د پښتنو قومي مشر محمد افضل خان«خان لالا»

پښتو مین په تا یم، که وم وم که نه وم نــه وم
هرکله به دی ستایم ،که وم وم که نه وم نه وم

پښـتو کـه رانـه لاړه، نـو هر څه بـه رانـه تـلـلـی
نـو بـیـا تـالا والا یـم، که وم وم که نه وم نه وم

(مومند بابا)

پښتون قوم ډیر زوړ او پخوانی تاریخ لری. د یو قوم په حیث پښتانه تل د ستونزو او کړکیچونو سره مخ شوی دی، چی  د سوکالئ او پرمختیا زمانه ئی لنډه او د ستونزو اوربړو دوره یی ډیره وږده ده.

دی قوم په ملی او قامی شعور باندی سمبال ډیر نومیالي مشران زیږولی دی چی ،پیر روښان بابا، میرویس خان بابا،خوشال خان بابا، احمدشاه بابا، فقیر ايپی،صنوبر حسین کاکاجی، وزیر محمد ګل خان بابا،خان عبدالغفارخان بابا  (باچاخان)، ترنګزو حاجی صیب اوخان اودل سمد خان بابا،او په ورستیو رسیزو کی خان عبدالولی خان ،کبیر ستوری ، محمد افضل خان (خان لالا)،اجمل خټک بابا ، محمود خان اڅکزی او اسفندیار ولی خان اود یو ډیرشمیر نورو قامی مشرانو نومونه د یادونی وړ دی چی د خپلو سیاسی هلو ځلو په دوران کی ئی د پښتون قام او پښتنو د ابادئ او سوکالئ لپاره ډیر تکلیفونه ، ستونزی او مصیبتونه ګاللی دی اوپه خپل خپل  وخت کی ئی د قوم په فکر، نظر او ارادوکوټلی اثرات پریښودی دی .

په موجوده وخت کی په پښتو، پښتونولئ میئن ،د پښتنوروحانی، سیاسی، قامی او ولسی نومیالی مشر ښاغلی محمد افضل خان چی په سیاسی کړیو او د پښتنو په م نځ کی په (خان لالا) شهرت لری،یو ګڼ اړخیز سړیتوب (شخصیت) دی چی له نوم، قلم ، سپیڅلی کرکټر، ټینګ عزم، میړانې او مبارزو سره ئی  په لږه او یا ډیره اندازه هر پښتون/ افغان اشنا دی .

your ads

خان لالا دباچاخان  د عدم تشدد دنظرئی پیرو،د پښتون/ افغان  قامی وحدت  د سیاسی مفکوری او نظرئی ستر لارښود او د پښتون قوم یو مخلص، خوږمن لیډر ،لیکوال او ادیب دی،په خپله خبره ، وعده، ملګرتیا  او دوستئ  ولاړ مشر  دی  چی پخه حوصله  اوچت عزم اود استدلال ډیر زیات صلاحیت لری،  د راتلونکی وخت په لوړو او ژورو رسا نظر لری . د پښتنو د یووالی ابادئ ،سوکالئ اود لرو او برو پښتنو د قامی وحدت د حس د راژوندی کولو، دقامی پیژند اود پښتنی کولتور د ودی او پرمختیا لپاره ئی  ډیر ی ستونزی او ربړی ګاللی دی، بی دریغه مالی او ځانی قربانئ ئی  ورکړی. چی لدی امله د پښتنو په زړونو کی تلپاتی  ځای لری.

دا چی ددوه کالو رایسی د سوات په سیمه کی بی شمیره بی وزله پښتانه په ډیره بی دردئ  سره بی ګناه وژل شوی  او په سیمه کی ویره خوره شوی ده ،ډیر اوسیدونکی ئی له سوات څخه کډی کولو ته اړ شوی، خو خان لالا دپښتون قام او ددی بی وزله ولس دحوصلی او ډاډ په خاطر په سوات کی له خپل ولس سره پاتی شو، سره  لدی چی خان لالا ته  د دوستانو، خپلوانو او سیاسی ملګرو له خوا څو څو واری   د سوات د نا ارامه سیمی څخه د راوتلو په کلکه ټینګار شوی او کیږی.خو خان لالا له سوات څخه وتو ته تیار نه شو او د پښتو، پښتونولئ پګړئ ئی  هسکه وساتله.او هر راز مصیبتونو ته ئی اوږه ورکړه،

په  تیر 2008 کال کی په خان لالا  د سوات په ښکلی سیلانی سیمه کی د پښتون قام  ددښمنانو له خوا مرګونی بریدونه وشول .

له ده سره ناسته ولاړه او په تیره بیا پيژندګلوی د هر پښتانه لپاره دویاړ خبره ده، زه د پښتون قام دی غیرت مند مشر ته چی د پښتون  دقامی وجود تشخص، پیژند،، قامی وحدت اود قام خدمت ته ئی د ژوند هره ګړئ  وقف کړی ده د لوی خدای له درباره ډیر عمر غوښتنه کوم او دده غظمت ته  د سلام په وړاندی کولو سره دده په  ژوند لیک (بیوګرافی) لنډه رڼا اچوم:

ښاغلی محمد افضل خان «خان لالا» د سوات د لوی خان  ارواښاد خان محمد حبیب خان زوی،د 1931 ع کال د جنورئ د میاشتی په لومړئ نیټه د سوات په درشخیله کی زیږیدلی دی.  لومړنئ زده کړه ئی دسیدو شریف په   ؤدؤدیه  ښوونځی کی کړی دی.د BAبی ای ډګری ئی داسلامیه کالج پیښور نه اوپه پولیټیکل ساینس کی MAایم ای ډګری ئی د ګورنمنټ کالج لاهور نه ترلاسه کړی. د قانون ډګری LLBئی د پیښور پوهنتون Lawلا کالج نه اخستی ده.

ښاغلی خان لالا  اګریکلچریسټ Agriculturist دی . د طالب علمئ  د زمانی رایسی په سیاست کی فعال دی. د سوات بار کونسل بنسټ ایښودونکی ،صدر (مشر) او دعوامی نیشنل ګوندANP د پښتونخوا سوبی صدر(مشر) پاتی شوی  او  اوس دعوامی نیشنل ګوندANP مرکزی مشر او د مرکزی جرګی غړی دی. (۳)

خان لالا محمد افضل خان د شپږو میاشتو ؤ چی دسوات نه دخپلی کورنئ دنورو غړو سره یو ځای د سوات د والی له خواجلا وطن شو او ددیر په ریاست کی ئی د جلاوطنی ورځی او شپی تیری کړی.

په 1940 ع کال کی ئی د سوات د والی سره روغه جوړه وشوه او بیرته سوات ته راغی. په 1949 ع کال کی ئی دوه ورونه د سوونو ملګرو سره ونیولی شول او یوځل بیا د دوو وروڼو او نورو ملکرو سره وشړلی شو، چی د جلاوطنئ دا شپی ورځی ئی په  خیبر او ملاکنډ ایجنسیو کی تیری کړی او په 1953 ع کال کی ئی د سوات والی سره بیا روغه وشوه اوبیرته سوات ته راغی. کله چی په کال 1969 کی د سوات ریاست په پاکستان کی شامل  کړی  شو نو  یو کال پس په 1970 ع کال کی دملاکنډ ډویژن نه دنیشنل عوامی پارټئ (NAP) په ټکټ د سوبائی اسمبلئ ممبر شو. دNAP او د جمیعت علما ئی اسلامJUI  په ګډ حکومت کی دمولانا مفتی محمود صیب په کابینه کی د کرنی (زراعت)،لوکل باډیز Local Bodies او اطلاعاتو وزیر شو.

کله چی په کال 1973 کی دپاکستان دمرکزی حکومت له اړخه د بلوچستان سوبائی حکومت په زور ختم کړی شو نو خان لالا  ددغه غیر جمهوری کړنی په ضد دخپل احتجاج د څرګندولو په غرض د سوبائی کابینی نه استعفی ورکړه، چی ورپسی دده   په پل نوری کابینی هم قدم کیښود او ټولی سوبائی کابینی استعفی ورکړه.

لدی څخه لږه موده وروسته د هغه وخت سوبائی ګورنر اسلم خټک له خوا د اسلم خټک د خور محترمی کلثوم سیف الله په کور کی خان لالا ته د سوبی د وزیر اعلی د منصب پیشکش وشو چی ده قبول نه کړو.

خان لالا د حکومت د غیر جمهوری پالیسئ د مخالفت په جرم  په کال 1973 کی د پاکستانی واکدارانو له خوابیا بندی شو،اوپه کال 1975 کی چی په نیشنل عوامی پارټئ (NAP) بندیز ولګیدو، خان لالا ئی د ګوند د نورو سرمشرانو سره په حیدر اباد کی جیل ته واچاوه، په ده او دده په ملګرو په یو خصوصی ټریبونل کی مقدمه وچلولی شوه. مګر دجیل، قید، بند او زورونئ مصیبتونو  د افضل خان لالا عزم او د هغه نظریئ سره جوخت تړون ته شکست ور نه کړی شو او په کال 1977 کی د بند نه خلاص شو.

د جنرال ضیا الحق د مارشلا په دور کی ده ته د پیښوردجیل د سپرنټنډنټ صاحب زاده صیب اود بونیر دګلپانئ د زرین خان په ‌‌‌ذریعه په مرکز کی د وزارت پیشکش وشو،چی خان لالا رد کړواو په خپلو اصولو ټینګ پاتی شواو دا خبره ئی ثابته کړه چی د اصولو په وړاندی منصب هیڅ حیثیت نلری. په همدغه دور کی ئی د جمهوریت دبحالئ په تحریک  ایم ار ډی MRDکی فعاله ونډه واخسته او پدی جرم یوځل بیا د بندی خانی تورتم ته وسپارلی شو.

خان  لالا د ژوند په هره مرحله کی د اصولو ساتنه کړی ده. د اصولو سره تړون او د نظرئی سره جوخت پیوستون د هغه دسړیتوب( شخصیت)دوه اړخونه دی. همدغه وجه ده چی په کال 1989 کی کله د عوامی نیشنل ګوندANP مشرانو دIJI  ائی جی ائی(اسلامی جمهوری اتحاد)  سره د اتحاد اعلان وکړو نو خان لالا په واضحه الفاظو دغه فیصله رد کړه او د 1990 ع کال د فبرورئ د میاشتی په یولسمه نیټه ئی د پیښور په پریس کلب کی  د خپلو ملګرو په مرسته د ای این پی (حقیقی) په نوم خپل ګوند اعلان کړو. بیا وروسته په همدی کال د جولای په میاشت کی په پیښور کی د یو قومی کنوینشن په موقعه د پښتنو قام پرستو دوو ډلو یعنی ای این پیANP (حقیقی) او قومی انقلابي پارټئ QIPد یو ځای کیدو فیصله وشوه  او د نوی پارټئ نوم پښتونخوا قومی پارټئPQP کیښودی شو او محمد افضل خان (خان لالا) ددغه نوی ګوند مرکزی صدر (مشر) وټاکلی شو او افراسیاب خټک د ګوند جنرل سیکرټری منتخب شو.

ښاغلی خان لالا د 1990 ع کال د نوامبر  په میاشت کې د PDA پي ډی ای(People Democratic) Alliance) له خوا د  وزیر اعظم کرسئ ته کاندید ؤ، چی پدغه موقعه ئی ټاکلی شوی وزیر اعظم ته د مبارکئ په  دوران کی  په خپل تقریر کی وویل چی زه د «پښتونخوا» د سوبی اوسیدونکی یم دغه الفاظو د اسمبلئ په پنجابي غړو لړزان راوستو او په یو ه چغه ئی د پښتونخوا په ذکر احتجاج وکړ. خان لالا چی په کومه میړانه او جرائت دغه نوم اسمبلئ ته ورساوه دا د هغه یوه تاریخی کارنامه وه، چی نن داسمبلئ  په تالار کی څوک د پښتونخوا د نوم د مخالفت جرات نه شی کولی.(۱)

خان لالاپه کال 1993 کی  د پاکستان په مرکزی کابینه کی د کشمیر د چارو او د شمالی علاقه جاتو وزیر شو اوپه 1996 په 12 اکتوبر دپاکستان په مرکزی کابینه کی د روغتیا ریلوی او Population Welfareوزیر شو.(۴)

له دی وروسته ئی د پارلماني سیاست څخه لاس واخست او یوازی قامی خدمت ته ئی ملا وتړله.

خان لالا په سیاسی نظریاتو کی سپیڅلی او ډاګیز موقف لری ، په خپلو  وینا ګانو کی ئی په پښتنو کی  دقامی وحدت د احساس په راژوندی کولوتل زور اچولی او وائی چی: «قامی وحدت یوازی د لاندی پښتنو مسئله نه ده بلکه د ډيورند کرښی پوره قام ویشلى دی او دا یوه قامی مسئله ده . په تاریخی حواله کندهار او کابل د پښتنو ټاټوبی دی نو یقینآ چې دا د پورته افغانانو هم فریضه ده چې د پښتنو قامی وحدت په مسئله خپل سیاسی رول ولوبوی.»

خان لالا د پښتنو قامی وحدت په هکله واضح دریځ لری چی:« تر څوپوری پښتون خپل  قامی وحدت نه وی  حاصل کړی،تر هغی د پښتون قام مشکلات او محرومی نه شی ختمیدی . د یو قام دغړی په حیث دوئ احترام نه شی ګټلی. اود سوکالئ احترام او عزت ژوند نه شی موندلی». (۶) او دا ئی عقیده ده چی په یوه هیواد کی د پښتنو وجود په ټوټو،ټوټو ویشلی ساتل یو ناوړه، غیرانسانی، غیر قانونی او د بشری حقونو دجملی نه بهر خبره ده.چی هیڅ اخلاقی،ائینی او قانونی جواز نه لری. « پښتون قام یو وحدت ؤ او یو وحدت دی، د غاصب له لاسه پر کال 1983 کی څلور ټوټي شوی دی، چی تر اوسه څلور ټوټي پروت دی. په خپلو کی سره بیا یو کیدل ددی قام ائینی، قانوني او فطری حق دی. د پښتون قام داسی په ټوټو کی ویشل صرف د استعماری مقاصدو لپاره شوی دی، او باید دغه استعماری عمل په څټ واړولی شی. مونږ تر هر څه د مخه خپل پښتون قامی وحدت غواړو .کوم قوت چې د پښتنو په وحدت کې مرسته کوی زما دوست دی او کوم قوت چې د پښتنو وحدت کې خنډونه مخی ته کوی زما دښمن دی . د پرامن جدو جهد په وسيله پښتون قامی وحدت زمونږ مرام دی . چې زمونږ قومی وحدت حاصل شی نو دلته امن راځی ».(۵)

په 2006 ع کال دفبرورئ په میاشت  کی چی کله عوامی نیشنل پارټئANP په خپله بنسټیزه (منشور) کی  دا جمله ورزیاته کړه چی» مونږ په سوله ایزه توګه د پښتنو قامی  وحدت غواړو» نو د خان لالا مرام او هدف ته پکی ځای ورکړل شو او د پښتونخوا قومی پارټئPQP د عوامی نیشنل پارټئANP سره یو ځای شوه چی دا د ټولو پښتنو ارمان ؤ او خان لالا پوره کړ.

همدارازښاغلی خان لالا په خپل لګښت په2000 ع کال 2001  ع کال 2004ع کال او 2005 ع کال دوه واری په پيښور کی د پښتون/افغان قامی جرګي او دوه واری   دډیورند په کرښه په ډیره زغرده سره په پیښور کی نړیوال سمینارونه جوړ کړی چی له ټولی نړئ څخه پکی ګڼ شمیر پښتنو  سیاستوالو، ادیبانو، لیکوالانو، شاعرانو او ژورنالستانو برخه اخستی وه.

ددغه سمینارونو، غونډو او جرګو دمقالو او وینا ګانو ټولګي  ئی په کتابی بڼه کی چاپ کړی او پښتنو ته ئی وړاندی کړی دی. همداراز   د نړئ په ګوټ ګوټ کی ئی د پښتون قامی وحدت د یون سره خپل اواز ملګری کړی او ځان ئی ورته رسولی دی چی د همدی مرام او هدف په خاطر  څو څو ځله ئی په خپل لګښت  په  نړئ  کی خورو ورو پښتنو ته ځان رسولی اوڅو څو واری جرمنی ته هم راغلی او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDPپه بیلابیلو غونډو کی برخه اخستلی(۵)

لدی سر بیره ئی د «پښتونخوا غږ »په پښتو او اردو ژبی چاپ کړی  او د« پښتون قامی وحدت» تر سرلیک لاندی د پیغام په بڼه یوه رساله په پښتو، انګریزی او اردو لیکلی چی د پښتنو د قامی وحدت لاری چاری ئی پکی په ګوته کړی دی پښتون قام ته وړاندی کړی.  ددی پیغام په وروستئ برخه کی ښاغلی خان لالا لیکلی دی چی:

«زه درب ذولجلال بی حد شکر ګذار یم چی ما د یو پښتون په حیث زپلی پښتون (افغان) قام ته دا مختصر شان پیغام وړاندی کړو. او پوله باور لرم چی ددی منتشر قام هر غړی چی هر ځای وی،په هر هال کی وی،او د هری پيشی مالک وی ، په خپل فکر او قلم د امن او مینی په لار د خپل قام د وحدت او تشخص د حصول طرف ته راوګرځوی، او ددونیا ټولو مهذبو قامونو او انسان دوست تنظیمونو ته دا خواست کوم چی د افغان (پښتون) قام سره خپله فعاله سیاسی او اخلاقی مرسته مل کړی چی په پیړو پس دا زپلی قام د غاصب د تقسیم د ناوړو شکنجو نه ځان  خلاص کړی او خپل قامی وحدت تر لاسه کړی.» (۲)

پښتون په بنيادی توګه امن دوسته او جمهوری خوښی قام دی په نړۍ کې پښتون واحد قام دی چې باچا ئې جرګې خوښ کړی دی . یانی باچا ئی هم په هاغه وختونو کې په جمهوری طریقه انتخاب شوی دی . چې چالا اروپا کې د جمهوریت ټکی نه و اوریدلی ام ید دی چې د نړۍ جمهوری طاقتونه به د پښتنو د قامی وحدت مرسته او ملاتړ وکړی .

 

اخستونځي:

۱) « پښتونخوا غږ» لیکوال: محمد افضل خان لالا  چاپ: ملت پرنټرز لاهور، کال ۱۹۹۴

۲) «پښتون قامی ح دت» لیکوال محمد افضل خان لالا  ، خورونکی پښتونخوا پبلکیشنرز، پیښور کال ۱۹۹۶ نامبر

۳) پښتونخوا م جله  اتلسمه ګڼه، دپښتنو ټولنیز ولسولیز کوند خپرونه،کال ۱۹۹۷

۴) «ځلنده ستوری» دسوات د ماما خیلو م نظوم تاریخ،خپرونکی د ماماخیلو د خانانودیره، سوات کال ۱۹۹۸

۵) « پښتون/افغان قامی جرګه» ۱۴ او ۱۵ نوام بر ۲۰۰۰م، ترتیب او خپرونکی  : پښبونخوا قامی پارټئ : اهتمام د پښتونخوا د پوهنی دیره

۶)  «ډیورنډ کرښه»په پیښور کی د شوی سیمینار د مقالو او وینا ګانو ټولګه،ترتیب : محمد افضل خان لالا، اهتمام د پښتونخوا د پوهنی دیره،کال ۲۰۰۴

لیک: نصیر ستوری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب