د پروستات غټیدل یا په زړو نارینه و کې د تشو متیازو ستونزې | نښې، لاملونه، درملنه

پروستات غده څه شی ده؟

پروستات یوه غده ده چي ترمثاني لاندې موقعیت لري او د تشو میتیازو لیږدونکی قنات یا احلیل یی له منځ څخه تیریږي ، په یوه بالغ سړي کې نیږدې ۲۰ ګرامه وزن لري اوږدوالی یی ۳.۵ سانتی متره اوپلنوالی یی تر ۴ سانتی مترو پورې رسیږې ، په لوړو عمرونو کې یی اندازه غټه وي خو هیڅکله له ۳۰ ګرامو ډیروزن نلري اودا غده یواځي په نارینه وو ې شتون لري ، په مسنو نارینه وو کې دا ناروغي ډیره پیښیږي او په ټولیزه توګه هغه کسان چې عمرونه یی له ۴۵ کلونو لوړوي دا ناروغي یی ډیر ځوروي ، هغه اټکلیزه سروي چې په غربي نړۍ کې شویده ښیی چې داناروغي ۵۰٪ په ۵۰ کلنواو ۷۵٪ په ۸۰ کلنواویا له هغو څخه په ډیرعمر لرونکو کسانوکې لیدل شویده ، همدارنګه یی پیښي په پرمختللواوغیری مسلموټولنوکې نسبت وبیوزلواومسلمانوټولنوته ډیرې ښودل شویدي .

هغه سروي چې په ۲۰۱۰ ز کال کې پدي ناروغۍ شوي وه ویی ښودله چې په ټوله نړۍ کې نیږدې ۲۱۰ میلیونه کسان دپروستات دغټیدو په رنځ اخته دي .

د پروستات د غټیدلو نښي نښانې !

دا ناروغان عموما ژر ژر د تشو میتیازو کولو اړتیا احساسوي چې کله کله دتشو میتیازو لږ لږه سوځیدنه هم ورسره وي خو له تشو میتیازو سره په ټولیزه توګه درد شتون نلري او دا ستونزه ډیری وخت دشپې لخوا زیاتیږي اوناروغ څو څو ځله د تشو میتیازو دکولو لپاره وځي او همدارنګه کیدای شي چې ناروغ وروسته له اودس ماتي بیا هم دمثانې دډکوالي احساس ولري ، اوهم داناروغان دتشو میتیازو له دریدو او بیا پیل کیدو څخه هم سرټکوي او ډیری ناروغان دتشو میتیازو په فشار سره له نه وتلو هم شکایت کوي او کله چې دتاریخچې پوښتنه ور څخه کیږې تل شکایت کوي چې ډیر په ځنډسره یی اودس وچیږې یعني تر څو دقیقو پوري یو یو څاڅکی راځي او په ډیرو پرمختللو مرحلو کې تشي متیازي یا په بشپړه توګه بندیږي او یا ناروغ د تشو میتیازو کنترول له لاسه ورکوي .

د دې ناروغۍ لاملونه !

په دقیقه توګه تراوسه ددې ناروغي لاملونه ندي پیژندل شوي خوارزښتمني څیړني داسې ښیی چي د Testosterone هورمون زیاتوالی ددې ناروغي په منځته راتلوکې رول لرې چې ډیربحث پرې اړین نه بولم .

پیژندنه !

دکلینیکي نښو نښانو او دقیقیې تاریخچي په اخیستلو سره په اسانۍ کولای شوچې دا ناروغان وپیژنو خو دکره تشخیص لپاره له الټراساونډ یا تلویزیوني معایناتو ، دګوتي پواسطه دمقعدي معایني او یا هم له پروستات څخه دنمونې یا بایوپسي اخیستلوته اړتیا لرو.

درملنه !

دعرضي درملني په موخه باید داناروغان دشپې له لوري ډیرمایعات ونه کاروي ، دالکولو، سګرټواوډیري قهوي له کاروني اوهم دتشومیتیازوله ډیرې ځنډوني دې لاس واخلي سربیره پردې ځینې درمل هم ددې ناروغۍ په درملنه کې کارول کیږي لکه دAlfa1 Adrenergic receptor Antagonists ګروپ لکه Doxazosin , Terazosin , Alfazosin , Tamsulosin , Silodosin اوداسي نور ، لدې علاوه کولای شوچې 5Alfa- reductase inhibitors Finasteride , Dutasteride اوددې ګروپ نوردرمل وکاروو ، همدارنګه د Sildenafil کارونه هم ددې ناروغي نښي نښاني کموي.

دجراحي عملیه ددي ناروغۍ لپاره غوره درملنه بلل کیږي په ځانګړي توګه دهغوناروغانولپاره چې درمل پرې اغیزونلرې چي کولای شودکلاسیکي اویاد انډوسکوپیک یا لپراسکوپیک جراحي عملیوپه مټ دپروستات غټه شوي برخه واخلو خوپام مووي چې ددرملني دډول په ټاکنه کې تل دخپل معالج ډاکټرمشوري ته ارزښت ورکړئ ځکه ستاسومعالج ډاکټرتل ددې ناروغي لپاره تر ټولو غوره لار ټاکي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب