د پوستکي کالدانه (سالدانه جلدي)

که تاسو پوه شئ،چې ماشوم او یا د کورنۍ کوم غړی مو ددې ناورغۍ ښکار شوی، اړېنه یې وبولۍ چې یو ځل متخصیص ډاکټر او یا هم،له کوم صحي کارکونکي سره مشوره وکړئ.

کالدانه یا سالدانه څنګه ناروغي ده؟

کالدانه د پوستوکي یو دایمي ناروغي ده، چې د لشمانیا نومي پراېزیت څخه رامنځته کېږي،چې په پوست یو زور زخم جوړوي،او باېد وویل شي ،چې خوږه کا (خارش) او کله نا کله درد هم لري.

یوکس څنګه ورباندې اخته کېږي؟

پدې ناروغۍ یو کس هغه وخت اخته کېږي،کله چې یې یو ډول میاشی چې ( سند فلای ) نومېږي،وچېچل شي.

دا ناورغي له یو ماشوم او یا هم کس څخه بل کس ته سرایت نه کوي.دا ناروغۍ په استرالیا کې چې ډېری کسان ورباندې اخته کېږي، د سند فلای میاشي نشته، اما وېل کېږي ،چې د چاپېریال له ککړتیا له کبله پېدا کېږي.

په ټوله نړۍ کې ،په ځانګړي ډول په افغانستان ،اېران او پاکستان کې ددې ناروغۍ د اخته کېدو لامل د چاپېریال ککړېدا ده.

درملنه یې څنګه ده؟

په نرمو مورېدونو کې یې د ځینو په باور دېره مهمه نه ده، په وخت سره په خپله جوړېږي.اما که ناروغ ترې سر ټکوي،بیا یې نو په درملنه کې ځنډ مه کوئ.زیاتره وخت یې درملنه فلوکونازول د خولې له لیارې (شربت او ګولیو) سره پېله ولای شو. نورې درملنې یې د پېچکاریو مسلسله ترزیق د زخم په شاوخوا سره په رګ کې ده ، چې تر څو ورځو پورې لګول کېږي.

ایا درملنه یې اسانه ده؟

یاده ناروغۍ یوه پوستي او د ډېر وخت نیونکې ناروغي ده،دا چې دا ناروغي په ورو سره زیاتېږي، همدا ډول يې درملنه هم وخت نیسي. علاج یې شونی دی، اما ممکنه ده چې د زخم نښان تر ډېره په پوست پاتې شي.

ایا د زخم پټ ساتلو ته اړتیا لري؟

نخېر، دا ناروغي له یوه کس څخه بل کس ته سرایت نه کوي،بلکه پټول یې ښایې د زخم د وچېدو مخنیوی هم وکړي.
ماشوم مو کولای شي،ښوونځي ته ولاړ شي؟

مخکي مو هم وویل،چې یاده ناروغي ساري نه ده، نو اړتیا نشته ستاسو ماشوم ښوونځي ته ولاړ نشي،او که په ښوونځي کې یې ښوونکې او اداره دا خبره نه منې، کولای شئ، له ډاکټر نه ورته مکتوب راوړئ.

په یاد ولرئ:
    کالدانه یوه ساري ناروغي نه ده.
    ماشومان د معمول پشان کولای شي،ښوونځیو ته ولاړ شي.
    هڅه وکړئ،چې زخم پاک وساتئ.
    که مو ناروغي ( زخم خارش،او یا درد کوي) نو ډاکتر ته ژر تر ژره ورشئ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب