د چاپیریال له شرایطو سره د حيواناتو توافق  

د چاپیریال له شرایطو سره د حيواناتو توافق  

راځئ چې د ځمکې پر سر ځينې بيلابيل ځايونه په نظر کې ونيسو. آیا صحرا مو ليدلی ده؟ په شمالي قطب کې څه ډول ده او يا د استوا پر کرښه څه ډول ده؟ د ځمکې پر سر ځينې سيمې تودې او وچې دي او ځينې نورې سړې او کنګل دي. په ځينو سيمو کې ګڼ ځنګلونه او په نورو کې جبې دي. آیا تاسې به په دې ځايونو کې ژوند وکړئ؟

حيوانات په دې ټولو سيمو کې ژوند کولی شي ځکه چې دوی خپله بڼه داسې رغولې ده چې د خپلې استوګنې له چاپيريال سره په ښه ډول جوړيږي. موږ دې ته توافق وايو. راځئ چې هغو دوه طریقو ته کتنه وکړو چې دوه حیوانات لکه اوښ او قطبي یږه يې له لارې له خپل چاپيريال سره توافق کوی.

الف: اوښ

اوښان زياتره په صحرا کې اوسيږي چې ګرمه او وچه ده. زياتره خلک په دې اند دي چې اوښان پخپل کوهان کې اوبه ګرځوي، خو دا خبره سمه نه ده. د کوهان زياتره برخه شحميات دي – چې د اوښ خوراکي ذخيره جوړوي. که يو اوښ د زيات وخت لپاره خوراک و نه کړي کوهان يې کوچنی او خواريږي. د دې دليل چې ولې اوښ ۷ ورځې له اوبو پرته ژوند کولی شي دا دی چې اوښ په يو وخت کې ۸۰ ليټره اوبه څښلی شي. که تاسې دومره اوبه وڅښي ښايي نس مو وچاودي خو اوښ داسې اوبه هم څښلی شي چې د نورو حيواناتو لپاره زياتې تروې وي. اوښان له بوټو هم اوبه اخيستلی شي. د اوښ کلکې خولې او تيرو غاښونو داسې توافق ترلاسه کړی دی چې اوښ کلک او ازغن بوټي خوړلی شي. په سحرا کې له ژوند سره د توافق يوه بله بيلګه د اوښ پلنې پښې دي چې په ريګ کې نه خښيږي. اوږده باڼه او اوږدې سږمې چې بندولی يې شي، په سترګو او پزه کې د ريګونو د ننوتلو مخنيوی کوي.لاندې انځور یو اوښ دی چې په سحرا کې لیدل کیږي.

ب: قطبي یږه

قطبي يږې په شمالي منجمد بحر کې اوسيږي چې ډيره سړه سيمه لري. آیا تاسې به باور وکړئ چې د قطبي يږې پوستکی اصلا تور دی، دا ځانګړنه له یږې سره د لمر د تودوخې په جذبولو کې کمک کوي. ويښتان يې شفاف او منځونه يې تشه لري چې هوا بندوي او دا کار يې له سړو څخه ژعورنه کوي. د چاپيريال له شرایطو سره د توافق يوه بله بيلګه چې دا يږي تاوده ساتي پريړ، وړين لاندينی پوستکی او د پوستکي لاندې د غوړيو يو قشر دی. څرنګه چې ويښتان يې رڼا منعکسه کوي، يږه سپينه ښکاري او همدا ځانګړنه يې په واوره کې د ښکار پر مهال د دې لامل ګرځي چې مقابل لورې يې په اسانۍ ونشي ليدل. ګوګ شوې هوا هم د لامبو پر مهال د یږې د ويښتانو له جړ کيدلو مخنيوی کوي. قطبي یږې کولی شي چې د يخ له يوې تختې څخه بلې تختې ته چې په اوږده واټن کې سره پرتې وي لامبو ووهي. پلنې پښې يې د واورو د چاګلو په څير دي، د پښو پر تلو يې ويښتان دي او لنډې او پريړې پنجې يې پر واورې له ښويدلو مخنیوي کوي. د قطبي یږو د خوښې خواړه سګ لاهوان دي. یږې د شاميې ډير غښتلی حس او اوږد وربوز لري چې د سګ لاهوانو د راويستلو لپاره یې د يخ سوړو ته دننه کوي.

تمرین

الف. د توپيرونو پرتله کول

څرنګه چې اوښ او قطبي یږه دواړه په بيلابيل چاپیريال کې اوسيږي، داسې شرایطو ته يې توافق کړی دی چې له يو بل سره توپير لري. د خپل کاغذ د صفحې په منځ کې یوه عمودي کرښه وباسئ او يوې خوا قطبي یږه او بلې خوا اوښ وليکئ. او بيا ټول هغه توپيرونه وليکئ چې په ذهن کې مو پاتې دي.

ب. خپله يو حيوان وټاکئ

اوس فکر وکړئ د دې لپاره چې يو حيوان په ځنګل کې د يوې ونې پر سر ژوند وکړي کومو شرایطو سره توافق ته اړتیا لري. په ځنګل کې زيات حیوانات ژوند کوي، خو د دې فعالیت لپاره تاسې خپله يو حيوان وټاکئ. يو نوم ورکړئ او تشريح يې کړئ – د امکان تر بريده د چاپیريال له هومره شرایطو سره د توافق په اړه فکر وکړئ چې دې حيوان ته پخپل چاپیريال کې هستوګنه اسانه کړي.

ج. اوس د هغه حیوان انځور رسم کړئ چې تاسې تشريح کړی دی

حل

لومړی فعاليت

قطبی یږه اوښ
تور پوستکی

د ويښتانو تر منځ يې هوا ده

پوستکی يې پنډ او وړين دی

پوستکی يې د غوړ يو قشر لري

پلنې پښې لري

قدمونه يې له ويښتانو ډک دي

لنډې پريړې پنجې لري

اوږد وربوز لري

کوهان يې خوراکي توکي ذخيره کوي

زياتې اوبه څښلی شي

مالګينې اوبه څښلی شي

کلکه خوله لري

تيره غاښونه لري

پلنې پښې لري

باڼه يې اوږده دي

سږمې يې بندولی شي

 

دويم فعالیت

دا تشریح د ماشومانو تصور پورې اړه لري، که دوی د خپل انتخاب لپاره دلايل راوړئ ځوابونه به يې صحيح او غلط ونه ګڼل شي! هغه لارې چې په ترڅ کې يې يو حيوان ځنګلي ژوند سره توافق کوي په لاندې ډول دي:

نيونکې لکۍ، د ښوييدلو وړتیا، اوږده لاسونه، نيونکې پښې او لاسونه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب