د پلاټ پېښېدو امکان ۔ داستان

څنګه چې داستان بېلابېل ډولونه لري، لکه په سوریالېزم، ریالېزم، رومانتسېزم ادبي ښونځيو پورې اړوند کیسې، دغه راز پلاټونه هم متفاوت دي. د یوې ساینسفېکشن کیسې پلاټ نظر عادي کیسو ته فرق کوي، د ساینسفکېشن کیسې پلاټ پر ساینسي مېتود او د ساینسي تیورۍ پر بنسټ غزول کېږي. موږ که د راتلونکي په اړه د 2050 میلادي یا هاخوا کلونو نوي راوتلي فلمونه وګورو پر عجیبه او حیرانونکو وړاندوینو چورلي.  داسې فلمونه شته چې په له یوه روباټ سره د نیمې نړۍ مغز وي او په هرڅه پوهېږي، تر انسانانو په لوړه کچه کارونه انجاموي. د دغسې داستانونو د پلاټونو د وقوع امکان په افکارو پورې اړوند مسله ده، ممکن ځينې اذهان یې ومني

او ځينو ته یې پېښېدل شوني ونه برېښي. موږ له هغې بحث راتېرېږو په ریښتینې ژوند پورې د اړوند کیسو په تړاو خبره کوو کومې چې  پلاټ یې د وقوع امکان لري.

په ورځني ژوند کې ډېرې پېښې مخې ته راځي، لازمه نده، چې تل همدې پېښو ته انعکاس ورکړل شي. د لیکوال کار یوازې دا نه دی، چې ژونالېست غوندې د اړوند ټولنې پېښې راواخلي بلکې ادب ساینس غوندې له جز څخه د کل پر لور ځي، د همدې فورمولې پر بنسټ د داستان پنځکر کولی شي، هغه پېښې وپنځوي، چې د پېښېدو استعداد لري.

زموږ د داستانونو پېښې ډېری وخت کلیشيي او سولېدلې وي. اجمل ښکلی د کیسو پېښې په دری کټګوریو وېشي؛ لمړی هغه پېښې، چې په اړوند ټولنه کې عامې وي، مانا تیارې پېښې شوې دي، یوازې لیکوال انعکاس ورکوي، دویمې استثنایي پېښې؛ دا هغه پېښې دي، چې د اړوند ټولنې په تقابل کې لیکوال ودرېږي، په بله وینا د ټولنې سره موازي حرکت ونه کړي د ناوړو دودونو په خلاف قلم وڅرخوي، دا پېښې هم په اسانۍ د پنځګر ذهن ته ورځي، دریم ډول هغه پېښې دي، چې د مخکینو لیکوالو پام نه وي ور اوښتی یا هم د زړو پېښو زاویې ختمې او په نوي لیدلوري راواخیستل شي، دغه راز یې لاملونه نوي شي.

د یوه پلاټ د وقوع لپاره د علت او معلول سلسله اړینه ده، که دا اړیکې د قوي دلایلو په مرسته نېښتې وي، د داستان پېښه د منلو وړ ګرځي، ځکه انسان په ذهن کې د ننه یو څه لري، چې د داستان لوستل خوند ورکوي او پېښې یې په اسانۍ مني.

نوي او جالب پلاټونه دوې ګټې لري، لمړی دا چې لیکوال په ذهن کې د استدلال په مرسته د یوې داسې پېښې د وقوع امکان څرګندوي، چې تر اوسه نده پېښه شوې لیکوال ممکن یو کرکټر له داسې ننګونو او خنډونو سره مخ کړي، چې په عادي ژوند کې څوک نه وي ورسره مخ شوي، که چېرې لیکوال یاد کرکټر په منطقي حل لارو له ستونزو بریالی راوباسي، دا لوستونکو ته مثبت مسېج ورکوي، هاخوا په کیسو باور کېدای شي، چې د لیکوال خپلې تجربې وي، نو لوستونکي فکر کوي، چې له دومره غټو ستونزو یو کس بریالی راوځي زه خو د ژوند پر وړو کګلېچونو ضرور بریالی کېږم. بله دا چې لوستونکو ته د هغو پېښو مختلفې وړاندوینې کوي، کومې چې مخکې واقع شوي دي؛ مانا دا چې تېرې شوي پېښې د دغو لاملونو او زاویو پر بنسټ بیا هم کېدونکې دي.

د پلاټ ډولونه:

ارستو په خپل کتاب بوطیقا کې پلاټ په دو کټګوریو ساده او غوټه پلاټونو وېشي. ساده پلاټ هغه دی، چې کرکټر پکې بدلون ونه کړي، مانا کرکټر فکري ثبات ولري. غوټه پلاټ هغه ته وايي، چې د تحول او انکشاف په نتیجه کې کرکټر بدلون وکړي یا په بله وینا په غوټه پلاټ کې کرکټر له اروايي اړخه بدلېږي رابدلېږي، سید محی الدین هاشمي په خپل کتاب د ” نثري ادب ډولونه ” کې لیکې: “پلاټ باید کړکېچن نه وي، څومره چې ساده وي اغېز او خوند یې زیات وي” خو دا خبره د اوسنۍ کیسې په تړاو صدق نه کوي، اوس ساده کیسې خلک نه خوښوي، هغه کیسې چې پلاټ یې پېچلی او کشمکش پکې زیات وي ځانګړي مینوال لري.

د ښه او پېچلي پلاټ لپاره په هره داستان کې باید ټکر موجود وي، ټکر په څو ډوله په کیسه کې منتځه راځي، انسان د انسان پر وړاندې، د کرکټر او طبیعت تر منځ، کرکټر له خپل وجدان سره په ټکر کې لوېدل، د ټولنې سره متضاد واقع کېدل او…. زما په اند پلاټ هغه  وخت پېچلی دی، چې د داستان له عمومي ټکر سره نور ضمني ټکرونو موجود وي، دغه راز مرکزي کرکټر له ډېرو خنډونو سره مخ شي او هغو ته منطقي حل لارې ولټول شي؛ تر څو په کیسه کې کشمکش زیات شي؛ نو داستان به راښکلی شي، د دغه ډول داستانونو سپېنس دومره زیات وي، چې لوستونکی تر پایه له ځان سره ساتي، ځکه په تلوسه کې تلوسه منځته راځي، داستان ټول له تلوسو مالأمال وي پدې ډول د داستان کشش یو په دوه شي.

د پېچلې پلاټ په اړه د نړیوال جنګ د Hacksaw.Ridge په نوم یوه  True(واقعي/ ریښتنې کیسه) فلم ته تم کېږم په دې فلم کې یو مهربانه او زړه سواندی ځوان وسله په لاس کې نه اخلي، دلیل یې دا چې دی نه غواړي انسان ووژني، هغه له زخمیانو سره مرستې ته وټاکل شو، د داستان لوی ټکر دا وو چې د همدې کس (مرکزي کرکټر) په یوه روغتون کې له یوې نرسې سره مینه پیدا شوه، په لنډو وختونو کې دی د حکومت لخوا مجبور و چې په جنګ کې برخه واخلي، په څو میاشتني تمرین کې دی له اروايي ستونزو سره مخ کېږي او تل نجلۍ ورپه یادېږي، له دې سره سره د اړوند قوماندان له لاسه تل وهل خوري، بدن یې زخمي زخمي شي، مخ یې تور داغ داغ شي بدرنګ شي، دغه راز هغه په کمپ کې له ده سره د اوسېدونکو نظامیانو لخوا هم سخت ځورول کېږي، د یوې خوابګاه، نماینده یې خوب ته هم نه پرېږدي، یوه ورځ په یوه کوټه کې له ډېر درده دومره چیغې وهي، چې اخر د کومو حالت ته ځي. خبره نه اوږدوم  کله چې د جنګ صحنې ته روان شول له مقابل لوري سره سخت شدید جنګ شروع شو پدې کې زښته زیات کسان له دواړو لورو ووژل شول مرکزي په هره صحنه کې له ستونزو سره مخ و، زه یوازې څو ټکو نغوږم هغه دا چې د ده سروکار له زخمیانو سره وو د چا به پښې نه وې د چا لاسونه، بمبار و، توره شپه جوړه وه، ځينې زخمیان به یې چې راپورته کړل نیم به نه وو،    تورې سوې خوښې به ورڅخه ځړېدلې، هغه کسان یې تر درملنې لاندې نیول، کوم چې د جوړېدو تمه یې کېده، چیغې وې، غوغا وه، نفر به ولګېدو ده به ور منډې کړل، لمړی به یې یو ډول پیچکاري زخمي ته ورکوله، بیا به یې اوږه ورکړه خو هغه به مړ شو، دا هر څه داسې وو، چې دی یو زړه سواندی انسان و. د انسان مرګ یې نه غوښتو. کله کله به یې خپل مرګ سترګو ته ودرېد معشوقه به ور په یاد شوه، وبه یې ژړل، بلاخره د جنګ په لمړي پړاو کې دی ژوندی پاتېږي. د شپې لخوا په جسدونو ګرځي کوم چې لږ جوړ وي هغه ته اوږه ورکړي اصلي ځای ته یې راوړي، پدې کې مقابل لوری هغه ویني او شک کوي، چې ګواکي دښمن بیا راغی، لمړی هغه ساحه په درندو درندو وسلو زیر زبر کړي، شېبې وروسته د مقابل لوري عسکر نږدې راځي، کوم مړی چې لږ جوړ وي، هغه په برچو سوری سوری کوي، دی تر یو بل جسد لاندې ځان پټوي، کله چې کس راشي ستمیدا یې تر غوږ شي، جسد ته تر کوم لاندې چې دی پټ شوی دی، برچه کش کړي هخوا یې ځنې وباسي، دی فکر کوي، چې زه هم سوری شوم غواړي، چیغه وکړي، خو ځان کنټرولوي، کله چې ځان وګوري یوازې د برچې څوکه یې بدن ته رسېدلې وي. بیا را پاڅېږي د شپې تر ناوخته زخمیان را انتقالوي، یو ځل بیا له دښمن سره نږدې مخ کېږي په یوه غار ننوځي، بېجلۍ ورسره نه وي، عسکر ورپسې راځي، دی په غار کې وړاندې ځي، هلته يو واړه ګوګ کې ننوځي یو دښمن شدید زخمي پروت وي، هغه چیغې وهي، دی یې ژر په خوله لاس ور نیسي، درملنه یې کوي.

له غار څخه رواځي د جنګ لمړی صحنه چې ختمه شي دی، ټپي کېږي. خپلو کسانو ته راځي، شک ورباندې کېږي، مخ یې هم ټپونه خوړلي وي، جامې یې په وینو او خاورو لړل شوې وي، هېڅ پېژندل کېږ نه چې دا اوس دښمن دی که خپل، خو له ښه مرغه تر درملنې لاندې نیول کېږي او ژوند بیا مومي، د دویم ځل لپاره د نجلي یادونه ورځي، نه غواړي چې جنګ ته لاړ شي، خو په زور بېول کېږي.

 دا ځل هغه ته یو لاسي بم راغوځول کېږي دی یې په لاس وهي هخوا یې غورځوي، یوه پښه یې پارچې وشړوي او بدن یې سخت ټپي شي. له سختو صحنو جوړ راوځي، ته به فکر کوي، چې ممکن وژغول شي خو کله چې د جنک له صحنې رایستل کېږي د شدیدو ټپونو له وجې ساه له لاسه ورکوي. لنډه دا چې فلم ډېر پېچلي پلاټ لري، پدې ډول د فلم جذابیت دومره زیات دی، چې یوه شېبه هم لیدونکي بلې خواته نه پرېږدي.  په تلوسه کې تلوسه راپیدا کېده، فلم ټول له شدیدو کشمکشونو او ټکرونو ډک و، چې په کتو یې په سړي خولې راوستې.

هاشمي صیب د ناول د پلاټ ځينې ډولونه پدې ډول راپېژني:

منظم پلاټ او غیر منظم پلاټ:

منظم پلاټ: هغه دی، جې پکې د کیسې ترکیبي اجزا (توکي) یو په بل کې نغښتي او غوټه شوي وي او په او په دغو توکیو کې کمزوري جلا والی نه لیدل کېږي. لیکوال باید په ټولو برخو یا توکیو کې غور او دقت وکړي او یو کلک او غښتلی چوکاټ یې جوړ کړی وي.

نامنظم پلاټ: هغه دی، چې تارکیبي اجزا پر داسې بېلابېلو پېښو ولاړ وي، چې پکې منطقي اړیکې ډېرې لږې او یا کمزورې وي.

ځينو څېړونکو د ناول پلاټ په ساده او ترکیبي پلاټ هم وېشلی دی:

ساده پلاټ، هغه پلاټ دی، چې پکې یوازې یوه کیسه پر مخ روانه وي او هغه ورو ورو خپلې پایلې ته ورسېږي.

او مرکب یا ترکیبې پلاټ هغه دی، چې مرکزي کیسې او پېښې ته نورې وړې وړې پېښې او کیسې هم ور ګډې کړای شي. دا وړې وړې پېښې او کیسې د مرکزي او اصلي کیسې د پیاوړي کولو او په روښانولو کې د مرستې کولو لپاره ورسره ملګرې کېږي. د ناولو لیکونکی باید دې ته پام وي، چې دغه فرعي پېښې او کیسې ورڅخه  دومره زورورې او پیاوړې نشي، جې مرکزي کیسه تر اغېز لاندې راولي.

د پایلې په توګه ویلی شو چې پلاټ د ناول لپاره ډېر بنسټيز ارزښت او اهمیت لري. پلاټ د لیکنې له پاره ذهني طرحه او د بنسټ ډبره ده، چې د لیکنې ټوله ودانۍ پرې رغېږي، نو ډېر غور او دقت پکې پکار دی، چې غښتلی پوخ او ټينګ وي او داسې څه پکې ځای نه کړای شي، چې د کیسې خوند او اغېز ته زیان ورسوي.           (۱۱: ۱۲۶ـ ۱۲۷)

هارون سمون

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب