د ځوانانو روزنه څه وخت او څرنګه وشي!؟

د اسلام سپیڅلي دین په ځوانانو باندې وړاندی له دې چې د ځوانۍ درشل ته ورسيږي؛ په وړکتوب کې ځانګړی پاملرنه کړې، بلکې مخکې له دې چې له خپلو ميندو څخه وزيږيږي لاندې شرطونه يې په نظر کې نیولي دي:

۱/ داسې مېرمن انتخابول چې د غوره نسب خاونده وي، نېکان خلک وي، د دې لپاره چې له هغوی څخه هم نېک خلک منځ ته راشي، نو اسلام د مېرمن په ټاکنه کې اخلاق او نېکۍ ته بلنه کوي، ځکه مور د ماشوم لپاره بنسټیز روزنيز مرکز دی، که هغه ښه اخلاق ولري، نېکه وي نو د زوی روزنه به يې هم سالمه وي، هغه ته به د اسلام په رڼا کې روزنه ورکوي، ټولنې ته به نېک سړي او نېکې مېرمنې وړاندې کړي. او که الله نکړي بد اخلاقه او بد عمله وه، نو هماغسې به خپل اولاد هم روزي.

۲/ کله چې کوروالی (جماع) صورت نيسي پکار ده چې لومړی د الله نوم ياد کړي، او دغه دعا ووايی: بسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا) که چېری له دې وروسته الله ورته کوم اولاد ورکړي نو هغه ته به شيطان هيڅکله ضرر ونه رسوي. د دې لپاره دا دعا لوستل کيږي چې د انسان پيدايښت هم د شیطاني وسوسو څخه په امن کې وي.

۳/ کله چې يو ماشوم دنيا ته راشي نو لومړی ورته په ښي غوږ کې اذان وکړي، په خوله کې ورته د خورما شخوند ورکړي، د هغه لپاره د برکت دعا وغواړي، بيا په اوومه ورځ ورته سنت ګري وکړي، عقيقه يې وکړي، او يو ښکلی اسلامي نوم ورته کيږدي ځکه د هر نوم اغېزه په ماشوم باندې وي.

۴/ که چېری مور يې کمزوري وي او ماشوم ته شيدې نشي ورکولای نو داسې رضاعي مور دې ورته نه ټاکي چې هغه بد اخلاقه وي، ځکه دا د ماشوم په اخلاقو او عاداتو اغېزه کوي.

۵/ رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چې ماشوم ته بايد حلال رزق پيدا کړي؛ ځکه کومه غوښه چې د ماشوم په حلال رزق را لويه شي نو ماشوم هم له حلال رزق سره مينه پيدا کوي، او که حرام رزق ورته ورکړل شي نو بيا به حرام خوښوي، حلال رزق ماشوم نېک طرف ته کاږي او حرام يې د بدبختۍ او شر طرف ته کاږي.

۶/ کله چې ماشوم اووه کلنۍ ته ورسيږي نو پکار ده چې په لمانځه ورته امر وشي، که هغوی خبره ومني نو ښه خبره ده، او کله چې لس کلنۍ ته ورسيږي نو که لمونځ نه کوي بايد ووهل شي تر څو لمونځ وکړي. په لس کلنۍ کې بايد د اولاد بسترې يو له بل څخه جلا شي، تر څو حيا ناک وروزل شي، او په وختي عمر کې له اخلاقي فساد سره مخ نشي، او دا د الله لوی حکمت دی چې کله ځوان شي نو عقل يې په نمو شروع وکړي، په دې وخت کې بيا کولای شي چې خپل ځان کنترول کړي، او خپل شهوت کابو کړي.
۷/ کله چې د ځوانۍ مرحلې ته ورسيږي نو مور او پلار ته يې لازمه ده چې د نېکې مېرمنې تلاش ورته ورکړي تر څو اخلاقي فساد څخه وژغورل شي.

عماد الدین سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب