د ځوانانو مسؤلیتونه د قرآن عظیم الشان په رڼا کې

﴿ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ ﴾ [النحل: ۸۹].

ژباړه : یعنې او مونږ په تا باندې داسې کتاب نازل کړی دی چي هر شی یې روښانه کړی دی او د مسلمانانو لپاره لارښود، رحمت اوزيری ورکوونکی دی.

یقیني خبره ده او مونږ په دې ایمان لرو چې قرآن کریم مونږ ته د هر څه په باره کې علم راکوي او مونږ ته زمونږ مسوولیتونه او موقفونه او دا راز د نورو مسؤليتونه او موقفونه راپه ګوته کوي نو راځئ چې د دې عظیم او جامع کتاب په رڼا کې د ځوانانو موقف او مسوولیتونه په ګوته کړو.

۱- د باطل ردول:

ځوانان د اسلامي آمت هغه زمري دي چې په هر زمان کې د زماني د فرعون په مقابل کې د موسي علیه السلام  په شان توحید په عقیده ولاړ او د زمانې د هر طاغوت په وړاندې یې  د حق قیام  کړی او په ټولنه کې د هر ډول باطلو عقایدو او اعمالو د له مینځه وړلو لپاره د مبارزې ډګر ته وردانګي او باطل پرستانو ته د باطل پرستۍ د پرېښودلو درسونه ورکوي او هغو ته په معقولو دلایلو ثابتوي چې دا باطل عقاید او اعمال دي او دا ګمراهي ده، بلکي د باطلو پیروانو سره په کلکه مقابله کوي، برابره خبره ده چې دا د باطل پیراون د هغو له کورنیو څخه وي او یا د هغو د قومونو څخه وي لکه څرنګه چې الله تعالی د ابراهیم علیه السلام د ځوانۍ څخه په خپل کلام کې یادونه کوي، چې کله د ځوانۍ پړاو ته ورسېد او د صحیح اسلامې عقیدې خاوند شو نو د خپلې ځوانۍ د پاکو احساساتو او عقایدو څخه په کار اخستنې سره يې خپل قوم ته په ډاګه کړه چې ستاسې عقیدې او عملونه ټول باطل دي او تاسې او ستاسې پلرونه په ګمراهۍ کې یاست او حتی دا خبره خپل پلار آذر ته کوي او هغه ته وایې چه ستا عقیده باطله ده لکه څرنګه چې الله تعالی په قرآن کریم کې یادونه کړې:

your ads

﴿ وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِن قَبْلُ وَكُنَّا بِهِ عَالِمِينَ ۝ إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَٰذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ ۝  قَالُوا وَجَدْنَا آبَاءَنَا لَهَا عَابِدِينَ ۝ قَالَ لَقَدْ كُنتُمْ أَنتُمْ وَآبَاؤُكُمْ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ ﴾ [الانبياء: ۵۱ـ ۵۴].

له پورتنيو آیتونو مونږ ته دا په ډاګه شول چې د باطلو عقایدو په وړاندی مبارزه او د هغو له منځه وړل د ځوانانو مسوولیت دی او دا د ځوانانو ستر دیني موقف په ګوته کوي نو په مونږ ځوانانو لازمه ده چې د باطلو عقایدو او اعمالو په کلکه مخه ونیسو او د باطلو پرستو سره مبارزه وکړو او هغوی ته دا اجازه ورنه کړو چې خپل باطل عقاید او اعمال په ټولنه کې خپاره کړي.

لیکوال : عارف الله حنیف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب