د پلو کمزوري د تلپاتې سردرد لامل ګرځي

د ذهني ستونزو او کړاوونو له امله انسان پر سردرد اخته کيږي او ځينې وخت دغه ستونزې سړی د وينې پر لوړ فشار او دماغي سکتې هم اخته کولای شي.

په يوه نوې طبي څېړنه کې ويل شوي، چې سردرد او ذهني بوج اصل کې د اوږو، څټ او پلو د کمزورۍ له امله رامنځته کيږي.

ډنمارک کې نوې ترسره شوې طبي څېړنې ښودلې، چې کوم خلک د ذهني ستونزو او کړاوونو له امله پر سردرد اخته کيږي، ۲۶ سلنه يې د څټ او پلو د کمزورۍ له امله وي.

د ډنمارک پلازمېنه کوپن هېګ کې د سردرد روغتيايي مرکز مشر وتلی فيزوتراپيسټ بي چارن ايچ مډسن وايي، چې پر دې خبره بايد نورې څېړنې هم وشي، چې د پلو او څټ کمزوري له سردرد سره څومره اړيکې، مګر تر اوسه يوازې دا روښانه شوې، چې د پلو او څټ رګونو د قوي کولو سره له سر درده ځانونه ژغورلی شو.

په پخوانيو څېړنو کې ويل شوي، چې د پلو کمزوري او ذهني پرېشاني دواړه ډېرې قوي اړيکې لري او په دغه څېړنه کې ويل شوي، چې د اندېښنو او پرېشانيو پر مهال سړی داسې فکر کوي، چې له سر چاپېره يې يوه درنه پټۍ تاو ده او هر وخت يې سر دروند وي، مګر دغه وخت کې د سردرد دوه ډوله «کلسټر او مايګرين» ډېر زيات پېښيږي.

کلسټر سردرد په عامه توګه د سختې نزلې، زکام او پوزې بهېدو پر مهال وي او مايګرين «نيم سر درد» د ذهني ټکان او کانګو له امله رامنځته کيږي.

څېړنه کې په سردرد اخته شپېتو ناروغانو څخه پوښتنې شوې، چې د اندېښنو او پرېشانيو له امله په سردرد اخته شوي او دېرش روغو کسانو څخه هم پوښتنې شوي دي.

څېړنه زياتوي، چې په صحتمندو کسانو کې دېرشو کې يوازې درې تنه پر سردرد اخته کيږي.

پروفيسر مډسن وايي، چې ليپ ټاپ، کمپيوټر او ټيبليټ ډېر کارول هم انسان د څټ، ملا او پلو پر ناروغيو او کمزوري اخته کوي، چې له امله يې سردرد هم زياتيږي او د دې ناروغيو د مخنيوي لپاره ښه چاره دا ده، چې د پلو، څټ او ملا مناسب ورزش خپل عادت وګرځول شي، تر څو له سردرده ځانونه وژغورو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب