د ځیرک مبایل اخیستلو پرمهال کوم څیزونه باید په پام کې ونیسو؟

ځیرک موبايلونه نن سبا زموږ د ژوند يوه برخه ګرځيدلي، چې موږ يې د اړيکو لپاره، د تصويرانو اخيستلو لپاره، د انټرنيټ لپاره او آن تر دي، چې د پاور بينک (Power Bank) په حيث يې هم استعمالوو.

په بازار کې د بېلا بېل موبايلونو د شتون له وجهې د داسې موبايل اخیستل چې زموږ د هېلو او اړتیاو سره سم وي، يو څه ستونزمن کار دی. نو په دې خاطر لاندې هغو شيانو ته اشاره شوې، چې د ځيرک موبايل د اخيستلو په وخت کې بايد پام ورته وشي…

1. ډسپلې (ښودنه) (Display)

په ډسپلې کې ددې اندازه (Screen Size)، ريزولوشن (Display resolution) او د ډسپلې ډول مهم دي.

د ډسپلې اندازه د 5.5 انچه نه تر 6.2 انچه پورې يو ښه انتخاب دی.

په ريزولوشن کې د (FHD) 1920 x 1080 او 2560×1440 (QHD) او د (HDR) ځانګړتیا ښه انتخاب دی.

ډسپلې د جوړښت له مخې په درې قسمه دي، چې

1. LCD (liquid crystal display)
2. AMOLED/Super AMOLED (Active-Matrix Organic Light-Emitting Diode)
3. OLED (Organic Light Emitting Diode)

چې دوهم او دريم ډول يې نسبت لومړي ډول ته ډيرې ښې ډسپلې دي.

2. پراسيسور (Processor)

موبايل چې هر څومره چټک وي، هغومره به يې استعمال خوندور وي.

د موبايلونو لپاره ښه پراسيسور جوړونکې کمپينۍ د کوالکام (Qualcomm) کمپنۍ ده، چې د سنيپ ډراګن (Snapdragon) د 600 series يا 700 series او يا 800 series يې د ښو پراسيسورونو لړۍ ده.

د ميډيا ټيک (MediaTek) کمپنۍ زياتره پراسيسور د ژر ګرميدو خاصيت لري، خو د روپيو د بچت په خاطر يې د MediaTek P60 پراسيسور ښه انتخاب ده.

د ايپل کمپنۍ اوسني ټول پراسيسورونه په سټنډرډ برابر دي، او زياتر وخت په بازار کې تر ټولو غوره وي، ښه مثال يې نوی A12 Bionic Chip ده.

د سيمسنګ کمپنۍ ايزاينوس (ايګزاينوس) (Exynos) هم د پام وړ پراسيسر دي، چې Exynos 7 series او Exynos 8 series او Exynos 9 series لړۍ يې ښي پروسيسري لري.

3. کامره (Camera)

کيمره د موبايل يو د لويو خصوصياتو څخه ده، چې بعضي وخت د پروسيسر نه زياته ترجيح کيمرې ته ورکول کيږي.

د کامرې زيات ميګا پيکسل درلودل دا معنا نه لري، چې هغه موبايل به حتماً يوه ښه کامره لري، بلکې په کيمره کې اپرچر (چې څومره کم وي ښه ده)، همدا ډول د (aperture)، (ISO level)، پيکسل اندازه (چې څومره لوی وي ښه ده) (pixel size)، (autofocus)، د دوه کيمرو لرونکي کامره (dual cameras) او نه خوځيدونکې کامره (optical image stabilization) بنيادي شيان دي.

اړینه نه ده چې د 16MP ميګا پيکسل کيمره دي د 12MP ميګا پيکسل د کامرې نه ښه وي، پر ځای يې بايد پورته شيانو ته پام وکړو.

4. د جوړښت کیفیت/ باډي یا ساختمان (Build quality, Body & design)

د جوړښت څرنګتيا یا د موبایل باډي Build quality دا مطلب لري، چې يو موبايل څومره دوامداره/ کلک، او ښايسته ده، او په خپل حالت تر څومره مودې پورې دوام کولی شي.

زياتره موبايلونه دوه ډوله باډي لري، يو يې فلزي (metal) او بل يې د پلاستک (plastic) څخه جوړ دي، ځینې نور يې بيا د شيشې (glass-coated) څخه هم جوړ دي، چې ډير ښکلي ښکاريږي، د شیشې لرونکې ځینې موبایلونه د وایرلیس چارجر ځانګړتیا هم لري.

که غواړئ چې موبايل مو له لويدلو وروسته هم ژوند ولري، نو بيا د فلزي يا پلاستکي جوړښت انتخاب وکړئ، کوم چې د ۲-۳ فوټه لويدو مقاومت لري.

د جوړښت له مخې داسي موبايل انتخاب کړئ، چې د سکریچ کېدلو مقاومت (scratch resistant) ولري، او د (gorilla glass protection) ډسپلی ولري، چې په اسانه نه سکریچ کیږي.

په جوړښت کې بل د پام وړ د IP67 يا IP68 ليسنس درلودل دي، چې په درلودلو سره به مو په موبايل کې اوبه او ګرد نه داخليږي.

5. بيترۍ (Battery)

که د موبايل بيترۍ مو لويه وه، نو د ژر ژر چارج کولو څخه به يې بيغمه ياست.

د 3000mAh نه تر 4000mAp ملي امپير پوري د بيترۍ اندازه يو ښه انتخاب ده. که له دې څخه يې اندازه زياته شي، نو موبايل به مو ورسره وزني شي.

6. حافظه او ريم (Storage & RAM)

د موبايل حافظه مو چې څومره لويه وي ښه ده، د کمې حافظې لرونکي موبايل کې نه شئ کولئ چې د خپلې خوښې زيات پروګرامونه ، عکسونه او ويډيوګانې ذخېره کړئ. نو بايد چې لږ تر لږه د 32 GB حافظه لرونکی موبايل واخلئ.

ریم (RAM)

د موبايل زيات ريم مو د پروسیس لپاره زيات پروګرامونه په خپل ځان کې ساتي، او په خپل وخت يې بيرته پروسيسر ته د پروسيس کولو لپاره ورکوي په کوم سره چې د پروسیسر قوت په خپل ځای پاتي کيږي او ورسره مو بيترۍ هم کمه استعماليږي.

که قوي پروګرامونه او د درنو ګيمونو (له ګيم څخه را په ياد شو چې د PUBG Mobile ګيم ډير په زړه پوري ګيم ده) شوق لرئ، نو بايد چې په موبايل کې لږ تر لږه 3 GB ريم ولرئ.

7. کاریالي سيستم او د کاريالي سيستم نسخه 
(Operating System, User Interface and OS Version)

نن سبا په بازار کې دوه ډوله مشهور کاريالي سيستم لرونکي موبايلونه شتون لري، يو يې انډرايډ (Android based) کاريالي سيستم لرونکي دي، چې اوس مهال 76.82% استعمالونکي لري، او بل يې iOS کاريالي سيستم لرونکي دي، چې يوازي د ايپل کمپنۍ په موبايلونو کې نصب وي، او اوس مهال 20.45% استعمالونکي لري (پاتي فيصدي د نور قسمه کاريالي سيستمونو لرونکي موبايلو ده).

پورته ذکر شوي کاريالي سيستمونو څخه هر يو يې ځانته نادرې ځانګړنې لري او په خپل ځای ښه کاريالي سيستمونه دي، خو لوی توپير يې دا ده چې لومړنی زيات واک د استمالونکي په لاس کې ورکوي او د دوهم يې استعمال آسانه ده، بل دا چې زياتره وخت د iOS کاريالي سيستم لرونکي موبايلونه د انډرایډ مبایلونو په پرتله په بیه کې پورته وي، کوشش وکړئ چې په ژوند کې د دواړو د استعمالولو تجربه ولرئ.

په انډرايډ کې هميشه د اوسمهال کاريالي سيستم (Up to date OS Version) د نسخې انتخاب وکړئ، په دې سره به مو موبايل چټک او وايروس خونديتوب (Security) ولري، اوسنی غوره نسخه يې (8.1 Oreo) ده.

8. خونديتوب او اضافي ځانګړتیاوې (Security and Extra Features)

موبايل مو بايد د خونديتوب په خاطر د ګوتې کولپ (finger print scanner) او د مخ کولپ (iris scanner/facial recognition) ولري، چې نور څوک ستاسو د اجازت نه بغير ستاسو مبايل ته لاس رسی ونه لري.

همدا ډول که په موبايل کې videos and audios په لوړ آواز اوريدل خوښوئ، نو د موبايل سپيکر ته مو پام وکړئ، چې د لوړ آواز سپيکر (Stereo speakers) لري او که نه.

چټک چارجنګ: کوشش وکړئ چې د داسي موبایل انتخاب وکړئ، چې د چټک چارجنګ (fast charging) اپشن ولري.

د وایرلیس چارجر (wireless charging) اپشن د راتلونکي وخت يوه لويه غوښتنه ده، که د قيمتې بيې موبايل اخلئ، نو دي خصوصيت ته په کې پام وکړئ.

مطیع الله حکیمي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب