د پروستات كنسر(سرطان) Prostate Cancer

ليكوال: پروفيسر دوكتور جاويد ساپی د سرطاني ناروغيو لومړنی افغان متخصص

د پروستات سرطان چې د چنگار پروستات په نوم هم ياديږي، هغه غده ده چي د نارينو په تناسلي دستگاه كې د مثانې لاندې موقعيت لري او مني چې د سپرم حاوي دي توليدوي.
ځینې وخت دغه سرطانونه ورو وده کوي، خو ځيني نور يې په چتكي سره وده او بدن ته ستره ستونزه زيږوي، چي په پایله کې د بدن نور برخو ته غځېږي او متاستاسس وركوي. په امريكا كې د سرطانونو په منځ كې پروستات كنسر په دویمه كتگورۍ كې ځاي لري او په نارينه و كې د مرگ دويم دليل هم په گوته شوی دی. د يادولو وړ ده چې د امريكا د سرطان د ټولني د راپور پر بنست، په امريكا كې د ٧ كسانو له جملې يو نارينه په دغه ناروغۍ اخته او د ٢.٥ ميليونو اخته كسانو له ډلې هر كال دېرش زره په پروستات سرطان اخته امريكايان خپل ژوند له لاسه ورکوي. په امريكا کې په پروستات اخته كسان له درملې وروسته د پنځو كالو لپاره د ژوندي پاتې كيدو فصيدي يې ٩٩ سلنه ښودل شوې ده.

نښې نښانې:

په ابتدائي مراحلو كې كيدای شي چې كومې خاصط نښې نیښانې ونه لري، خو د سرطان په پرمختگ سره دغه ناروغي لاندې ستونزې را ولاړولی شي او بدن د ستر گواښ سره مخ کولی شي. نو ښه به دا وي چې لاندې علايمو ته جدي پاملرنه وشي او كه چيرې د دغو مواردو څخه رنځ وړی، نو اړوند متخصص ډاكټر ته د ځان د تسكين په موخه مراجعه وكړئ.
د ادارو كولو پر وخت كې ستونزه او اختلال
په شپه كې د ادارو زیاتولی
په كم فشار سره د قطره قطره ادار خارجېدل په او په ادار كې وينه او مني
د ادار پر وخت د خاسرې په لګن يا د ملا په لاندنۍ برخه كې ناراحتي او درد
د جنسي اړيكو پر وخت كې كمزوري
بې دليله د وزن كمېدل
د اشتها كمېدل
او داسي نور…

د يادولو وړ ده، چې كيدای شي د خوش خيم پروستات هاپير پلازۍ په پایله كې هم پورتني علايم رامنځ ته شي.

ډولونه:

د برېتانيا د سرطاني تحقيقاتو د مركز او د انگلستان د كامريج د روغتون محققانو، د ٢٥٠ د پروستات سرطاني نمونو د تحقيق وروسته دا د پروستات په پنحه مختلفو ډولو سرطانونو باندې ويشلي دي، چي هر يو بيلخ او ځانگړې درملنه لري.

عوامل:

د ٥٠ كالو وروسته د پروستات د پيدا يا اخته كيدو ريسك ډېرېږي، په ځانګړې توګه په نارینه و كې چي عمر یې له ۶۵ کالو زیات وي.
نژاد: امريكايي تور پوسته ګړو كې ډير زيات دي، خو اسيايي نارينو كې تر تولو نورو قارو څخه په كمه اندازه خلك پر دې ناروغۍ اخته کېږي. همدا راز هغه خلک هم د پروستات پر سرطان اخته کېدای شي چې د دې ناروغۍ کورنۍ مخینه ولري.

د وزن زیاتوالی هم په پروستات ناروغۍ د اخته کېدو چانس زیاتوي.
بل هغه کسان چې د سوزاک له ناروغۍ څخه ځورېږي.
هغه كسان چې مقاربتي ناروغي لري
هغه كسان چې ورزش نه کوي او سم خواړه نه خوري.
او داسې نور…

تشخيص:

كه چيرې اړونده داكتر د بدني ټسټ پر مهال د پروستات د سرطان باندې شكي شي، نو بيا د سرطان د تثبيت لپاره لاندې معاينات ترسره كيداي شي:
د پي. اس. اي ټسټ
د مقعد ديجيتل معاينه (DRE)
بيوپسي
سونوگرافي
سي ټي سكن
او د اړتيا سره سم داسط نور معينات يادولی شو.

درملنه:

د ناروغ د حالت او د تومور د اندازې او ځاي پورې اړه لري. كه په لومړنيو حالاتو يا مراحلو كې تشخيص شي نو درملنه يي هم ښه تر سره کېدای شي. خو كله چې د هډوكو په لور غځېدلی وي، نو بيا يې تداوي ستونزمنه او ډېر لګښت ته اړتیا لري. دغه ناروغي د جراحۍ، كيمو تراپۍ، راډيو تراپۍ او هورمون تراپۍ په مرسته كابو کېدای شي.

مخنیوی:

په ٢٠١٠ ميلادي كال كې د امريكا د خوړو او درملو سازمان د پروستات درملنې واكسين تايد كړل چې (پروونج) په نوم یادېږي.
د روغتيا ځینې كارپوهان د سبزیو ميوو او غله دانو ډېر كارول، د دخانياتو نه استعمال، په متواتر او منظم ډول ورزش كول او پر وخت د بدن طبي چك اپ ډير اړين بولي چي ګران هيواد وال باید ورته جدي پام وکړي، تر څو له بېلا بېلو ناروغیو څخه یې ځان ژغورلی وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب