یې د فولادو او یا هم قلعي یو پوښ ورکوي.

دی وایي که مسي لوښي په سم ډول قلعي نه شي او یا یې هم د قلعي کولو لپاره له سربو څخه ګټه اخیستل شوې وي، کېدای شي په اوږده مهال کې د بدن د مسومیت لامل شي.

 اوسنۍ څېړنې ثابتوي چې مسي لوښي د حرارت د لوړې درجې او اسیدو پر وړاندې مقاومت نه لري او په ډېرې اسانۍ سره یې قلعي پوښ له منځه ځي او مس یې را ښکاره کېږي. که مسي لوښی قلعي شوی نه وي او یا یې هم قلعي پوښ له منځه تللی وي، د ډېر وخت لپاره په کې د خوړو پخول بدن ته د مسو د یون داخلېدو لامل کېږي چې پر ینه باندې ناوړه اغېزه کوي او د دغه غړي د له منځه تلو لامل کېږي.

د پخلي لپاره تر ټولو ښه چدني لوښي دي

پاکزاد وایي، چدني لوښي که څه هم ډېر عمر کوي، خو کله چې په کې خواړه پخوئ، باید د ډېر وخت لپاره یې په کې پرې نه ږدئ، تر څو اکسید نه شي. د لوښو اخیستلو پر مهال دقت وکړئ او هڅه وکړئ چې داسې لوښي وپېرئ چې پرنډ وي؛ معنا دا چې ګڼ شمېر خلک ترې ګټه اخلي.

نوموړی د یو وار مصرف لوښو په اړه وایي چې دغه ډول لوښي د روغتیا لپاره زیان رسوونکي دي؛ ځکه که خواړه ډېر ګرم وي، لوښي خپل هغه مواد ازادوي چې ورڅخه جوړ شوي دي او له خوړو سره ګډېږي چې کېدای شي د ډول ډول ناروغیو ان د سرطان لامل هم شي.

چدن د اوسپنې او کاربن ترکیب دی چې تر ډېره عمر کوي. کله چې د خوړو پخولو لپاره لوښي اخلئ، نو د ترکیب په اړه یې هرو مرو فکر وکړئ. مخکې له دې چې له دې لوښې څخه ګټه واخلئ یو ځل په کې اوبه هرو مرو جوش کړئ. د مینځلو پر وخت له لتې کار واخلئ نه له سیمي دیګ شوی څخه؛ ځکه سیمي دېګ شوی د دېګ دېوال تخریبوي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب