د ځینو سبو (سبزيجاتو) ګټې

۱ ـ کرم : (cabbage) کینسر دفع کوي ، قبض لیرې کوي ، ډنګریدو کې مرسته کوي ، دزړه دناروغیو نه مخ نیوی کوي .
۲ ـ ګلپیان (ګوبی): د نارینوو دکپورو دکینسر او دښځو دتیو دکینسر نه مخ نیوی کوي ، هډوکو ته قوت ورکوي، دزړه دناروغیو نه مخ نیوی کوي ،
۳ ـ اوږه (garlic ) دوینې غوړ (کلوسترول ) او دوینې فشار کنترولوي ، مکروبونه یا bacteria وژني.
۴ ـ مړخیړی : یا سمارق دوینې فشار خپل کا بو کې ساتي ،کلوسترول ټیټوي مکروبونه یا بیکتریا وژني هډوکو ته طاقت ورکوي .
۵ ـ ګازره : یا زردک سترګو ته طاقت ورکوي ، زړه نه حفا ظت کوي ، قبض لیرې کوي ، وزن کمولو کې مرسته کوي ا و کینسرسره جنګیږي .
۶ ـ شنه چای : کینسر سره جنګیږي ، دزړه ساتنه کوي ، دسټروک یا دماغزودفلج نه مخ نیوی کوي ، په ډنګریدو کې مرسته کوي اوځینې مکروبونه وژني .
۸ ـ پیاز : د زړه دحملو نه مخ نیوی کوي ، کینسر سره جنګیږي ، بیکتریا وژنې، کلوسترول کموي . دسږو دبیماری او سالنډی دپاره ګټوره او د ذکام ،ریزش ، ټوخی او الرژی دپاره ګټورې دي .
۹ ـ سنډ ادرک یا زنجفیل : چې په انګلیسی کي ورته (ginger ) وایې دبدن څخه غیر نارمل تودوخه او تبه لیرې کوي ، بکتریا وژني ، درد ونه ورک کوي ،دسوئیدو يا (شاریدګي) په ضد دی .، دهضم سره مرسته کوي د پوټکې (جلدې) کینسر نه مخنیوی کوي ، اسهال او کانګه ورک کوي .
۱۰ـ پالک : دویټامن Aڅخه ډکه او B مګنیزیم، فولیت، بیتاین آیرون ، کلسیم ، پوتاسیم ، فولیک اسید، کاپر، پروتین، فاسفورس ، زِنک ، سولونیم ، اومیګا۳ اوویتامین K ، E ، B6 ، C په درلودلو سره دډیرو ښوو سبو له ډلې څخه شمیرل کیږي .هر هغه څوک چې دوینې دکمښت نه ځوریږي پالک ورته ډیر ګټه لري . خو دیادونې وړبولو چې په ځینو خلکو کې دپختورګی دتیګې دپیدا کیدو سبب هم ګرځي .
۱۱ـ بادرنګ : دبدن څخه ګرمي لیرې کوي دوجود دپوټکې یا جلدي امراضو څخه مخ نیوی کوي دوینې دفشار په ټیټولو کې مرسته کوي .
۱۲ ـ توربانجان : دهضم په سیستم او دفاضله موادو په نرمولو کې مرسته کوي دزړه دعضلي بیماریو څخه مخ نیوی کوي ویتامین b1او c او پروتین او منرالونو څخه ډکه ده، دکینسر څخه مخ نیوی کوي، دځینو حجرو په ساتنه کې ښه رول لري، دبکتریاوو په ضد عمل کوي او دوینې فشار نارمل ساتي .
شکرالله طاهري

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب