د ځينو اوصافو نښې

د لوړ همت نښه دا ده، چې د ځان لپاره يوازې په هغه څه راضي شې چې تر ټولو غوره وي.
د زهد نښه دا ده، چې له دنىا څخه مخ واړوې، په داسې حال کې چې دنىا تا ته مخه کړې وي.
د پرهېزګارۍ نښه دا ده، چې له شبهاتو ځان وساتې.
د سخا او کرم نښه دا ده، چې په هغه څه کې هڅه وکړې، چې خلک يې په اړه نه غږېږي، نه په هغه څه کې، چې د هغوی ترمنځ معمول وي.
د لويوالي نښه دا ده، چې پر حقه لاره ثابت پاتې شې که څه هم چې ستړياوې دې زىات شي.
د ريښتينولۍ نښه دا ده، چې خبره دې په ډاډمنتيا، وېره، طمع او نهيلۍ کې يو ډول وي.
د حکمت نښه دا ده، چې لومړى په خپله پر هغه څه عمل وکړې چې خلک ورته رابولې.
د نېکو اخلاقو نښه دا ده، چې په خپل کور کې تر ټولو خلکو ښايسته اخلاق ولرې.
د تقوى نښه دا ده، چې له خلکو سره ښې اړيکې ولرې.
د الله تعالی لپاره د غيرت نښه دا ده، چې له هغه چا سره ملګرتيا ونکړې، چې د هغه د حدودو پروا نه کوي.
د تواضع نښه دا ده، چې د کاميابۍ پر مهال پر ځان ونه وياړې.
د استقامت نښه دا ده، چې اخلاقي فضيلتونه دې د شراىطو د بدلون پر وخت بدل نکړې.
د اخلاص نښه دا ده، چې د الله تعالى رضاء ترلاسه کول د خلکو په رضاء او خوښۍ غوره وبولې.
د صبر نښه دا ده، چې خلکو ته شکايتونه ونکړې.
د شکر نښه دا ده، چې د هغه چا په حق کې د نيمګړتيا له امله حياء درشي چې له تا سره يې نېکي کړې.
له خپل بنده سره د الله تعالى د مهربانۍ نښه دا ده، چې سخت کارونه ورته اۤسانوي، په لږو يې راضي کوي، لرې شيان ورته نږدې کوي او له هغو دردونو يې ساتي چې د زغملو توان يې نه لري.
د حقيقت نښه دا ده، چې ساده او واضح وي او عالم او جاهل دواړه پرې وپوهېږي، خو که چېرته داسې ګونګ او مجهول وي چې هېڅوک پرې نه پوهېده، مګر دا چې سختي او رنځ وګالي، دا نو بيا حقىقت نه؛ بلکې هسې تش خىال او وهم دى.
د بصيرت نه لرلو نښه دا ده، چې انسان د خپل کور له تىارې په تنګ شي، په داسې حال کې چې د خپل زړه تىارې ته خوشحاله وي!
د بدبختۍ علامه او نښه دا ده، چې انسان د قبر خپګان ته اندېښمن وي؛ خو د خپل زړه خپګان ته هېڅ ارزښت نه ورکوي!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د هکذا علمتني الحياة کتاب له پښتو ژباړې  څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب