د ځوانانو په پرمختګ کې د کورنۍ او ټولنې رول

ډير ځله په ټولنه کې داسې ځوانان پيدا کيږي، چې له هغوی سره د يوه مثبت اقدام په اړه نوښتګر فکرونه پيدا شي او غواړي چې په ټولنه کې په داسې کړنو لاس پورې کړي چې تر دې وړاندې يې په چاپيريال کې بيلګې نه وي ليدل شوي، دغه نوښت که دده د فکر تومنه وي او يا يې هم د مشاهدې او مطالعې پربنسټ لاسته راوړي وي، خو يوه مهمه لاسته راوړنه يې بللی شو.

خو لکه په پښتو کې چې متل دی، «له يوه لاس څخه ټک نه خيژي» همدغه شان دغه ډول ځوانان هڅه کوي چې په ټولنه کې له ځان سره د خپل فکر نور ملګري هم پيدا کړي اوپه مرسته يې هغه څه ترسره کړي چې هغه پرې فکر کړی دی او مهم يې بللي دي.

خو ددې ترڅنګ چې نوښتګر ځوانان په ټولنه کې څومره هم تکړه شي، او څومره هم د خپل کار له پاره د قوي احساس او جذبې په انرژۍ کار ته چمتو شي، خو بيا هم دغو ځوانانو ته د کورنۍ او چاپيريال ملاتړ يو بينادي ضرورت دی، ځکه چې مونږ اوس هم په ټولنه کې د يوې موضوع په اړه د مثبت فکر په پرتله د منفي فکر دود زيات دی، هر هغه مثبت نوښت چې په ټولنه کې رامنځته کيږي، ډيری خلک يې له مثبت اړخونو څخه  منفي هغو ته زياته ګوته نيسي، په داسې حال کې چې خلک په دې ښه پوهيږي، چې کوم کار ښه او کوم يې بد دی.

دا خو ښکاره خبره ده چې يو بد کار چې کله په ټولنه کې عام کيږي، د هغې په هکله له مشرانو سره مشوره نه کيږي، مګر په لومړي سر کې  په پټه توګه رامنځته شي او بيا په ښکاره سرايت وکړي چې بيا يې مهارول د مشرانو له واکه وتلي وي او په ننۍ زمانه کې هم مونږه وينو چې د مثبت نوښت په پرتله د منفي هغو بازار ډير ګرم دی.

خو ددې ټولو اندېښنو سره سره بياهم په ټولنه کې هغه خلک چې حساب پرې کيدلی شي او مسوول ګڼل کيږي، تر پوښتنې لاندې دي، چې ولې د ټولنې د اصلاح، پرمختګ او په ټولنه کې د يوه مثبت نوښت له پاره ګام نه پورته کوي.

your ads

که چېرې څوک ددې اندېښنې له امله چې که زه په دې ټولنه کې د يو مثبت کار له پاره ګام پورته کوم، خو تر دې وړاندې په دې ټولنه کې نه وي ترسره شوي، نو حتماً به په لومړي سر کې راسره مشران او نور خلک مخالفت کوي، نو دا رښتيا هم يقيني خبره ده، مګر دا هم يو نوښت دی چې مشران او نا لوستي خلک بايد د مثبتو کارونو په اهميت وپوهول شي او لاره هواره شي چې ورو ورو ټولنه له بدبختيو او بدو دودونو را وويستل شي.

نو هر هغه ځوان چې نن په دې ټولنې کې د نورو تر مشرۍ لاندې ژوند کوي، همدغه ځوان سبا ددې ټولنې مشر دی او سبا ددې ټولنۍ د کنترولولو مسووليت ورپه غاړه دی، په کار دی چې په ځان کې داسې صلاحيت او استعداد پيدا کړي چې د مثبتو نوښتونو له پاره د خپلو همزولو سره سره مشرانو ته هم دا فکر ورکولای شي چې هغوی يې ملاتړي شي، او د ځوانانو د مثبتو کړنو د مخالفت په ځای د هغوی ملګرتيا وکړي، چې په داسې کړنو به مو له يوې خوا په ټولنه کې مثبت ګامونه زيات شي او له بل پلوه به، ولس او نورو خلکو ته ګټه ورسيږي او هم به په نوښتګرو ځوانانو کې نور هم  دين او وطن ته د خدمت جذبه او احساس پياوړی شي.

نو د مثبت فکر او اقدام ځوانان بايد وهڅوو، ملاتړ يې وکړو او له هغوی سره مرسته وکړو ترڅو مو راتلونکي نسلونه او راتلونکی قيادت يو با احساسه، پرځان باوري او بريالی قيادت وي، ځکه چې د نن ماشوم د سبا ځوان دی او د نن ځوان د سبا مشر دی.

د ځوان نسل د روښانه او بريالۍ راتلونکې په هيله

مشفق حريت مل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب